1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني سازمان د مهاجرو د جذب په برخه کې نوښتګر سازمان

۱۳۹۶ بهمن ۲۲, یکشنبه

په آلمان کې د مهاجرو له پاره يو ستونزمن کار، د کار بازار ته لاره موندل دی. آلمانۍ کمپنۍ هم د «مهاجرو استخدام ته دومره زړه نه ښه کوي». خو اوس د«سوسيال بي» په نوم يو سازمان مهاجرو سره مرسته کوي چې ثابتو شرکتونو ته جذب شي.

Social Bee -  soziales Start-Up aus München, das Geflüchtete in Jobs vermittelt:  afghanische Flüchtling Masood Sutanzadeh
انځور: Social Bee
د «سوسيال بي» سازمان يو تن نوښتګر،دواس ماکسیمیلیان فلسنرانځور: Social Bee

مسعود سلطان زاده يو افغان مهاجر دی چې د ميوو د ترتيپ د تنظيمولو په برخه کې کار کوي. آلمان ته تر راتلو د مخه د هغه په ذهن کې هم نه ګرځيده چې يوه ورځ به دا ډول کار ترسره کوي. دغه ۲۴کلن ځوان د آلمان د مونشن ښار په يوه سوپرمارکيټ کې کار کوي. هغه د کار ترڅنګ هڅه کوي چې مشتريانو سره د خبرو کولو له لارې آلمانۍ ژبه هم تقويه کړي. سلطان زاده وايي: «زما هدف ډير ساده او مشخص دی.» هغه زياتوي: «زه غواړم د يو نورمال انسان په څير ژوند وکړم، کار وکړم او دلته پاتې شم. ما له پاره تر هر څه امنيت اړين دی.»

«ټولنيز موقتي کار» څه دی

مسعود په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره د برقي په توګه کار کاوه. په همدې دليل هغه د وسلوالو طالبانو له خوا تر ګواښ لاندې نيول شوی وو. هغه په ۲۰۱۵ کال کې دې ته اړ شو چې د مهاجرت لاره غوره کړي. هغه د ايران له طریقه ترکيې او بلاخره له هغه ځایه د بالکان سيمې هيوادونو له لارې آلمان ته ورسيد. هغه په هماغو لمړيو ورځو کې په دې وتوانيد چې د آلماني ژبې د زکړې په کورس کې ځان شامل کړي. مسعود شاوخوا یو کال وروسته د کار موندنې په لټه کې شو. هغه اوس په دې پوه شوی چې د آلمان د کار په بازار کې د کار موندل څومره يو ګران کار دی.

هغه وايي: «منفي ځوابونه به مې تر لاسه کول او د کار ډيرو درخواستونو ته به مې ځواب نه راکاوه.» هغه تر ډيرو هڅو وروسته بلاخره په دې وتوانيد چې په مونشن د «سوسيال بي(Social-Bee)» لخوا يو «ستارت اپ» یا «د نوې مفکورې کار» ترلاسه کړي.

د «سوسيال بي» موسسان دواس ماکسيميليان فلسنر او د هغه ميرمن زارا برون نه شو کولای وويني چې د کار په بازار کې د سلونو زرو مهاجرو د جذبيدا بهیر ډير سست روان دی. په همدې دليل هغوي یو نوښت تر لاس لاندې ونيوه او د «موقتي ټولنيز کار آژانس» يې جوړ کړ. دوی په اصل کې دغه آژانس جوړ کړ تر څو يې د مهاجرو او د آلمان د کار بازار تر منځ يو ارتباطي پول رامنځ ته کړی وی.

«موږ د ارتباط په توګه عمل کوو»

د «سوسيال بي» له نوښتګرانو څخه فلسنر وايي چې د دغې موسسې کاري اصول ډير ساده دي. هغه وايي: «موږ مهاجر ګمارو او بيا يې هغوی د کار له پاره نورو شرکتونو ته ورکوو.» دغه موسسه همدا ډول په تعليمي، د ژبې د تقويې او د لا زياتو مهارتونو د روزنې په برخه کې هم ملاتړ کوی. سربيره پر دې، «سوسيال بي» په پرله پسې توګه مهاجرو ته د هغوي اجورې او معاشونه اجرا کوي.

فلسنر وايي چې د دوی موخه دا ده تر څو «سوسيال بي» وشي کړای د ۱۸ مياشتو په موده کې مهاجر کارکونکي دې ته چمتو کړي چې وشي کړای د دوی په همکارو شرکتونو کې ځانته کارونه پیدا کړي. هغه وايي په دې پروګرام کې تر ټوله ښه ټکی دا دی چې «موږ په دې توانيدلي يو چې شرکتونو له پاره د مهاجرو ټولې ادارې چارې حل کړو او د مهاجرو اړوند چارې هغوی ته اسانه کړو.» د «سوسيال بي» د نوښت د بنسټګر په وينا، ډیری شرکتونه نه غواړي چې د مهاجرو په اداري چارو کې ځانونه ډير ډوب او مصروف کړي. هغوی همدا ډول تر ډيره بريده نه پوهيږي چې يو مهاجر څرنګه د کار له پاره ونيسي.

«سوسيال بي» غواړي چې دغه تشه ډکه کړي او د «ټولنيز ارزښتونو» په توګه يو لړ خدمتونه وړاندې کړي. د «سوسيال بي» دغه قدام د يو شمير کمپنيو له پاره د قناعت وړ واقع شوي دي. د دوي همکار شرکتونه لوېې کمپنيانې لکه: الدي، ورت، زپلين، یا سیس مکروتيک دي. خو د دې سربيره، ځينې کوچني شرکتونه لکه: ګروس روم مونشن هم خپله علاقمندي ښکاره کړې ده.

فلسنر وايي چې په دې برخه کې تر ټولو مهم ټکي د «غوښتنو مديريت» دی. هغه وايي ځينې کمپنيانې داسې فکر کوي چې کله دوی له خوا يو مهاجر په کار ګومارل کيږي باید ډير منندوي او تر يوه حده په کار کې چټک وي. دغه ډول غوښتنې او توقعات د افرادو تر منځ د جنجالونو د راولاړيدو سبب واقع کيږي. فلسنر زياتوي: « موږ د حائل او واسطې په څیر عمل کوو. له يوې خوا باید مهاجر کارګر شرايطو ته آماده کړو او له بل لورې شرکتونو سره مرسته وکړو تر څو يې دغو کارګرانو ته ښه پوهاوی کړی وي.»

سږکال ۱۰۰ تنه مهاجر په کار ګومارل شوي

د «سوسيال بي» په نوم نوښت توانيدلی چې تر اوسه ۵۰ مهاجر د خپل پروګرام تر پوښښ لاندې ونيسي.  د دې کسانو له ډلې څخه نيمايي توانیدلي دي چې په ثابتو کمپنيو کې ځانته کارونه پیدا کړي. فلسنر وايي: «موږ غواړو د د روان میلادي کال تر پایه پورې تر ۱۰۰ پورې همکاران ولرو، همدا ډول د [مونشن علاوه] په نورو ښارونو کې هم.» هغه هیله څرګنده کړه چې هر څه به په ښه توګه مخته ولاړ شي، او په راتلونکو دروو کلونو کې د دوي د سازمان له خدماتو څخه تر ۱۰۰۰ پورې کسان ګټه پورته کړي.

د آلمان په ايسين ښار کې د يو افغان مهاجر دوکان. عادي دوکانداري له پاره هم د سند لرل اړين ده.انځور: DW/K. Saleh

فلسنر په دې اړه لا وضاحت ورکړ: «له ۹۰ سلنې څخه زيات کسان چې موږ سره کار کوي، اوس ثابت کارونه لري او يا يې د کسبونو د زدکړې روزنيزې دورې (آوس بيلدونګ) پیل کړي او يا دا چې زدکړې او پوهنتون ته يې مخه کړې ده.»

په هر حال، اوس افغان مهاجر مسعود دې ته تيار دی چې د «سوسيال بي» ابتکار په اړه نورو مهاجرو ته هم معلومات ورکړي. هغه وايي: «زه  دلته خپل ځان د کورنۍ د يو غړي په توګه احساسوم.»

په هره برخه کې د پوهاوي ورکړه

څرنګه چې دغه وضعيت په ټول آلمان کې شتون لري، د «سوسيال بي» نوښتګران پر يو خاص ټکي فکر کوي. دوي وايي چې په جلا جلا برخو کې پوهاوی ترسره شي تر څو شرکتونه د مسعود په څير کارکونکي په کار وګماري. د دغه کاروبار شعار دا دی: څوک چې توانيدلې د مهاجرت خطرناکې لارې ووهي، کولای شي په کاري موقف کې هم بريالی وي. اريريتريايي مهاجر زیري جي وايي: «زه د خپلو ۸۵ تنو ملګرو سره مې په يوه وړه بادي کشتۍ کې سپور وم او په دې بريالي شوم چې روغ ووځم.» هغه وايي: « زه د ېوې کاري ډلې غړی يم.»

مسعود د زرونو مهاجرو له ډلې څخه يو دی چې د کار په بازار کې سختۍ کلکې ګالي. وروسته له هغې چې د هغه د پناه غوښتنه رد شوې وه، هغه د څو مياشتو له پاره انديښمن وو چې نشي بيرته افغانستان ته ديپورت کړل شي.  مسعود وايي: «د سوسيال بي سازمان له مرستې پرته، ما په حقيقت کې نه شو کولای چې شپي خوب ولرم.» اوس چې هغه په يوه سوپرمارکيت کې کار کوي خپل ځان ځواکمن او ډاډمن احساسوي.

دویچه وله / ع. ح/ م.ک.ص

د آلماني ژبې د زدکړې او آلمان کې دکار موندنې په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب