آلمانی جنرال: روسيه کېدای شي همدا سبا پر ناټو برید وکړي
۱۴۰۴ آبان ۱۶, جمعه
د آلمان د پوځ يو لوړ رتبه جنرال الکساندر زولفرانک، له رویټرز خبري آژانس سره په یوه مرکې کې وویل: «که تاسو د روسیې موجوده وړتیا او د محاربې توان ته وګورۍ نو روسیه کولی شي هر وخت، آن تر سبا هم ژر د ناټو پر حریم په وړه کچه برید وکړي.»
هغه زیاته کړه چې «روسیه په اوکراین کې له کوچنیو، چټکیو، سیمې پورې محدودو، خو نه لويو» بریدونو سره «ډېره ښکېله ده.»
جنرال سولفرانک چې د آلمان د ګډو عملیاتونو قوماندانۍ او له هېواده بهر د دفاعي پلانونو د څارنې مشر دی، همدارنګه خبرداری ورکوي که چېرته روسیه خپلو تسلیحاتي هڅو ته همدا ډول ادامه ورکړي، نو کېدای شي له ۲۰۲۹ مخکې د ناټو پر ۳۲ غړي لرونکي اتحاد په لویه کچه بالقوه برید وکړي.
نور ولولۍ: ناټو روسیې ته د خپل هوايي حریم د نقضولو په هکله خبرداری ورکړ
خو د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین دغه ډول تهاجمي موخې ردوي او استدلال کوي چې په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین د مسکو پوځي یرغل هم په اصل کې د ناټو د روسیې ضد پراختیا غوښتونکو موخو د دفاع له پاره و. پوتين مخکې ويلي و چې غربیان په اوکراین کې د جګړې عامل شول.
سولفرانک، چې دغه مرکه ېې د برلین په شمال کې واقع خپل مقر کې کړې د روسیې د قدرت په هکله ېې وویل چې، په اوکراین کې له ماتو سره سره، د روسیې هوايي ځواک خپله د پام وړ محاربوي وړتيا حفظ کړې او اټومي او توغنديز ځواک ېې هم په خپل حال پاته دی.
هغه زیاته کړه په داسې حال کې چې په توره بحیره کې د روسيې سمندري ځواکونو ته د پام وړ تلفات اوښتي، خو په نورو جنګي بېړیو کې ېې کموالی نه دی راغلی.
د دغه آلماني جنرال له خبرو داسې ښکاري چې روسیه د سرتېرو د کمښت له اړخه هم اندېښنه نه لري. هغه په دې هکله وویل: «ځمکني ځواکونه تلفات ورکوي، خو روسیه وايي، غواړي د خپلو عسکرو مجموعي شمېر یونیم ميلیون ته لوړ کړي.»
نور ولولۍ: رپوټ: آلمان غواړي له امریکا نورې اف-۳۵ جنګي جېت الوتکې راونيسي
جنرال سولفرانک، همدارنګه وويل: «روسیه په کافي اندازه د اصلي جګړې ټانکونو په لرلو حتی لکه سبا دومره زر کولی شي یو د تصور وړ محدود برید وکړي.»
سولفرانک، په ۲۰۲۴م کال کې کله چې د ګډو عملیاتونو قومانداني جوړه شوه تر اوسه د دغې قوماندانۍ مشري کوي. د دغې قوماندانۍ جوړېدا د دې ښکارندوي کوي چې ناټو خپل پام د افغانستان او مالي په څېر استونکو ماموریتونه څخه د خپل قلمرو دفاع ته اړولی دی.
سولفرانک تر خپلې اوسنۍ دندې مخکې، د آلمان په سويلي ښار اولم کې د ناټو د لوژستیک قوماندانۍ (JSEC) مشرې کوله.
د روسیې د برید د امکان حد
په وروستیو کې د پولند په هوايي حریم کې د ډرونونو راڅرګندېدا په غرب کې د روسیې د تهاجم اندېښنې زیاتې کړي دي.
برلین د روان کال په سر کې د خپل اساسي پور په وقفه کې نرمښت راوست تر څو تر ۲۰۲۹م کال پورې د ملي ناخالص تولیداتو په ۳نیم سلنې سره د ناټو د نوې پوځي لګښتونو هدف ته ځان ورسوي. د دغه اقدام په نتیجه کې به د ناټو دفاعي بودجه په ۲۰۲۹م کال کې شاوخوا ۱۶۰ میلیارډ يورو (۱۸۷ میليارډ ډالر) ته پورته شي چې د ۲۰۲۵م کال په پرتله به نژدې ۱۰۰ ميلیارډه لوړه وي.
له دې علاوه آلمان پلان لري چې د خپل وسله وال ځواک وړتیا ۶۰زره عسکرو ته لوړه کړي چې ورسره به د پوځي پرسونل مجموعي شمېر شاوخوا ۲۶۰زرو ته لوړ شي.
نور ولولۍ: په الماني پوځ کې د ډرون ضد وسلو د نوو سیستمونو غوښتنه
جنرال سولفرانک، وايي دا چې مسکو به پر ناټو د حملې انتخاب غوره کړي یا نه، دغه موضوع له درو عواملو سره تړلې ده: د روسیې پوځي ځواک، پوځي سابقه او رهبري.
هغه وايي: «دغه درې فکتورونه ما دې نتیجې ته رسوي چې د روسیې حمله د امکان په حد کې قرار لري. دا چې دا به پېښیږي یا نه، تر ډېره بریده زموږ له خپل چلند سره تړاو لري،» چې اشاره ېې د ناټو مخنیونکي اقدامات دي.
دغه آلماني جنرال یادونه وکړه چې د ډروني یرغلونو په ګډون د روسیې هایبریدي جنګي تکتیکونو ته باید یوې جنګي ستراتيژۍ پورې تړلو عناصرو په سترګه وکتل شي کومه چې دا د اوکراین په جګړه کې هم شامله ده.
الکساندر سولفرانک، زیاته کړه چې د روسیې هدف د ناټو لمسول او د غبرګون معلومول دی چې په واقعیت کې ېې موخه «د ناامنۍ ډېرېدل، د وېرې خپرېدا، زیان رسول او جاسوسي کول ده» تر څو ېې د دغه اتحاد وړتیا او مقاومت آزمویلی وي.
له آرشیف څخه: