آسترالیا له برید وروسته د وسلو د قانون پرسختولو غور کوي
۱۴۰۴ آذر ۲۴, دوشنبه
په سدني کې د یهودانو پر یوه جشن له خونړي برید وروسته، د آسترالیا حکومت اوس غواړي د وسلو په قوانینو کې سختوالی راولي. د دغه هیواد صدراعظم انتوني البانیزه، اعلان وکړ چې هغه به د وسلو د شمېر د محدودولو او همدارنگه د موجوده جوازونو د بیا ارزونې وړاندیز وکړي. البانیزه وویل: "د خلکود ژوندانه حالات کیدای سي، بدلون ومومي. خلک د وخت په تیریدو سره سخت دریځي کیدای سي. جوازونه باید د تل له پاره ور نه کړل سي."
اړونده موضوع: د استرالیا لومړي وزیر پر یهودانو برید «شیطاني» عمل بللی
په سدني کې د یکشنبې د ورځې برید چې له امله یې مجموعاً ۱۶ کسان ووژل او د دوو پولیسو په گډون ۲۹ تنه زخمیان سول، په دغه هیواد کې له ۳۰ کلونو راهیسې د وسله وال تاوتریخوالي تر ټولو غمجنه پیښه وه.
پلټونکو دوه بریدگر د پلاراو زوی په توګه پیژندلي دي.
د نیو ساوت ویلز د پولیسو مشر مال لینیون، څرگنده کړه چې ۵۰ کلن پلار د ښکار د یوه کلب غړی و. هغه د وسلو جواز درلود، چې په همدې دلیل یې د اوږدو ټوپکونو د درلودلو اجازه درلوده.
هغه د امنیتي ځواکونو له خوا د پیښې په ځای کې وویشتل سو. د هغه ۲۴ کلن زوی نیول سوی او له سختو ټپونو سره په روغتون کې پروت دی.
د ۱۹۹۶م کال په اپریل کې د آسټرالیا په تاریخ کې له تر ټولې ناوړې ډله ایزې وژنې وروسته، چې یو ۲۸ کلن سړي د پورټ ارتور تسمانیا په پخواني زندان کې ۳۵ کسان ووژل، په آسټرالیا کې د وسلو سخت قوانین رامنځته سول. خو په دا وروستیو کي د رسنیو د رپوټونو له مخي په هیواد کې د وسلو په شمیر کې د زیاتوالي له امله اندېښنې راپورته سوي دي.
د آسټرالیا چارواکو دا برید د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نیټه د حماس له خوا په اسراییلو باندې د برید راهیسې له اسراییلو څخه بهر د یهودانو پر وړاندې یو له خونړیو بریدونو څخه بللی دی.
یهودي مشرانو او اسراییلي چارواکو هم دغه برید د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نیټه د حماس له خوا د ترهګریزو بریدونو وروسته په ټوله نړۍ کې د یهود ضد د مخ په زیاتیدونکي څپې نښه بللې ده. اسراییلي چارواکو د یهودي ټولنو له پاره د ناکافي محافظتي اقداماتو له امله د آسټرالیا پر حکومت هم انتقاد کړی دی.
د آسټرالیا چارواکو دا برید یو ترهګریز عمل بللی دی، او د دغه هیواد صدراعظم ژمنه کړې چې د یهود ضد تعصب به له منځه یوسي.