آذربايجان: په باکو کي مو پر يوه سفارت د داعش بريد خنثی کړی
۱۴۰۴ بهمن ۷, سهشنبه
دغي ادارې د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چي په باکو کي يې پر يوه بهرني سفارت د بريد د پلان په تړاو درې کسان نيولي دي چي د داعش له خراسان څانګي سره تړاو لري.
د آذربايجان چارواکو ويلي دي چي دغو کسانو په افغانستان کي د داعش له څانګي سره تړاو درلود او غوښتل يې چي «د مذهبي خصومت په خاطر» بريد وکړي.
چارواکو ويلي دي، دغه کسان چي ټول د آذربايجان اتباع دي، وسلې يې برابري کړي وې او سفارت ته د نږدې کېدو په حال کي ول چي بريد يې شنډ سو.
آيا د بريد موخه د اسرائيل سفات وو؟
د آذربايجان د دولتي امنيت ادارې دا څرګنده کړې نه ده چي د بريد موخه کوم سفارت وو او يا دا چي شکمن کسان کله نيول سوي دي.
خو اسرائيلي رسنيو راپور ورکړی دی چي هدف د اسرائيل سفارت وو.
د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير ګيديون ساعر، د دوشنبې په ورځ يوه لوی سوداګريز پلاوي په مشرۍ آذربايجان ته سفر وکړ.
د آذربايجان د دولتي امنيت ادارې په يوه بيا کي راغلي دي: «د دغو کسانو يو په ۲۰۰۰ او دوه نور په ۲۰۰۵م کال کي زېږېدلي دي.»
د داعش د خراسان څانګي په ۲۰۲۴م کال کي مسکو ته نږدې د کروکوس پر تالار باندي د بريد مسئوليت پر غاړه واخيست چي پکښې ۱۴۵ کسان ووژل سول.
دغه ډله په روسيه کي د منع اعلان سويو تروريستي ډلو په ليست کي ده او په تيرو وختونو کي د روسيې او مرکزي آسيا په مسلمان مېشتو سيمو کي يې څو دسيسې شنډي سوي دي.
د آذربايجان چارواکو په يوه بيانيه کي ويلي دي چي شکمن کسان د مذهبي کرکي پر بنسټ «ترهګرۍ ته د چمتوالي» په تور نيول سوي دي. هغوی ويلي دي چي تحقيقات روان دي.
په يوه جلا قضيه کي، په آذربايجان کي يوې محکمې په اکتوبر مياشت کي د داعش له خراسان څانګي سره تړلي يوه سړي ته د ترهګرۍ په تور د ۱۳ کلونو بند سزا واوروله.
هغه په باکو کي پر يوې کنيسې باندي د بريد په تور مجرم وپيژندل سو.