1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني رسنۍ دغزې تراډې ته د لاس رسي غوښتنه کوي

۱۴۰۳ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

د اسرائیل او مصر مشرتابه ته په یوه اپيل کې، د آلماني رسنیو مدیرانو، رئیسانو او صنعتي سازمانونو د جګړې له ډګر څخه د خبریالانو پر "تقریبا مطلق ایستلو" انتقاد کړی دی.

Journalist bei Kriegsberichterstattung
انځور: Xinhua/IMAGO

آلماني رسنیو د اسرائیل  او مصر له حکومتونو څخه غوښتي دي چي ښځینه او نارینه خبریالانو ته دي پرته له کوم خنډ څخه د غزې تراډې ته د ورتگ اجازه ورکول سي.

د رسنیو د مدیرانو، رئیسانو او د جرمني د لومړۍ رسنۍ ARD مشر کای گنیفکه، له خوا په لاسلیک سوې غوښتنلیک کي راغلي دي: «د یوه داسي نړیوال ستر بحران پروخت، د رسنیو تقریباً مطلق حذفول په دا وروستي تاریخ کي بې ساري بلل کیږي.»

هغوی وايي، هر هغه څوک چي په دغه جگړه کي خپلواک رپوټ ورکول ناممکن کوي، خپل اعتبار ته زیان رسوي: «هر هغه څوک چی موږ د غزې په تراډه کي له کار کولو څخه منع کوي، د دې له پاره زمینه برابروي چي له بشري حقونو څخه سرغړونه وسي. رسنۍ په نړیواله کچه د بیلابیلو کړکیچنو په ارزونو او تحلیلونو کي له لسیزو راهیسي تجربې لري او د جگړې اړخ نه دي.»

د اسرائیل د دې دلیل په جواب کې چې په غزه کې وضعیت ډېر خطرناک دی، هغوی وویل چې اداري ټیمونه په ساحه کې د رپوټ ورکولو له خطر څخه خبر دي. مګر دوی بیا هم چمتو دي چي هغه پر ځان ومني.

د اسرائیل  صدراعظم، بینیامین نتانیاهو او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته دغه غوښتنلیک، د نورو ترڅنگ د "څایت "، "شپیگل"، "شتیرن" ، "ویلټ " ، "زیوډ دویچه څایتونگ " او همدارنگه د ARD ,  ZDF، RTL،  NTV ، Arte او د دویچه ویله او آلمان خبري آژانس د رسنیو  مدیرانو او رئیسانو  لاسلیک کړی دی.

د دې غوښتنلیک ملاتړ بې سرحده خبریالانو سازمان او د آلمان د ژورنالیستانو ټولنې هم کړی دی.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب