آزاده سوې آلمانۍ نن برلين ته رارسېږي
۱۳۸۶ مرداد ۳۰, سهشنبهپه افغانستان کې د آلمان د پرمختيايي مرستو د يوې کارکوونکې کرستينې Christina M. له خلاصون څخه وروسته اوس، د جرمن حکومت د خپل يوه ٦٢ کلن تعميراتي انجنير رودولف Rudolf B. د خلاصون هلې ځلې کوي.
د جرمن د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتين ماير Frank-Walter Steinmeier څرگنده کړې، چې اوس ښايي په افغانستان کې له څلورو اونيو راهيسې برمته شوي رودولف Rudolf پر برخليک باندې زور واچول شي.
شتين ماير د کرستينې د ژغورنې له کبله له افغاني ادارو څخه مننه کړېده. ٣١ کلنه کرستينه نن د سه شنبې په ورځ آلمان ته راتلونکې ده.
آلمانۍ مېرمن کرستينه تيره جمعه په سپينه ورځ په کابل کي تښتول سوې وه چي د د روورځو بند څخه وروسته افغان امنيتي ځواکونه په دې وتوانيد ل چي له تښتونکو سره يي يو ځای پيدا او آزاده کړي.
افغاني ادارې وايي، چې تېرکال د وژل شوو دوو تنو آلماني ژورنالستانو د خون په ارتباط يې هم يو کس نيولی دئ..