1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلماني پوځ له چین څخه ۱۰ میلیونه طبي ماسکونه آلمان ته راوړل

۱۳۹۹ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

د دوشنبې په ورځ د فدرالي آلمان پوځ وویل چې له چین څخه یې لس میلیونه ماسکونه آلمان ته را انتقال کړي. د آلمان پوځ ویلي چې یاد ماسکونه یې د انتونوف ۲۲۵ ډوله الوتکو د دریو پروازونو په واسطه هیواد ته لیږدولي.

Deutschland Leipzig Coronavirus - Bundeswehr bringt Schutzmasken
انځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt

د فدرالي آلمان پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې د کرونا وبا سره د مبارزې پر مهال یې له چین څخه ۱۰ میلیونه طبي ماسکونه جرمني ته را انتقال کړي دي. د دغو طبي ماسکونو د سترې جوپې د ترلاسه کولو له پاره د آلمان دفاع  وزیره میرمن انه ګرت کرامپ کرنباور، په خپله د لایپزیک هوايي ډګر ته ورغلې وه. ټاکل شوې چې دغه ماسکونه به د آلمان د روغتیا پر ایالتي وزارتونو وویشل شي. زیاته شوې چې دغه ماسکونه له چین څخه د واردیدونکو ۲۵ میلیونو ماسکونو لومړۍ جوپه ده چې آلمان ته رسیدلې ده.

په آلمان کې د طبابت په برخه کې د ماسکونو پر اړتیا سربیره، د دوشنبې له ورځې وروسته په ټول آلمان کې خلک اړ دي چې په مغازو کې د توکو د رانیولو، د عامه ترانسپورت د استفادې پرمهال او نورو عامه ځایونو کارونې پر مهال ماسکونه واچوي.

انځور: Getty Images/AFP/R. Hartmann

د آلمان د دفاع وزیرې د خپلو خبرو په ترڅ کې د محافظتي تجهیزاتو پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په آلمان کې د کرونا ویروس له کبله د رامنځ ته شویو محدودیتونو نرمښت د محافظتي تجهیزاتو په شتون پورې تړلې موضوع ده. د میرمن کارنباور په خبره، د آلمان پوځ دې د کرونا وبا سره د یوې اوږدې مبارزې له پاره چمتو اوسي: «په هغو ځایونو کې چې ملکي ساختارونه تر فشار لاندې راځي، د آلمان پوځ به د مرستې له پاره چمتو وي.»

اوسمهال په آلمان کې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې شاوخوا ۱۵ زره آلماني سرتیري په دنده ګمارل شوي دي.

د آلمان پوځ له چین څخه ماسکونو د ۲۲۵ ډوله انتونوف الوتکو په دریو پراوزنو کې آلمان ته راوړي دي. دغه الوتکي په نړۍ کې د سترو ترانسپورتي الوتکې له ډلې څخه شمیرل کیږي. په عادي حالاتو کې د آلمان پوځ له دغو الوتکو څخه افغانستان یا د مالي په څیر هیوادونو کې خپلو سرتیرو ته د پوځي تجهیزاتو د انتقال په برخه کې کار اخلي.

انځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt

وروسته له هغې چې د روان کال د مارچ میاشتې په نیمايي کې د آلمان د روغتیا فدرال وزارت له چین څخه د دغو ماسکونو د انتقال د مرستې غوښتنه وکړه، د آلمان پوځ د یادو ماسکونو د انتقال له پاره چمتو والی وښود. اوس آلمان ته د را رسیدلو ماسکونو د ویش په برخه کې د دې هیواد د روغتیا ایالتي وزارتونه پریکړه کوي. په دې ترڅ کې د آلمان دفاع وزیرې ټینګار وکړ چې تر ټولو ترمخه په هیواد کې روغتونونه او د زړو کسانو د مراقبت ځایونه د دغو ماسکونو د ترلاسه کولو له پاره مستحق شمیرل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب