ولفګنګ شويبله د آلمان د تر ټولو اوږدې مودې فعالو سیاسي څېرو څخه یو وو. هغه د خپل موثرو سياسي فعالیتونو په اوږده موده کې خپل هېواد سره مرسته وکړه تر څو د اروپا په زړه کې له ښه امنیت او موقف څخه برخمن شي.
شويبله د خپل سیاسي فعالیتونو تر ټولو ډېره دوره د شرقي او غربي آلمان د بیا اتحاد په برخه کې تېر کړ چې بیا وروسته د پخوانۍ صدراعظمې انګلا مرکل په حکومت کې کله چې په یورو زون کې د پورونو بحران وو، د خزانې وزیر شو.
ولفګنګ شويبله او د آلمان پخوانۍ صدراعظمه انګل مرکلانځور: Rainer Jensen/dpa/picture alliance هغه همدارنګه د آلمان د بل پخواني صدراعظم، هلموت کهول په حکومت کې هم وزير وو.
د آلمان صدراعظم، اولاف شولڅ په ګډون په آلمان او بهر کې سياستوالو د ولفګنګ شويبله پر مړېنه خپل خفګان ښودلی دی. شولڅ ويلي دي چې شويبله «زموږ هېواد ته په شکل ورکولو کې څه باندې نيمه پيړۍ کار وکړ.»
شولڅ پر ټويټر ليکلي: «آلمان یو چټک متفکر، یو پر شوره سیاستول او مبارز ديموکرات له لاسه ورکړ.»
د مسيحي دموکرات ګوند (سي ډي او) یو ویاند د چهارشنبې په ورځ وويل چې ولفګنګ شويبله د سه شنبې په ورځ ناوخته په آرامښت کې ساه ورکړه.
نوموړی له ۱۹۶۵کال راوروسته د مسیحي ديموکرات ګوند او بیا له ۱۹۷۲ څخه د پارلمان غړی وو. د آلمان پخوانۍ صدارعظمه انګلا مرکل هم د همدغه ګوند غړې ده چې یوه موده ېې رهبره هم وه.
د سي ډي او ګوند اوسني مشر، فريدریخ میرڅ پر ټويټر ليکلي: «د ولفګنګ شويبله [په مړينې سره] ما د سیاست په ډګر کې خپل یوازيني او تر ټولو زړور ملګری او سلاکار له لاسه ورکړ.»
د فرانسې د خزانې وزير، برونو لي ماېر، هم د شويبله پر مړېنه خپل «ژور خپګان» ښودلی دی. هغه پر ټويټر ليکلي دي: «هغه یو ملګری وو، هغه یو وفادار او د اعتماد وړ شریک وو. هغه همدارنګه د آلمان او فرانسې تر منځ یو نه ستړی کېدونکی صنعتګر وو.»
شويبله په ۱۹۹۰م کال د یو مختل اعصاب لرونکي شخص له خوا تر بريد لاندې راغی چې سخت ټپي شو چې بیا اړ شو د ژوند تر پایه په ويلچر کې وګرځيانځور: Kay Nietfeld/picture alliance/dpa د آلمان خارجه وزېرې انالينا بېربوک او نور سیاسي شخصیتونه هم د شويبله پر مړينه خپل غمرازي شريکه کړې ده.
د ۱۹۴۲م کال په فبرورۍ مياشت کې زېږېدلی دغه آلمانی سیاستوال په ۱۹۹۰م کال د یو مختل اعصاب لرونکي شخص تر بريد لاندې راغی چې سخت ټپي شو. تر هغې حملې وروسته شويبله اړ شو چې د ژوند تر پایه په ويلچر کې وګرځي.
آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.
انځوریز البوم (آرشیف):
آلمانان ښه وپيژنو؛ هغه څه چي آلمانانو ته ارزښت لري
د آلمان د نفوس شميرنې ادارې په څلورو کلونو کي له خلکو پوښتنې کړي چې «څه شي ورته مهم دي او د ترلاسه کولو له پاره يې هڅې کوې.» په دغه انځوريز راپور کې د اهميت له مخې ځوابونه پيدا کولی شئ: انځور: Fotolia/pressmaster په سلو کې ۸۵: ښه دوستان او د ملګرتیا ټينګې اړيکې د آلمان د ارقامو ادارې په تيرو څلورو کلونو کي په يوه نظر پوښتنه کې، تر څوارلس کلنۍ لوړ کسان پوښتلي دي چي: «د دوي له پاره په شخصې توګه څه شې مهم دي، چې د ترلاسه کولو له پاره يې کوښښ کوي.» د پوښتل شوو کسانو ۸۵ سلني ته يې «ملګري لرل او ټينګو دوستانه اړيکو» ارزښت لاره.
انځور: Imago/imagebroker/theissen د پوښتل شويو کسانو ۸۰ سلني ته يې «کورنۍ» د «خپلې کورنۍ تر څنګ پاتېدل» او د «خپلې کورنۍ له پاره کوښښ» ارزښت لري.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk په سلو کې۷۴: د ژوند له ملګري سره نېکمرغه ژوند په ۲۰۱۷م کال کې د پوښتل شوو کسانو ۷۵ سلنه يې «نېکمرغه ژوند يا د خپل ژوند له ملګري سره ژوند» ارزښت درلود. په تيرو دوو کلونو کې دغه غوښتنه يو څه کمه شوي، خو په ۲۰۲۰م کال کې د پوښتل شوو کسانو ۷۴،۹ سلني ته يې ارزښت درلود.
انځور: Colourbox/A. Smalenski په سلو کي۷۰: د ژوند څرنګوالي په ټاکلو کې آزادي خپلواک او د ژوند کولو په څرنګوالي کي آزادي په ۲۰۲۰م کال کې د پوښتل شوو کسانو د ۷۰ سلني له پاره اهميت لاره. دغه ارزښت په ۲۰۱۷م کال کې له ۶۷ سلني سره برابر وو، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې تر ۶۹ سلني زيات شوی.
انځور: picture-alliance/dpa په ۲۰۲۰ م کال کې د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۶۴،۱ له پاره يې د ټولنيز عدالت موضوع اهميت درلود. دغه ارزښت په ۲۰۱۷م کال کې تر ۶۵ سلني زيات او په ۲۰۱۹م کال کې حتي ۶۳،۸ ته هم راکښته شوی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert په سلو کې ۶۲: له ژونده خوند اخيستل دغه ارزښت په منظم ډول له ۲۰۱۷م کال راهيسي لږ زياتوالی ښيي او په سلو کې له ۵۹،۷ څخه په ۲۰۲۰م کال کې ۶۲،۸ سلني ته پورته شوی دی.
انځور: Fotolia/pressmaster په سلو کې ۵۹: د اولاد درلودل که په ۲۰۱۷م کال کې د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۵۹ يې له اولاد درلودلو سره علاقه درلوده، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې يې سلنه کمه شوې، خو د کرونا وبا په ستونزمنو حالاتو کي دغه شمير بيرته ډير او ۵۹،۵ سلني ته پورته شوی.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Wolfraum په سلو کې ۵۳: له مرستي سره علاقه په ۲۰۱۷م کال کې د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۵۴ يې مرستې ته ارزښت ور کاوه. دغه ارزښت دوه کاله وروسته لږ څه کم شو، خو په ۲۰۲۰م کال کې ۵۳،۶ سلني ته ورسید.
انځور: picture-alliance/dpa/Robert B. Fishman په سلو کې۵۲: په دنده کې برياليتوب د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۵۲ له پاره يې په وظيفه کې برياليتوب اهمیت درلود. دغه شمير په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د ۵۱ سلني کسانو له پاره اهميت درلود.
انځور: Fotolia/Jürgen Fälchle په سلو کې۴۸: د نوي شیانو زده کړه د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۴۸،۷ يې په ژوند او وظيفه کې «ډيرکله د نوی شيانو په زده کړه پسې دي.»
انځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgarten که په ۲۰۱۷م کال کې د پوښتل شوو کسانو په سلو کې يوازي ۴۲ يې له «تکراري کار څخه وتل» او د «نویو تجربو په ترلاسه کولو» پسې ول، په ۲۰۲۰م کال کي دغه شمېر ډېر شوی او ۴۳،۷ سلني شوی.
انځور: picture alliance/augenklick/firo Sportphoto ۴۲سلنه: د نورو هیوادونو او کلتورونو پيژندنه په ۲۰۱۷م کال کې د پوښتل شوو کسانو تر ۴۰ سلني زياتو له پاره په نړۍ کې د نورو هيوادونو او کلتورونو پيژندنې خاص اهميت درلود. دغه ارزښت د کرونا وبا پرمهال پر سفرونو د محدوديتونو له کبله کم شوی او په ۲۰۲۰م کال کې ۴۲،۳ ته ورسېد.
انځور: Getty Images/AFP/M. El-Sahed ۴۱سلنه: په طبيعت کې ډير پاتېدل په «طبیعت کې ډير پاتېدلو»اهميت له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې ډير زيات شوی او د پوښتل شوو کسانو ۴۱،۹ سلني يې دغه کار خوښ کړی دی.
انځور: Philipp von Ditfurth/dpa/picture-alliance ۳۷ سلنه: ډېر عايد او مادي هوساينه د «ډير عايد او مادې هوساينې» ارزښت په اړه په ۲۰۱۷م کال د پوښتل شوو کسانو علاقه لږ وه. خو په ۲۰۱۹م کال کې ۳۶،۱ ته ورسیده او په کال ۲۰۲۰م کال کې ۳۷،۷ سلني ته پورته شوې ده.
انځور: picture-alliance/imagebroker/M. Michalke ۳۴ سلنه: د پيښو لټون او بې سارې تجربې د«پيښو لټون او يا بې سارې تجربې» له ۲۰۱۷م کال څخه کابو ثابتې پاتې دي او د ۳۴،۸ سلنه پوښتل شويو کسانو له پاره يې اهميت درلود.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte ۳۳ سلنه: په ټولنه کي ځای موندل په ۲۰۱۷م کال کې د پوښتل شويو کسانو ۳۴،۱ سلنه د ټولنيز دريځ ښه والی خوښاوه.
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Joko ۳۱ سلنه: د کار ډېرښت او لاسته راوړني په ۲۰۲۰م کال کې د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۳۱،۵ يې د کار ډېرښت، ډېر تلاش او لاسته راوړني اهميت لاره.
انځور: imago/Camera 4 په سلو کې ۲۵: مذهب او ژور اعتقاد په ۲۰۲۰م کال کي د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۲۵،۲ سلني کسانو له پاره مذهب او ژور اعتقاد اهميت لاره. چي دا تر نورو کلونو زیات دی.
انځور: Jörg Carstensen/dpa/picture-alliance په سلو کې ۲۵: د ژوند حکمت د ژوند د حکمت له پاره اندېښنې په ۲۰۲۰م کال کې د پوښتل شوو کسانو په سلو کي ۲۵ له پاره اهميت درلود. دا د کرونا وبا پر مهال د نورو کلونو په پرتله ډېر سوی دی.
انځور: Fotolia/Bilderstoeckchen په سلو کي ۱۱: سياسي فعاليت په ۲۰۲۰م کال کي د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۱۱،۱ سلني له پاره يې سياسي فعاليت ارزښت لاره.
انځور: Matthey/Fotostand/picture alliance