1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ژغورونکو دمدیترانې سمندر کې ۷۷ مهاجر ژغورلي

۱۴۰۲ اسفند ۱۴, دوشنبه

د المان د ژغورنې یوې کښتۍ د مدیترانې په سمندر کې له دریو بندو پاتې کښتیو څخه ۷۷ مهاجر ژغورلې دي. د ژغورل شويو کسانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.

په غیر قانوني لارو د مهاجرت د څپو ډیریده
په غیر قانوني لارو د مهاجرت د څپو ډیریدهانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

په مدیترانه سمندر کې د ژغورنې آلمانۍ کښتۍ چې هیومینټي ۱ نومیږي، اوسمهال د ایټالیا جنوب کې پروت بندري ښار باري په لور روانه ده ترڅو ژغورل شوي مهاجر وچي ته ورسوي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د ملکي څارنې الوتکې دغې ژغورونکې کښتۍ ته په سمندر کې په بېړني حالت کې د درېو کښتيو د بندېدو خبر ورکړ او بيا يې د ژغورلو ماموريت پيل کړی دی.

په ورته وخت کې چې د ژغورنې کښتۍ ته د دغو کډوالو د لیږدولو هڅه روانه وه، د لیبیا ساحلي ساتونکي هم د پیښې ځای ته رسیدلې ول.

ویل کیږي چې د بې نظمیو سربیره د ډزو غږونه هم اوریدل شوي. د اس. او. اس هیومنتي د معلوماتو په اساس خلکو ځانونه اوبو ته اچول. د دغه سازمان په وینا یو تن ډوب شوی هم دی.

دا معلومات په خپلواکه توګه نشي تایید کیدلی. دغې ادارې له دې پېښې وروسته خپله خواشیني څرګنده کړې او ټولو مسوولینو ته یې خبر ورکړی دی.

یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د ژغورنې د کښتۍ د کارمندانو او له خطر سره د مخامخ کسانو ژوند په خطر کې اچول، د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب