1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی سندرغاړی د توکم پالنې په تور له دندې ګوښه شوی

۱۳۹۸ اسفند ۲۳, جمعه

پر آلماني سندرغاړي کساوير نايدو په خپله يوه ويډيو کې د توکم پالنې تور پورې شوی دی. خصوصي تلويزيون ار تي ال، هغه سمدلاسه له خپلې يوې مشهورې خپرونې څخه ايستلی دی.

Porträt - Xavier Naidoo
انځور: picture-alliance/dpa/U. Anspach

دا لومړی ځل نه دی چې آلمانی سندرغاړی کساوير نايدو له ورته ستونزو سره مخامخ شوی وي، خو دا ځل خبره ډېره جدي ده. سره له دې چې دغه ۴۸ کلن سړي د توکم پالنې تورونه په کلکه رد کړي دي، خو بيا يې هم خپله وظيفه له لاسه ورکړې ده.
نايدو هغه بحث ته هم غبرګون ښودلی چې د ده د يوې ويډيو په اړه راټوکېدلی دی. په ياده ويډيو کې نوموړی په خپله يوه سندره کې ناندرئيزې څرګندونې کوي. نايدو په دې هکله په فيسبوک کې ليکلي دي چې څرګندونې يې په غلط ډول تعبير شوې دي. خو د ويډيو د انګيزې او شاليد په هکله يې بيا څه نه دي ويلي.

د توکم پالنې او افراطيت ضد دريځ

خو دغه سندره اوس د دې باعث وګرځېده چې نايدو خپله وظيفه له لاسه ورکړي: د ار تي ال په نوم خصوصي تلويزيون نايدو د آلمان د سندرو د سيالۍ د يوې محبوبې خپرونې له ژوري پلاوي څخه برطرفه کړی دی چې د آلمان په تلويزيون کې د ماښامنيو اصلي خپرونو څخه يوه وتلې خپرونه ده.
د ار تي ال اجرائيوي مشر، يورګ ګراف ويلي دي چې «موږ د بيان د آزادۍ پلويان يوو. خو دا په دې معنی هم ده چې موږ هر ډول توکم پالنه او افراطيت په کلکه ردوو.» 
د نايدو په هکله نوموړي مشر ويلي دي: «زموږ هيله دا ده چې هغه دې خپلې څرګندونې په ديالوګ او په ار تي ال تلويزيون کې په ژوندۍ او علني توګه وړاندې او تشريح کړي، خو هغه راته په دې اړه ځواب نه دی ويلي. موږ دغسې يو بحث اوس اړين بولو ځکه چې په ويډيو کې شوې څرګندونې او ورپسې د هغه استدلال هيڅ سره سمون نه لري.»
د ويډيو په دغه جنجالي برخه کې د نورو خبرو تر څنګ ويل شوي: «تقريباً ټول انسانان راباندې ګران دي، خو څه به وي چې تقريبا هره ورځ کوم قتل وشي چې مېلمه پکې د کوربنو له ډلې د کوم چا ژوند واخلي، بيا بايد له سختو الفاظو کار واخلم. ځکه چې هيڅوک نه شي کولی زما خلک وځوروي.»
د ويډيو د تبصرو په برخه کې ډېر کارونکي په ياد سندرغاړي باندې د توکم پالنې تور لګوي. خو دا چې دغه ويډيو چا په انترنېټ کې خپره کړې ده، تر اوسه معلومه نه ده.

کساوير نايدو خپله هم له يوه افريقايي هېواد سره تعلق او د مهاجرت ريښې لري.انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel

ml/rb (dpa, afp)/ن ص/ن ز
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب