1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی طالب په برلين کي په تعليقي بند محکوم سو

۱۴۰۰ بهمن ۲, شنبه

د آلمان د برلين ښار يوې محکمې د طالبانو يو آلماني پلوي ته د يو کال او لسو مياشتو د تعليقي بند سزا اورولې ده.

Hammer Gerichtssaal Gericht Richter-Hammer
انځور: Trischberger Rupert/Zoonar/picture alliance

هغه کس چي ورباندي د برلين محکمې د يو کال او لسو مياشتو د تعليقي بند سزا را ايستلې ده، عمر يې ۳۱ کاله او نوم يې عمر ح. ښودل سوی دی. په آلماني تابعيت لرونکي دغه کس تور دی چي له آلمان څخه دباندي يې د يوې ترهګرې ډلې غړيتوب لرلی دی. قاضيانو پر تورن کس دا تور هم ثابت سوی وباله چي دغه کس و دولت ته ګواښ پېښوونکي د تاوتريخوالي د جرم پلان درلود. د فرانس پرېس خبري آژانس د خبر له مخي يادي محکمې په دې تړاو معلومات د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۲۱مه نېټه) وړاندي کړل.

قاضيانو په خپله فيصله کي ويلي دي چي پر تورن کس دا تور ثابت سوی ګني چي په ۲۰۱۰ کال له آلمان څخه وتلی او د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سيمه کي يې د يوې جهادي ډلې غړيتوب ترلاسه کړی ؤ. دغه جهادي ډله د «آلماني طالب مجاهدو اتحاد» ياده سوېده چي د تورونه له مخي دغه کس د ۲۰۱۰ کال په مارچ مياشت پکښي غړيتوب ترلاسه کړی ؤ. ويل سوي چي ياد سازمان دا هدف لاره چي له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه د تاوتريخوالي له لاري وباسل سي او په دې توګه افغانستان له لوېديځ اغېز څخه «آزاد» کړل سي. د دغې ډلې هدف په افغانستان کي د شريعت پر بنياد د يو ټولنيز نظام رامنځته کولو ته کار کول ؤ.

ويل سوي چي عمر پخپله په جنګي فعاليتونو کي برخه نه ده لرلې خو په اقتصادي توګه يې ياد سازمان ته مرستي رسولي دي. زياته سوې چي دغه کس ځان د يادي ډلې تر امر لاندي راوستلی ؤ او د دغې ډلې له پاره يې د نورو غړو د جلب او جذب دنده په غاړه اخيستې وه. خو د ۲۰۱۰ کال په اپريل مياشت کي د دغې ډلې د مشر د مړيني وروسته اټکل کيږي چي دغې ډلې د ۲۰۱۰ کال تر مې مياشتې پوري خپل ځان منحل کړ. د محکمې د معلوماتو له مخي په دې توګه په ياده ډله کي د تورن کس غړيتوب و جنګي سيمي ته تر رسېدو څخه صرف څو اونيو وروسته پای ته ورسېد.

قاضيانو د مجازاتو د نسبتا نرمې فيصلې په استدلال کي ويلي دي چي تورن کس هغه وخت لا د بالغ کېدو په حال کي کي ؤ او اوس يې له تندلاري اسلامستي افکارو سره مخه ښه کړېده. کله چي د تورن کس محاکمه پېل سوه نو په لومړۍ ورځ يې لا د ټولو اړخونو له خوا پر دې تفاهم رامنځته سو چي تورن کس به پخپله اقرار کوي او په بدل کي به يې هغه دا هيله ولري چي د بند سزا يې تعليقي وي.

د تورن کس له وکيلانو څخه يو وکيل د تورن کس اقرارنامه په محکمه کي وړاندي کړې وه. په دغه اقرارنامه کي تورن کس دا منلي ول چي په اړونده ډله کي يې غړيتوب ترلاسه کړی ؤ. هغه ويلي چی په دغه ډله کي د غړيتوب ترلاسه کولو اصلي مقصد يې «په يوه خالصه اسلامي ټولنه کي ملکي او د درويشۍ ژوند» کول ؤ. په اقرارنامه کي راغلي چي البته هغه د وخت په تېرېدو سره په «ورو ورو د آلماني طالب مجاهدو د ډلې غړی جوړ سو». هغه زياته کړې چي البته اوس غواړي چي د قوانينو په چوکاټ کي خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي.

د عمر ح. په وينا هغه د يادي ډلې د منحل کېدو وروسته په پاکستان کي يوې بلي سيمي ته ولاړ. خو دا چي په ۲۰۲۰ کال و آلمان ته تر راتلو پوري هغه لس کاله په دقيقه توګه چيري او څنګه تېر کړل، هغه په دې هکله معلومات نه دي وړاندي کړي او وجه يې د هغه پر ضد روان نور تحقيقات بللي دي.

تورن کس د ۲۰۲۰ کال په اګست مياشت آلمان ته له را رسېدو څخه لږ وخت وروسته د پوليسو له خوا نيول سوی ؤ. خو په توقيف کي د هغه د ساتلو امر بېرته لغوه کړل او په دې توګه هغه له زنداني کېدو وژغول سو. د هغه پر ضد محکمه دوې اونۍ مخکي پېل سوه. د محکمې د دغې فيصلې پر ضد هغه د استناف غوښتنه هم کولای سي.

آ./ا.و.ا./ا.خ.ح.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(16.02.2021):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب