1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ډیری نارینه د کورني تاوتریخوالي له امله مرسته غواړي

گل غوټۍ پوپل | کاتولیکي خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۶, سه‌شنبه

ه گډ ژوند کې تاوتریخوالی نارینه هم اغیزمن کوي. په آلمان کې له ۲۰۲۱ م کال راهیسې د مرستې په لټه کې دغه ډول نارینه وو شمیر درې چنده سوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د هغوی د ساتنې له پاره خدماتو کې ستره تشه موجوده ده.

د آلمان پولیسو تیر کال په ټول هیواد کې د کورني تاوتریخوالي نږدې ۲۶۶ زره قربانیان شمیرلي دي.
آلمان:مخ په زیاتیدونکي توگه نارینه د کورني تاوتریخوالي له امله مرسته غواړيانځور: Ute Grabowsky/photothek/imago images

په آلمان کې په گډ یا فامیلي ژوندانه کې له تاوتریخوالي سره مخامخ نارینه مخ په زیاتیدونکي توگه د مرستې په لټه کې دي. لکه څنگه چې د نارینه وو د تاوتریخوالي د مخنیوي د همږغۍ دفتر د سه شنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اکتوبر ۲۸ مه) په برلین کې د نوومبر پر دریمه د نارینه وو د ورځې په مناسبت اعلان وکړ، تیر کال ددغه ډول تاوتریخوالي سره مخامخو ۷۵۱ نارینه وو د مشورې یا د امن ځای د ترلاسه کولو له پاره د نارینه وو له پاره د ځانگړي خوندیتوب مرکزونو ته مراجعه کړې ده. له هغه څخه یو کال مخکې یې شمیر یوازې ۵۳۳ تنه او په ۲۰۲۱ کال کې فقط ۲۵۱ وو. په ۲۰۲۴ م کال کې ۱۲۶ نارینه وو د امن په کورونو کې یو ځای تر لاسه کړی دی. ۲۵۶ نارینه باید د ځای د کمښت له امله جواب سوي وای. 

اړوند: ورځپاڼه: په المان کې کورنی تاوریخوالي تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی

د تخصصي ادارې احصایې یوازې هغه قضیې منعکس کوي چې پکښې د کورني تاوتریخوالي څخه اغیزمن سوي نارینه وو د ساتنې مرکز ته مراجعه کړې ده. کارپوهان په دې برخه کې د ملاتړ د سیسټم د پراخولو غوښتنه کوي. پدې وروستیو کې، په ټول هیواد کې یوازې ۱۷ اپارتمانونه موجود وو چې په مجموعي ډول یې ۵۵ ځایونه درلودل. هغوی باید له ۱۶ فدرالي ایالتونو څخه یوازې پر شپږو ویشل سوي وای. په عین وخت کې، متخصصه اداره دې ته اشاره کوي چې  ښځې په ښکاره ډول په تکرار او ډیرې سختې اغیزمن کیږي. له همدې امله د ښځو له پاره د ملاتړ سیسټم یو مرکزي ټولنیز مسؤلیت پاته دی. کورنی تاوتریخوالی کیدای سي فزیکي، جنسي یا رواني وي.

د آلمان د جنايي پولیسو د دفتر په وینا، پولیسو تیر کال په ټول هیواد کې د کورني تاوتریخوالي نږدې ۲۶۶ زره قربانیان شمیرلي دي. له هغوی څخه یې د کوچنیانو په شمول شاوخوا ۳۰ سلنه نارینه وو. کارپوهان اټکل کوي چې د اغیزمن سوو کسانو شمیر په واضح ډول تر هغه ډیر لوړ دی ، لکه څنگه چې د پولیسو له خوا ثبت سوي دي.

 

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل