1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آريانا افغان هوايي شرکت بيرته داخلي پروازونه پيلوي

۱۴۰۰ شهریور ۱۲, جمعه

آريانا افغان هوايي شرکت په افغانستان کې د داخلي پروزاونو د بيرته پېلولو اعلان کړی دی. د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته دغه شرکت خپل پروازونه ځنډولي ول.

Ariana Airlines Flugzueg
انځور: picture-alliance/EPA/S. Sabawoon

آد فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله د آریانا افغان هوايي شرکت يوه استازي نن، جمعه (۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۳مه) ويلي دي: «موږ د طالبانو او د ملکي هوايي چلن ادارې له خوا د پروازونو د بيرته پېلولو اجازه ترلاسه کړې ده او پلان لرو چې سر له نن څخه بیرته پروازونه پېل کړو.»

آریانا افغان هوايي شرکت د الوتکو شمير محدود او زياتره الوتکې یې زړې دي. له همدې کبله دغه شرکت په اروپايي ټولنه او امريکا کې د فعاليت اجازه دمخه لا نه لرله.

کابل کې تر خونړيو بريدونو وروسته د ايستلو پروازونه بيرته پيل شوي

ملګرو ملتونو هم د افغانستان شمال او جنوب ته د بشري مرستو پروازونه بيرته پېل کړي دي. يوه وياند وويل چې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې د پروازونو په پيلولو سره د دې زمينه برابره کړې چې ۱۶۰ مرستندويه سازمانونه به وکولی شي د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

دغه پروازونه به د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه په شمال کې مراز شريف او په جنوب کې کندهار ته ترسره شي. په روانه اوونۍ کې مزار شريف ته درې پروازونه رسېدلي دي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: