آلماني لوبغاړي د ژمي المپيک سياليو ته تيار دي
۱۳۹۲ بهمن ۱۴, دوشنبهد جاپان د ناګانو په ښار کې د ۱۹۹۸ کال د المپيک تر ژمنیو سیالیو وروسته، دا لومړی وار دی چې آلمان د ښځینه لوبغاړو په ډیر لوړ شمیر سره د روسيې په سوچي ښار کې د المپيک په ژمنیو سیالیو کې برخه اخلي.
د آلمان د المپيک اتحادیه په مجموع کې ۱۵۱ تنه لوبغاړي « موږ د آلمان له پاره» تر شعار لاندي د المپيک د ژمنیو سیالیو په ۲۲ مه دوره کې د ګډون له پاره استوي.
دغه سیالۍ د فرورۍ میاشتې له ۷ څخه تر ۲۳ نیټې پوري د روسيي په سوچي ښار کې د تورې بحیرې پر غاړه ترسره کیږي. د آلمان د المپيک اتحاديي ریاست چې په فرانکفورت ښار کې موقعیت لري خپل ۷۶ تنه ښځینه او ۷۵ تنه نارینه لوبغاړي د مډالونو د ترلاسه کولو په موخه روسيې ته استوې.
د دغې اتحاديي نوی مشر الفونز هورمن، وايي:«موږ له یو ډیر ځواکمن او لیواله ټیم سره د سوچي پر لور روان یو، او په داسی سیالیو کې د ګډول له پاره ځو چې یقیناً د هیڅ چا له پاره به اسانه نه وي. په دغو سیالیو کې د ګډون د امتیاز ترلاسه کولو په موخه ترسره شوو مسابقو وښودله چې موږ نه یوازي دا چې اماده یو، بلکې کولای شوې چې د خپل ټیم پر بریالیتوب ډاډه اوسو».
ویسپر:«چيلينجونو ته نه تسلیمیدل»
دغه خوښی مخکې د سیالیو له پيلیدو څخه د ترورستي بریدونو د ګواښونو تر سیوري لاندي راغلي دي. د آلمان د المپيک د عمومي اتحاديي مشر میشایل ویسپر په خبره په کوم ډول چې د احتمالي ترورستي بریدونو څخه د امریکايي لوبغاړو د ژغورنې له پاره پروګرامونه په پام کې نیول شوې دي د آلماني ټیم له پاره نشته. نوموړی وايي:
«موږ د تهدیدونو پر وړاندي سر نه کښته کوو. طبیعي ده چې دا مساله مو په پام کې نیولې. په دې اړه مو ډیري خبري کړي او موږ د خپل کوربه هیواد پر چارواکو باور لرو چې د ټولو ټیمونو، نارینه او ښځینه لوبغاړو او نندارچیانو امنیت تامینوي.»
ویسپر زیاتوې چې دغه موضوع به په ځانګړي توګه د آلمان ټیم ته مخکې تر دې وویل شي چې د فيبرورۍ میاشتې پر ۴ نیټه هلته حاضر شي.
« لکه څرنګه چې په تیرو وختونو کې د لندن، پيکنګ او وانکوور په سیالیو کې ترسره شوي وې، په هم هغه ډول به دا ځل هم لوبغاړو ته د سیالیو د سیمي د وضعیت او په هغه ځای کې د چلن په هکله معلومات ورکړل شي.»
لوی ډاډ
د آلمان ورزشي ټیم غواړي لږترلږه هغه اندازه بریا ترلاسه کړي چې څلور کاله مخکې يي د کاناډا د وانګوور د المپیک په سیالیو کې ترلاسه کړې وه. الفونز هورمن وايي:« په دې هدف کې هیڅ بدلون نه راځي.» نوموړی زیاتوي:« د آلماني لوبغاړو له پاره د مډالونو د ترلاسه کولو تر څنګ، درجه بندي د دوی د ورزشي ژوند په برخه کې ډیر ارزښت لري.»
په کاناډا کې د ۲۰۱۰ کال د المپيک په سیالیو کې ۵۸ ښځینه او ۹۵ نارینه آلماني لوبغاړو په مجموع کې ۳۰ مډالونه خپل هیواد ته راوړل. په دغو مډالونو کې ۱۰ د سرو، ۱۳ د سپينوزرو، او ۷ د زیړو یا برینزو مډالونه شامل ول.
امریکا متحده ایاتو په دغو سیالیو کې ۹ د سرو ۱۵ د سپينوزرو او د ۱۳ د ژړو مډالونو په ترلاسه کولو سره دریم مقام ترلاسه کړې وو.
ویسپر وايي چې په سږنیو سیالیو کې آلماني غوره کړل شوې لوبغاړي د تیرو په پرتله څو واره ډیر چانس لري. نوموړی وايي چې پر لوبغاړو د بهرني فشار اچول یو ناسم کار دی، ځکه هر یو له دوی څخه په دې هڅه کې دی چې تر ټولو لوړ مقام ته ورسیږي.