1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلماني‌‌ څېړونکي د کرونا په درملنه کې د پرمختګ زېری ورکوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۹, جمعه

په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس پر وړاندې د دارو درملو جوړولو پر سر څېړنې دوام لري.‌ د آلمان د نيدرزاکسن آيالت يوې څېړنيزې ډلې اوس د ۶۰۰۰ انتي باډيو په هکله په څېړنو کې د پام وړ پرمختګونو په هکله خبرې کوي.

Coronavirus - Virus SARS-CoV-2
انځور: picture-alliance/dpa/Europa Press/Niaid

د آلمان په رسنيو کې د يوه رپوټ‌ پر بنسټ‌ د آلمان د «براون شوايګ» ښار څېړونکو وکولای شول داسې انتي باډيو ته لاسرسی پيدا کړي‌ چې حجرو ته د کرونا ويروس د ورننوتلو مخه نيسي.‌

لوکا سيسينسن چې په براون شوايګ کې د «هلم هولڅ» مرکز د عفوني څېړنو د څانګې ويروس پېژندونکی دی، له يوې سيمه يزې ورځپاڼې سره په مرکه کې له يوه «کم ساري پرمختګ» څخه خبرې کړې ده. د ده په نظر «موږ د کويد ـ۱۹ پر ضد د دارو جوړولو پر لور سم حرکت کوو.»

دغه څېړونکي‌ او ټيم يې ۶۰۰۰ جوړې شوې انتي باډۍ تجزيه او تحليل کړي‌ دي چې په دغه ډله کې يې۷۵۰ انتي‌ باډۍ په ويروس پورې د اتصال يا نښلېدو وړتيا لري.

 څېړونکي په دې وتوانېدل چې دغسې انتي باډۍ استخراج هم کړي. د اتصال يا نښلېدو وړتيا يې د دې شرط دی چې د کوويد -۱۹ ناروغۍ د عامل پر ضد په بريالۍ توګه مبارزه وکړي.‌ اوس څېړونکي د انتی باډيو د هغه تاثير د سنجولو په مرحله کې قرار لري چې د حجرو پر لابراتواري کښتونو يا کروندو يې لري.‌

د دغې څېړنډلې غړي وايي چې د دغو تحقيقاتو هدف دارو درملو، نه واکسين ته لاسرسی دی، تر څو د هغو ناروغانو درملنه ممکنه کړي چې په کرونا مبتلا وي.

پروفيسور شتېفان دوبل له براون شوايګ پوهنتون څخه د «غير فعال معافيت» د طريقې په هکله چې دغه څېړنې ورباندې ولاړې دي، وايي: «هغه سمدلاسه خپل تاثير ښکاره کوي،‌ په دې ترتيب چې انتي باډۍ يې د ويروس وړتيا له منځه وړي.»

آيا په مني‌ کې به د درملنې له پاره لومړنۍ نمونې چمتو شي؟

په ياده پروژه کې برخوال څېړونکي‌ وايي‌ چې په تر ټولو مناسبو انتي باډيو پسې پلټنه څو دارو درمل ورڅخه جوړ شي،‌ د جون مياشتې تر نيمايي پورې دوام پيدا کوي. د دغسې انتي باډيو تر موندنې وروسته څېړونکي غواړي هغه د زړه او پښتورګو پر حجرو باندې وازمايي او کلينيکي څېړنو ته يې هم لاره هواره کړي.

توماس شيرمن چې د بيوټکنالوژۍ په «يوماب» نومي شرکت پورې اړه لري او په دې پروژه کې هم فعاليت کوي، وايي‌هيله يې دا ده چې ټيم به يې په کرونا ويروس د مبتلا کسانو درملنه د سږ کال په مني‌ کې پيل کړي.‌

بيورن توملر چې د آلمان د نيدرزاکسن آيالت د علومو وزير دی، د دغو تحقيقاتو په ستاينې سره ويلي دي چې هغه د دغې تحقيقاتي‌ موسسې له برياليتوب څخه ډېر خوشحاله دی.‌ د ده په خبره دا هغسې تحقيقات دي‌ چې د کوويد -۱۹ ناروغۍ په وړاندې په مبارزه کې د لا ښې درملنې زېری له ځانه سره لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب