د آلمان د کار ورکولو اتحاديې مشر وايي چې دی په آلمان کې د پام وړ لوړ شمير مهاجرو له خوا د کارونو موندلو او په روزنيزو دورو کې د هغو شامليدل، حيران کړی دی. د هغه په آند مرکل په آلمان کې د مهاجرو راتلونکې ښه ارزولې وه.
اعلان
د آلمان د کارورکونکو د اتحاديې مشر انګو کرمر آلمانۍ ورځپاڼې «آګسبورګر آلګماينن» ته ويلي دي، کله چې انګلا مرکل ويل «موږ بريالي کيږو» دا يې حق وو. د هغه اشاره د مرکل هغې خبرې ته ده چې په ۲۰۱۵م کال کې يې کړې وه. مرکل هغه مهال د مهاجرو پر مخ د آلمان دروازې پرانيستې پريښودې او تل به يې دغه خبره «چې موږ بريالي کيږو» تکراروله. په دغه کال له يو ميليون څخه ډير مهاجر آلمان ته دننه شول.
مرکل د مهاجرت سياست له پاره يې، تل د هغې د اتحادي ګوند يعنې مسیحي دموکرات او د آلمان د ښي اړخو له خوا تر نيوکو لاندې نيول شوی ده، خو دې سره سره هغه هيڅ کله له دغه وضعيت ستړې نه شوه او پر خپله خبره يې چې هيواد به يې د مهاجرو په چارو کې «بریالی» وي، ټينګار کړی.
د آلمان د کارورکونکو د اتحاديې مشر ويلي دي: «له دغه يو ميليون کسانو له ډلې څخه ۴۰۰ زرو يې يو کار په لاس راوړی دی او يا هم په يوه روزنيزه دوره کې شامل شوی دی. زه په خپله دغه ډول چټک پرمختک حيران کړی یم.»
د هغه په خبره، ډيری ځوان مهاجر په دې توانيدلي دي چې په يوه کال کې آلمانۍ ژبه تر يوه حده ښه زده او د کار په روزنيزو دورو کې شامل شي. د دغو مهاجرو نژدې اکثريت برخه يې په هغو کارونو کې جذب شوي چې ټولنيزې بيمې هم په بر کې لري. د آلمان د کارورکونکو د اتحاديې مشر ټينګار کړی چې «د دغو مهاجرو ډيره برخه اوس د آلمان د اقتصاد بنسټ پر يوه ستنه بدل شوي دي.»
په آلمان کې ډیری متوسط شرکتونه د پرسونل له کمښت سره مخ دي. دوی تمه لري چې د مهاجرت نوی قانون به د دغې تشې په ډکولو کې مرسته وکړي. د آلمان د مهاجرت نوی قانون په دغه هيواد کې د بهرنيو مسلکي او متخصصو کسانو د منلو په اړه دی.
د آلمان د کار آژانس هم څو مياشتې مخکې دې ته ورته بيلانس خپور کړی وو. د دغه آژانس آمارو هم ښودلې، هغه کارونه چې ټولنيزې بيمې هم په بر کې لري او په هغو کې مهاجرو ګمارل شوي دي، شمير يې د يوه کال په دننه کې په چټکۍ سره پورته تللی او دا له هغه حده چې تمه يې کېده، پورته دی.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د کوم مسلک خلک په آلمان کې ژر کار ترلاسه کولی شي؟
په آلمان کې په یو شمیر کاري رشتو کې چې د پرسونل کمبود وي، له بهرنیانو څخه غوښتل کیږي چې په دغه هیواد کې د کار کولو ځانګړي اجازه ترلاسه کړي. خو په کومو برخو کې دوی کولی شي بی له تحصیلي اسنادو هم کار وکړي؟
انځور: Colourbox/Monkey Business Images
داکتر
په دې څانګه کې کار د مقرراتو پر بنسټ تنظیم شوی یعني په دې برخه کې د پوهې سطحه باید د آلماني معیارونو سره برابر وي. هغه داکتران چې له اروپایې اتحادیې څخه بهر آلمان ته راغلي دي په دې هیواد کې د کار له پاره باید اجازتنامه ترلاسه کړي. دغه اجازتنامه کیدای شي موقتي او یوازې په هغه ایالت کې اعتبار ولري چې دغه اجازتنامه یې ورکړې. بله نا محدوده اجازتنامه ده چې د هغې ترلاسه کولو له پاره باید امتحان ورکړي.
انځور: Colourbox/Monkey Business Images
نرس
په دې رشته کي سړی کولی شي یوازې د ایالتي ادارو له اجازتنامې سره کار وکړي، خو د یوې ازموینې ورکول اړين دي. یو شمیر درسي پروګرامونه او کاري تجربي د جبران وړ دي، خو که چیرې دغه توپير ډیر زیات وي بیا نو باید یوه تخصصي آزمونه ورکړي او یا هم یوه دری کلنه روزنیزه دوره بشپړه کړي. نرسان یا نرسانې هم باید په روزمره ژوند کې کاریدونکي آلماني او طبي اصطلاحاتو سره آشنایې ولري.
انځور: Colourbox
انجینر
په آلمان کې د انجینر په توګه د کار کولو له پاره حتمي نه ده چې د دغه شخص د انجینرۍ خارجي دیپلوم دې په رسمیت پیژندل شوی وي. کار ورکونکی شرکت په خپله پریکړه کوي چې آیا نوموړی شخص چې د کار ترلاسه کولو غوښتنه یې کړې یو مناسب کس دی او که څنګه؟ په عین وخت کې د یوه مسلک په برخه کې تخصص د کار په بازار کې جانس زیاتوي.
انځور: Fotolia/ imageteam
د کمپوټر متخصص
د دې مسلک له پاره تر اوسه بورې خاص قوانین نه دي وضعه شوي. د یوه کاري ځای د موجودیت په صورت کې هر څوک چې ځان مناسب بولي خپل غوښتنلیک دي واستوي. د ۲۰۱۶ کال د احصایو له مخې په دې برخه کې متخصصیونو ته تقاضا ډیره شوی ده.
انځور: DW/Sven Falge
د حرفوي زده کړو متخصصین
د ۳۰۱۳ م کال را په دیخوا د آلمان د کار د چارو وزارت په آلماني شرکتونو کې د مسلکي کارګرانو له پاره شرایط آسانه کړي دي. د هغو شمیرو له مخې چې د ۲۰۱۶ م کال په سپټمبر میاشت کې اخیستل شوي دي مسلکي بهرنیان تر ټولو زیات د فلزکارۍ، د پرزو نصبولو، د برښنا ټکنالوژۍ، پایپ جوړونې، چت جوړونې او نورو ساختماني برخو کې له دغو آسانتیاو څخه ګټه اخیستې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas
تحصیل یافته متخصصین
د دې رشتو متخصصین باید په آلماني ژبه پوه اوسي او په خپله رشته کي یې لوړی زده کړې کړي وي. که څه هم د دوی د تحصیلي اسنادو تائید حتمي نه دی خو د کار په چارو کې د آلمان فدرالي اداره سپارښتنه کوي چې د بهرنیانیو متخصصینو دیپلومونه باید له آلماني معیارونو سره سم وي. دغه اسناد د سوداګرۍ او صنایعو ادارې له خوا ارزول کیږي او شاوخوا دری میاشتې وخت نیسي.
انځور: Fotolia/Marco2811
کوم ځای ته باید مراجعه وشي؟
پر دې د پوهیدلو له پاره چې آیا ستاسي دیپلوم چي له آلمان څخه مو بهر اخیستې دی په رسمیت پيژندل کیدو ته اړتیا شته او که نه، د دې انټرنټي ادرس www.anerkennung-in-deutschland.de دې برخې Anerkennungsfinder ته مراجعه وکړئ. همدارنګه په دې ادرس کې هغه آژانسونه موندلی شئ چې ستاسي اسناد ارزوي.