1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتنړیوال

آسترالیا: د نړیوال جام ځنډول اړین وو

۱۳۹۹ تیر ۳۱, سه‌شنبه

د کرونا وبا له کبله د کریکټ د شل اوریز نړیوال جام د ځنډیدو وروسته، آسترالیا د سه شنبې ویلي دي چې سږ کال د کریکټ د نړیوال جام ځنډول په «بشپړه توګه حتمي» وو. په پام کې ده چې دغه سیالۍ اوس په ۲۰۲۱م کال کې وشي.

Cricket WM zwischen Afghanistan und Australien
آرشیف انځورانځور: Getty Images/J. Mansfield

تر څو میاشتو ناڅرګندتیا وروسته د آسترالیا د کریکټ اړونده ادارې د کریکټ د نړیوالې شورا پریکړه ستایلې ده. د آسترالیا د کرېکټ ادارې په وینا دغې پریکړې د کور دننه د لوبو د ترسره کولو څرنګوالی روښانه کړی چې پکې پر نورو سربیره د هند پر وړاندې د ټېسټ لوبو سیریز هم شامل دی.

د کرېکټ د شل اوریز نړیوال جام لوبو ځنډیدو سږ کال په اکتوبر او نومبر میاشت د دې احتمال هم برابر کړی چې ښایي هند په متحده عربي اماراتو کې په دغه موده کې د پریمیر لیګ سیالۍ ترسره کړي.

خو دا لا معلومه نه ده چې د شل اووریز نړیوال جام په آسترالیا کې ترسره شي که نه.

د کرونا ویروس، نړیوال سپورت له ګډوډیو سره مخامخ کړې ده. د آسترالیا د کرېکټ ادارې اجرائیوي رئیس نيک هوکلی ویلي دي چې په داسې حال کې چې دغه ویروس لا هم د خپریدو په حال کې دی بله هیڅ کومه لاره نه وه (د نړیوال جام د ځنډیدو) چې آسترالیا دې د ۱۶ هیوادونو کوربتوب وکړي.

هغه خبریالانو ته وویل: «زما په فکر د ځنډولو پریکړه په بشپړه توګه اړینه وه.» هغه زیاته کړې ده چې دا پریکړه دوی ته اجازه راکوي له څرګندتیا سره د دوبي پلانونو ته تمرکز وکړي.

د دوشنبې په ورځ د اعلان شوې نوې پریکړې له مخې آسترالیا یا هند به د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د کریکټ د شل اوریز نړیوال جام کوربتوب وکړي. که له دغو دوو هیوادونو هر هیواد چې په ۲۰۲۱م کال کې د نړیوال جام کوربه شي، بل به یې بیا د ۲۰۲۲ د کریکټ د شل اوریز نړیوال جام کوربتوب په غاړه واخلي.

د کریکټ د پنځوس اوریز نړیوال جام چې په اصل کې په هند کې د ۲۰۲۳م کال د مارچ میاشتې له پاره پلان شوی اوس به د همدغه کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې ترسره شي چې پای لوبه به یې د نومبر په ۲۶مه وي.

هوکلي په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې پلان شوې ټېسټ لوبې په خپل وخت ترسره کیږي چې د نومبر په وروستیو کې له افغانستان سره یوه ټېسټ لوبه هم پلان ده. د دې په تعقیب به آسترالیا د دسمبر او جنورۍ په میاشتو کې له هند سره څلور ټېسټ لوبې وکړي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل