آلمانی راهب په خارجه وزارت کي د ټولو ادیانو استازي غواړي
۱۳۹۹ مرداد ۲۳, پنجشنبه
يوه برليني راهب د جرمني په خارجه وزارت کي د «ادیانو او خارجه سیاست» له پروژې څخه دفاع وکړه او ویې غوښتل چي د مختلفو ادیانو مشورتې شورا دي پراختیا پیدا کړي. هغه وويل چې د مسلمانانو د مرکزي شورا غړي هم بايد دلته موجود وي.
انځور: picture alliance /Godong/Robert Harding
اعلان
هومولکا پرون چارشنبې (د اګست میاشتي ۱۲ مه) آلمانۍ راډیو ته وویل، چي دی ددې پرضد نه دی، چي په دغه پروژه کي د مسلمانانو اسلامي شورأ هم نمایندګي ولري. اسلامي شورأ خو د کلونو راهیسي د جرمني د حکومت د خبرو یو اړخ او هرکال اسلامي کنفرانس ته هم وردعوتیږي.
د دغه راهب په خبره په خارجه وزارت کي د مشاورینو او نمایندګانو په منځ کي باید د یوه دین د مختلفو افکارو او تګلارو پیروان حضور ولري. د سختي تګلاري پیروان باید په هغه اندرازه پکښي حضور ولري، لکه دلیبرالي او معتدلي تګلاري پیروان. په حواله یې، ښه دادی، چي اوس تفکر کولو ته وخت ورکړو. خو دا دې خبري ته تغیر نه ورکوي، چي دغه موضوع مهمه ده او ښه دی، چي وزارت ددې کار سره مصروفه سي.
د جرمني خارجه وزارت غواړي، د «ادیانو او خارجه سیاست» د پروژې په واسطه پر ټولنې او سیاست باندي د مذهبي ټولنو او د هغوی د ممکنه نفوذ له لاري ښه پوه سي. همدرانګه باید د بین المللي شبکې په کومک ددغو ټولنو رغوونکی سوله ایزه پوټنسیل هم تقویه سي.