1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آریانا هوایي شرکت له مالي ستونزو سره مخامخ دی»

۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبه

د آریانا هوایي شرکت چارواکي وایي چې دغه شرکت له مالي ستونزو سره مخامخ دی. د آریانا هوایي شرکت رئیس وایي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د دغه شرکت عواید تر مصارفو کم ول او په خبره یې شرکت جدي توجه ته اړتیا لري.

Bildergalerie Afghanistan vor Taliban
آرشیف انځورانځور: parsine

آریانا هوایي شرکت په افغانستان کې یو له زړو شرکتونو څخه شمیرل کیږي. دغه شرکت چې ۵۰ کلن قدامت لري، اوسمهال له جدي مالي ستونزو سره مخامخ دی.

د دغه شرکت چارواکو ویلي دي چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې تر عوایدو لګښتونه ډیر ول. د آریانا هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي، له دویچه ویله سره په خبرو کې د مالي ستونزو په تائیدولو سره وویل: «له جنورۍ تر جون میاشتې پورې زموږ مصارف تر عوایدو زیات ول چې زموږ له پاره د خطر یو زنګ دی.»

اوس آریانا هوایي شرکت څلور الوتکې لري، چې د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره د دوو الوتکو د الوتنې دوره پوره شوې ده اود  الوتنو اجازه نه لري.

د دغه شرکت ځینو چارواکو ویلي دي چې دوې نور الوتکې هم زړې شوي دي او په خبره یې شرکت د نورو الوتکو رانیولو توان نه لري. خو د شرکت رئیس د دغو دوو الوتکو د زړیدو خبره ردوي.

آریانا هوایي شرکت آن په دې نه دی توانیدلی چې سږ کال حاجیان انتقال کړي. د دغه شرکت رئیس زیاتوي چې په پام کې وه پنځوس سلنه حاجیان آریانا شرکت د حج له پاره انتقادل کړي، خو دغه شرکت و نه توانید د دغې چارې له پاره یوه لویه چارتر الوتکه برابره کړي.

انځور: Getty Images

ابراهیمي په دې هکله له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «و مو نه شوای کړای چې حاجیان انتقال کړو، باید پنځوس سلنه حاجیان موږ انتقال کړي وای او پنځوس سلنه کام ایر. موږ و نه شوای کړای یوه لویه الوتکه چارتر کړو، نو قرارداد مو بیا ځل کام ایر ته وسپاره.»

آریانا شرکت، چې زیاتره پروازونه یې هندوستان ته کول، د پاکستان او هند تر منځ د ترینګلتیا او د پاکستان له لوري د هوایي حریم د تړل کیدو له کبله سخت زیانمن شوی دی او دې چارې یې مالي ستونزې لا ډیرې کړي دي.

د دغه افغان هوایي شرکت چارواکي وایي چې خپلې دغه ستونزي یې له حکومتي چارواکو سره شریکې کړي دي او ولسمشر فرمان ورکړی دی چې د آریانا هوایي شرکت اوسنی وضعیت د یوه نړیوال متخصص شرکت له لورې وارزول شي.

په دې هکله ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه: «فرمان صادر شوی دی، څو یو نړیوال شرکت استخدام شي او و ارزوي چې چیرې خلاوې شته او ولې آریانا په تاوان کې ده او دغه راز بايد د ارزونکي شرکت موندنې تطبیق شي.»

که څه هم د دغه شرکت چارواکي هیله من دي چې د ولسمشر فرمان په عملي کولو سره به دغه شرکت له روان وضعیت څخه راووځي، خو ځیني اندیښنې هم لري. ابراهیمي زیاته کړه: «که چیري جديت ونه شي، نو دغه شرکت به په اوږده موده کې له ډیوالي کیدو سره مخامخ شي.»

د دغه شرکت عمومي بررسي ښيې چې د پخوانیو قوانینو شتون، بیوروکراسي، د هوا نوردۍ له نوې تکنالوژۍ سره د بلدۍ بشري منابع نشتون او همداشان د نوو الوتکو د رانیولو او یا د الوتکې د کرایه کولو له پاره د بودجې نشتون د دغه شرکت له عمده ستونزو څخه شمیرل کیږي. له دې کبله دغه شرکت نه شي کولی له خصوصي شرکتونو سره سیالي وکړي.

د دغه شرکت چارواکي په دې آند دې چې د یوه نړیوال شرکت له لوري د آریانا هوایي شرکت ارزول، د قوانینو اصلاح کول، د بشري منابعو په برخه کې اصلاحات او د «باختر افغان هوایي شرکت» بیا احیا کول کولی شي تر یوه کاله پورې د دغه شرکت ستونزې راکمي کړي.

اوس آریانا هوایي شرکت هرات، کندهار او مزار شریف ته پر ورځنیو داخلي پروازونو سربیره تر هيواد دباندي مسکو، دهلي، د چین ارومچي، انقره، دوبۍ او جدې ته هم پروازونه لري. خو د دغه شرکت د مسافرو شمیر مخ پر کمیدو دی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل