آلمانان نور هم بډايه سوي دي
۱۳۹۶ دی ۲۸, پنجشنبهد آلمان د فدرال بانک د راپور له مخي په دغه هيواد کي د حقيقي خلکو شتمني د ۲۰۱۷م کال په دريمه ربعه کي ۵۷۷۹ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده چي دا يو پر دوهمه برخه ډېرښت ښيي. داسي گومان کيږي چي د ۲۰۱۷م کال تر پايه پوري به دغه اندازه ۶ زره ميليارده ډالرو ته رسېدلې وي.
تر ټولو زياتي پيسې لرونکي المانيان وپېژنئ
په آلماني ملياردرانو کي داسی کسان سته چي په خواريو يې زياته پانګه راټوله کړې ده. ځیني پکښي داسي هم سته چي ورته شتمنۍ په وراثت کي پاته سوي دي. Bilanz مجلې د ۱۰ مهمو آلماني ملياردرانو ليست جوړ کړی چي دلته يې کتلای سئ:
۱۰ مقام : هاينڅ هېرمان تيلس کورنۍ ـ ۸،۶ مليارد يورو
هاينڅ هېرمان تيلس د يو مقروض کس په توګه تجارت پېل کړ. هغه اوس د اورګاډو له پاره د بنسټيزو جوړښتونو جوړونکي شرکت پانګه وال او د نظارتي مشرتابه د هئيت رئيس دی. د نوموړي د کورنۍ شتمنۍ ۸،۶ مليارد يورو اټکل کيږي.
۹ مقام : هسو پلاتنر ـ ۹ مليارد يورو
د تجارتي کمپيوتري پروګرامونو د مشهوري کمپنۍ SAP مؤسس او پانګه لرونکی هاسو پلاتنر په ټوله نړۍ کي مشهور دی. د هغه شرکت د نړۍ زياتو لويو شرکتونو ته پروګرامونه جوړوي. دغه کس چي د هنر سره زياته مينه لري او هنري آثار ټولوي، شتنمنۍ يې ۹ مليارد يورو اټکل کيږي.
۸ مقام : راينهولد ويورت او کورنۍ ـ ۱۲،۲ مليارد يورو
راينهولد ويورت د داسي شرکت څښتن دی چي د ماشين جوړونې او لاسي کارونو له پاره الات جوړوي. د هغه د کورنۍ شرکت په ټوله نړۍ کي د خپلو مصنوعاتو له پاره مشهور دی. د هغه شتمنۍ ۱۲،۲ مليارد يورو اټکل کيږي.
۷ مقام : البرېخت کورنۍ ـ ۱۷ مليارد يورو
تيو البرېخت له خپل ورور کارل البرېخت سره د دويمي نړیوالي جګړې وروسته د خپل پلار کوچنۍ مغازه پراخه کړه. هغوی د دغې مغازې زياتي څانګي را وايستلې. د الډي په نوم دغه شرکت په ۱۹۶۱ پر سويلي الډي او پر جنوبي الډي وويشل سو. تيو البرېخت په ۲۰۱۰ کال کې مړ سو او کورنۍ ته يې ۱۷ مليارد يورو پاته سوې.
۶ مقام : سوزانه کلاتن ـ ۱۷،۵ مليارد يورو
سوزانه کلاتن د شتېفان کواندت خور ده. آغلې کلاتن المان کې د تر ټولو زياته پانګه لرونکې مېرمنه بلل کيږي. دغه مېرمنه د BMW موټر جوړونکي شرکت پانګه لرونکې ده. دغه مېرمنه زيات وخت د يو مجرم له خوا بلېک مېل يا تر فشار لاندي راوستل سوه او له هغې څخه يې زياتي پيسې واخيستلې. هغه ګواښ کاوه چي شخصي ويډيو به يې خپره کړي که پيسې نه ورکړي. دغه ويډيو خپره سوه او مجرم هم ونيول سو.
۵ مقام : شتېفان کواندت ـ ۱۸ مليارد يورو
شتېفان کواندت په مسلکي توګه انجينير دی. هغه د الماني موټر جوړونکي شرکت BMW د نظارتي مشرتابه د هئيت دويم کس دی. هغه ته زښتي زياتي پيسې په وراثت کي پاته سوي. نوموړي دغه پيسې د نوي ټيکنالوژۍ په شرکتونو کي سرمايه ګذاري کړي او پکښي ډېر بريالی دی. د هغه شتمنۍ ۱۸ مليارد يورو اټکل کيږي.
۴ مقام : د کارل البرېخت وارثان ـ ۲۵ مليارد يورو
الډي هغه المانۍ مغازه ده چي د «کم قيمت خو لوړ کفايت» شعار خپله بريا بولي. د دغې مغازې له دوو مالکانو څخه يو کارل البرېخت ؤ چي په ۲۰۱۴ کال د ۹۴ کالو په عمر ومړ. د هغه وارثانو ته په وراثت کي تقريبا ۲۵ مليارده يورو پاته سوې.
۳ مقام : دیتر شوارڅ ـ ۲۵ مليارد يورو
دیتر شوارڅ د مشهوري المانۍ مغازو ليډل او کاوفلانډ له لاري په ملياردونو يورو ګټلي دي. نوموړی د ليدل مغازې چي اوس په ۲۸ هيوادونو کي تر ۱۰ زرو زياتي څانګي لري، مؤسس هم دی. د شوارڅ په هکله ويل کيږي چي ډېر خاکسار او سپما کوونکی انسان دی. د هغه د شتمنیو په هکله اټکل کيږي چي ۲۵ ملياردو يورو ته به رسيږي.
۲ مقام : ماريه اليزابېت او جيورج شېفلر ـ ۲۶ مليارد يورو
د ماريا اليزابېت شېفلر په هکله ويل کيږي چي هغه غرونه ښورولای سي. دا په دې وجه چي هغې د خپل زوی سره يو کوچنی شرکت درلود چي اوس په نړيواله توګه د موټرو د پرزو جوړونکو شرکتونو څخه يو ستر شرکت دی. دغه مېرمنه ۷۶ کلنه ده او بيا هم زيات کار کوي. د هغې د شتمنيو په هکله ويل کيږي چي ۲۶ مليارد يورو ته رسيږي.
۱ مقام : ؤلفګانګ رايمن او د هغه کورنۍ ـ ۳۰ مليارد يورو
ؤلفګانګ رايمن او د هغه کورنۍ د يو شمېر مشهورو ترېد مارک لرونکي دي او په زياتو نورو کي ونډه وال دي. د وېلا، ياکوبس، سېنسيو او تاسيمو شرکتونه د دې کورنۍ ملکيت دي. د دې تر څنګ هغوی په کوټي، ګوچي، هوګو باس او يو شمېر نورو شرکتونو او ترېد مارکونو کي ونډه لري. د رايمن شتمنۍ ۳۰ مليارد يورو اټکل کيږي.
په دغو شمېرو کي نقدي شتمني، د بانکونو پانگونه، بها لرونکي پاڼي او د بيمو د شرکتونو پيسې محاسبه سوي، خو ملکيتونه پکښې نه دي حساب سوي.
په دې راپور کي د دغو سترو شتمنيو د وېش د شېوې په اړه څه نه دي راغلي، خو هغه څه چي روښانه سوي هغه دا دي چي آلمانان نور هم شتمن سوي دي.
د دغه راپور له مخي د ټولني د نغدي شتمنۍ ۴۰ سلنه په جاري او يا د سپما په بانکي حسابونو کي پرتې دي.
له دې څخه نو داسي ښکاري چي خلک له پانگونو څخه ځان ساتي او دې ته ترجيح ورکوي چي خپلي پيسې داسي وساتي چي ژر ورته لاس رسی ولري.
ويل سوي دي چي په بانکونو کي د خلکو د پيسو د ډيرښت د انفلانسيون له کبله ساتل سوو پيسو ته له ۳۵ څخه تر ۳۸ ميلياردو يورو پوري تاوان رسېدلی يا ئې خپل ارزښت له لاسه ورکړی.
dw/far(N.Z)
زموږ له ارشيف څخه:
پیسې څنگه چاپیږي؟
په ۲۰۱۷ م کال د اروپا د مرکزي بانک لخوا یو نوئ او ډیر مطمیینه ۵۰ یورويي بانک نوټ چاپ سو. دلته به تاسي ته ښکاره سي ، چي دچاپ ماشینان څنگه دعادي پُنبې څخه دغه ټولي پیسې (بانک نوټونه) چاپوي؟
پنبه او پیسې
پنبه د یورو بانک نوټونو اصلي مواد تشکیلوي. هغه دعادي کاغذونو تر موادو ډیرمقاومت لري او دهغه څخه جوړسوي بانک نوټونه که یوواري په ماشین کي پریولل سي، هم نه خرابیږي.
دکاغذونو پټ ترکیب
پنبه پاکه او پریولل کیږي او ورڅخه کاغذ جوړیږي. خو دهغه په ترکیب کي چي څشي ورگډیږی، د هغه راز پټ پاتیږي. وروسته غټ ماشینونه ددغه ترکیبي مایع موادو څخه کاغذونه جوړوي. په هغه کي د همداوس څخه لا د بانک نوټونو دنه جعلي کیدو ډیر مشخصات ورگډیږي، لکه زرین خطونه او نور.
امنیتي مشخصات
په یوه یورو بانک نوټ کي تر لسو اضافه امنیتي مشخصات ورگډیږي ، تر څو جعلي کیدل یې سخت سي. یو د هغو څخه سخت او مقاوم پلاسټیک دی، چي دلته په یوه شخصي مطبعه کي د بانک نوټونو دکاغذ سره ورگډیږي.
په ټنونو دروند فشار واردول
په چاپخانو کي په یوه مغلقه پروسه کي بیا رنگونه د کاغذو سره گډیږی. لس کیلوگرامه رنگ د تقریبأ ۴۰۰۰۰۰ شل گونو بانک نوټونو دپاره کفایت کوي. تر هغه وروسته بانک نوټونه نورو ماشیانانو ته لیږل کیږي، چي په ۸۰ ټنه فشار سره ورباندي سنگي ټاپې وهل کیږي. تر دغه دومره فشار وروسته بانک نوټونه نه یوازي په ځینو برخوکي ژوریږي، بلکه خپل رنگ هم اړوي رااړوي.
دیزاینر
راین هولډ گېر سټیتر د یورو بانک نوټونو د ډیزاین مسؤل دی. دغه الماني ډیزاینر پخوا هم د الماني مارک وروستي پنځه گوني بانک نوټونه ډیزاین کړي وه. د یورو بانک نوټونه د مختلفو اروپايي هیوادونو تاریخي دورې بیانوي. مثلأ رومانتیکي دورې ، رُنسانس، صنعتي مرحله او نور.
د هر بانک نوټ له پاره یوه نمره
اوس نو بایر پر هر بانک نوټ باندي یوه نمره ووهل سي. ددې څخه سړی پوهیږي ،چي هغه چیري چاپ سوی دی. په اروپا کي تقریبأ لس چاپخانې پیسې چاپوي. تر یوه مشخص کودنمبر وروسته پیسې د یورو د زون پر مختلفو اروپايي هيوادونو باندي تقسیمیږي.
د پیسو د چاپ پر سر رقابت
پخوا به هر دولت په اتوماتیک ډول خپل داخلي مشتري ته د بانک نوټونو د چاپ فرمایش ورکاوه. خو اوس د اروپا مرکزي بانک د اروپا په سطح خپل فرمایشونه داوطلبی (بولۍ) ته ورکوي. دا کار پر هغو چاپخانو باندي فشار راوړي، چي د پیسو چاپ ورته گران تمامیږي. ځکه نو المانۍ چاپخانې (Giesecke & Devrient) په مونشن کي خپله یوه چاپخانه وتړله او ۷۰۰ کسان یې بیکاره کړل. خو د لایپزیک په ښار او مالیزیا کي یې پرېښوله.
په اروپا کي بانک نوټونه ډیر نه استعمالیږي
د پخوانیو بانک نوټونو پرخلاف د یورو نوي بانک نوټونه د رنگونو یواضافه قشر هم لري،چي له کبله یې ژر نه زړیږي. خو نوي تکنالوژۍ په مرور سره د زمان د چاپخانو معامله هم خرابه کړې ده. پر دې سربیره اوس په اروپا کي د بانک نوټونو څخه ډیر کار نه اخیستل کیږي او په عوض یې بانکي کارټونه استعمالیږي. خلگ د ځانو سره نقدي پیسې نه ساتي. خو داروپا برعکس بیاپه نورو هيوادونو کي د بانک نوټونو څخه ډیر کار اخیستل کیږي.
د زړو پیسو څخه د ږغونو د تیریدو د موانعو استفاده
مخکي تردې چي پیسې بازار ته راووزي او په کار ولویږي ،دیوې ډیري چټکي ډیجیتل کامرې څخه تیریږي. هغه بانک نوټونه چي ددغه امتحان څخه را ونه وزي، میده کیږي او ورڅخه یو ډول کاکونه جوړیږي. هغوی وروسته د مثال په دول په داسي دیوالونو کی کاریږي، چي باید ږغ ورڅخه تیر نسي. مثلأ د ریلگاډو یا سړکونو څنگ دیوالونوکي. که بانک نوټونه تر څو کلونو وروسته زاړه سي، نو هم عین معامله ورسره کیږي.
یو ۵۰۰ یورو بانک نوټ په ۱۶ سِنته چاپیږي
بانک نوټونه بسته کیږي او د هر اروپايي هیواد مرکزي بانک ته لیږل کیږي. هر بانک نوټ د ۷ څخه تر ۱۶ سنتو پوري چاپیږي او قیمتونه یې په امنیتي مشخصاتو پوري مربوطیږي.
ډیري جعلي پیسې په جریان کي دي
د چاپ پر دغي ډیري مغلقي پروسې او امنیتي مشخصاتو سربیره جعلکاران پردې باندي کمیابه کیږي، چي کال په کال په سل هاوو زره جعلي پیسې راوباسي. پروسږکال دومره یورو بانک نوټونه جعلي سوي وه، چي په ۲۰۰۲ م کال کي دهغه د راخلیدو راهیسي یې سابقه نه درلوده. د اروپا مرکزي بانک په ټوله نړی کي د۹۰۰۰۰۰ جعلي بانک نوټونو بازار ته راوتلل ثبت کړي دي.
۵۰۰ یورو بانک نوټ نور نه چاپیږي
نوي یورو بانک نوټونه به تر ټولو دمخه یوشی ولري: هغه به ډیراطمیناني او اسانه نه جعلي کیږي. په ۲۰۱۳ م کال کي لمړی پنځه، په ۲۰۱۴ کال کي لس او په ۲۰۱۵ کال کي شل یورويي نوي بانک نوټونه چاپ سول. پنځوسئ به د ۲۰۱۷ م کال کي په سر کي چاپ سي. ۱۰۰ او ۲۰۰ یورو بانک نوټونه به بیا تر هغه وروسته د یوه کال په تفاوت سره چاپ سي. خو۵۰۰ یورو بانک نوټونه به نور نه چاپیږي.