پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.06.2016):
انځورونه: په يونان کي د مهاجرو روژه مات
و اروپا ته له سوريې، عراق او افغانستان څخه تر ټولو زيات مهاجر راغلي دي. زياتره دغه مهاجر مسلمانان دي او اکثره يې روژې نيسي. اتن ته نژدې د مهاجر کمپ روژه ماتی په دغو انځورونو کي ليدلای سئ.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center
د يونان و پلازمېني اتن ته نژدې په ريتسونا کمپ کي دغه مهاجره کورنۍ له هيواده ليري روژه ماتوي. زياترو دغو انسانانو د جنګ او جګړې له کبله خپل هيوادونه پرې ايښي او و اروپا ته د امن او سولې په تلاښ راغلي دي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center
په کمپ کي نه يوازي دا چي مسلمانان بلکه د نورو اديانو سره تړاو درلودونکي مهاجر هم ژوند کوي. اکثره مسلمان مهاجر خپل ورځني عبادات په خپلو خيمو او يا د خيمو مخي ته ادا کوي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center
په کمپ کي د ننه يو ځای و عبادت ته ځانګړی سوی دی. د مېرمنو له پاره په دغه عبادتځي کي مسلماني ښځي د روژې د مياشتي په ترڅ کي خپل عبادات او د قرآن پاک وظيفه کوي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center
په کمپ کي د پخلي له پاره له ايسټوپونو څخه کار اخيستل کيږي. که څه چي چارواکي په دې ترڅ کي د اور لګېدنې له احتمالي ګواښ څخه اندېښمن وي، خو پناه غوښتونکي په زیاته بيا د روژې په مياشت کي خپل خوراک خپله چمتو کوي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center
يو شمېر مهاجر په زياته د ديني او مذهبي مهمو نېټو او ورځو پر وخت په خپل پلرني هيواد پسي زيات خفه وي. بعضي مهاجر د خپلو اولادونو د راتلونکي او د خپل کلتور، عنعنې او دين او مذهب سره د خپل اولاد د راتلونکو اړيکو په تړاو هم اندېښمن وي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center
مرستندويان د مسلمان مهاجرو سره مرسته کوي چي د روژې په مياشت کي د روژه مات له پاره اړين غذايي توکي انتخاب او تر لاسه کړي. مسلمان مهاجرين په زياته بيا د روژې په مياشت کي د خپلو دينو اصولو سره سم تيار سوو حلالو خوړو تر لاسه کولو له پاره هڅه کوي.
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center
بعضي مرستندويان مسلمان مهاجرو ته د روژې په مياشت کي ځانګړي خوراکي توکي برابروي لکه خورما او داسي نور.