1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آزاد شوي بندنیان؛ د حکومت او طالبانو ضد او نقیض څرګندونې

۱۳۹۹ مرداد ۶, دوشنبه

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه تویت کې ویلي دي کوم طالب جنګیالي چې افغان حکومت یې آزادوي، هغه بیرته نیسي او بندیانوي يې. خو افغان حکومت دغه ادعاوې ردوي.

Afghanistan Taliban-Freilassung
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/Zuma/PPI

د شاهین په خبره افغان حکومت یو شمیر بندیان چې د بندیانو د تبادلې د موافقتنامې پر اساس آزاد شوي دي، بیرته نيولي دي. طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی دی چې «د دې چلند د عواقبو مسئولیت دې پر غاړه واخلي.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل دغه ادعاوې رد کړي دي. نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «دا د هغوی (طالبانو) چلند دی، څو د سولې او د سولې د مذاکرتو هڅو ته زیان ورسوي.»

فیصل د شنبې په ورځ ویلي ول چې طالبانو تیره اونۍ د هیواد په مختلفو برخو کې په تر۴۰۰ ډیرو بریدونو کې ۴۶ ملکیان وژلي دي.

په فبروري میاشت کې طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د بندیانو د تبادلې پر سره موافقه وکړه. د دې موافقې پر بنسټ افغان حکومت باید د سولې د بین الافغاني خبرو اترو د مخ شرط په توګه ۵۰۰۰ طالب بندیان له خپلو زندانونو آزاد کړي او طالبان هم باید ۱۰۰۰ تنه امنیتي ځواکونه چې له دوی سره بندیان دي آزاد کړي.

په داسې حال کې چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو لویه برخه آزاده شوې ده، افغان حکومت انتقاد کوي چې یو شمیر طالب بندیان تر ازادیدو وروسته بیرته د جګړې میدان ته ستانه شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي ول چې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیرته سیمې ته ځي، څو د بین الافغاني مذاکراتو له پیلیدو مخکې، پاتې مسائلو ته د حل لاره پیدا کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: