د آلمان د امنيتي چارواکو په حواله د افراطي ډلي «اسلامي دولت» له پاره ورځ تر بلي د هغو نجونو شمېر زياتيږي چي د دغي ډلي له پاره تبلغ کوي.
د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په ماينز ښار کي رسنيو ته ويلي دي چي د هغو ښځو شمېر چي په ترور کي برخه اخلي تر متناسب اوښتی دئ. «په دې کي بيا تر ټولو زيات ځواني نجوني د يادولو وړ دي.»
د آلمان د راينلند فالتڅ ايالت د جنايي جرمنو ادارې د «WDR»، «NDR» خبري رسنيو او «Süddeutscher Zeitung» ورځپاڼي هغه راپور تائيد کړی دئ، چي يو شمېر آلمانۍ نجوني ښځو ته تبلغ کوي چي له «اسلامي دولت» ډلي سره يوځای سي.
د دغو رسنيو يوې تحقيقاتي ډلي څو مياشتي پلټني کړي چي ولي آلمانۍ نجوني له يوه آرام ژوند څخه په عراق او سوريه کي له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره يو ځای کيږي.
دغو خبريالانو اوس دا موندلې ده چي داعش په آلمان کي د پېغلانو د جذبولو له پاره په ټول آلمان کي يوه ډېره پياوړې شبکه جوړه کړې ده. داسي يوه شبکه چي حتی د آلمان پوليس او د قانون ساتلو ادارې ماموران ئې پر وړاندي بې وسه دي.
داسي ويل کيږي چي تر اوسه پوري نزدې ۱۰۰ تنې آلمانۍ نجونو له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره د يوځای کېدو په موخه له هيواده وتلي دي.
د «اسلامي دولت» ډلي مشر ابوبکر بغدادي اوس د نړۍ د امنيتي دستگاوو له خوا تر ټولو «خطرناکه تروريست» بلل کيږي. د آلماني ژورناليستانو يوه ډله توانېدلې ده چي د هغه د ژوند په اړه نوي او تر اوسه نه خپاره سوي اسناد راټول کړي.
انځور: NDRدا په ۱۹۸۰م کال کي د نړۍ د «ترټولو خطرناکه تروريست» بغدادي لومړی کارت دئ. د په لاس راغلو اسنادو له مخي بغدادي د ۱۹۷۱م کال په جولای مياشتي کي د عراق په سامره ښار کي زېږېدلی دئ او اصلي نوم ئې ابراهیم عواد ابراهيم البدري دئ. د بغدادي د گاونډيانو په خبره د دغي بزگري کورنۍ له څلورو زامنو څخه يو بغدادي وو چي ډېر ارام خلک ول.
انځور: NDRد ابوبکر بغدادي د تحصيل اسناد. هغه په خپلو درسونو کي په ځانگړې توگه په «اخلاق او انضبات» کي ښې نمرې لرلې. د اسنادو له مخي ښاري چي هغه يوازي د انگلېسي ژبي په مضمون کي لږ نمرې لرې. د دغو اسنادو له مخي هغه د ښوونځي د ۶۰۰ نمرو څخه ۴۸۱ اخيستي دي.
انځور: NDRدا د ابوبکر بغدادي د عراقي تابعيت پاڼه ده. په دغه وخت کي بغدادي ۱۶ کلن وو او د عراق په سامره ښار کي ئې عادي ژوند کاوه او په خپل اصلي نوم ابراهيم عواد ابراهيم البدري باندي پيژندل کېدی او تحصيل ئې کاوه.
انځور: NDRابوبکر بغدادي په ۱۹۹۱م کال کي بريالی او ديپلوم ئې اخيستی دئ. په سندونو کي راغلي دي چي هغه يوار ناکامه سوی دئ، خو وروسته بيا د «شهيد ورور» له امتيازه څخه هغه ته څو نمرې ورکړل سوي دي. د بغدادي ورور د صدام حسين د پوځ عسکرو چي ووژل سو.
انځور: NDRد ابوبکر بغدادي يو انډيوال وايي چي بغدادي به هروخت علاقه لرله چي مشر وي. بغدادي کوچنيانو ته د قرآن شريف درس ورکاوه. په سامره کي د هغه په پلرنی کور کي له ډيري مودې راهيسي هغه کورنۍ پرتې دي چي له اسلامي دولت ډلي له بيري څخه تښتېدلي دي. د بغدادي د گاونډيانو په خبره د هغه د کورنۍ خلک يا تښتېدلي يا بنديان دي.
انځور: NDRابوبکر بغدادي د ديپلوم تر اخيستلو وروسته خپل ټاټوبی پرېښود او بغداد ته تللی وو. بغدادي غوښتل چي حقوق ولولي او د هغه اسنادو له مخي چي موندل سوي دي هغه خپله دوهمه او دريمه رشته ښوونيزعلوم او بهرنۍ ژبي ټاکلي وې. خو د هغه د کمزوري ديپلوم په خاطر بغدادي په پوهنتون کي دغو رشتو ته نه بريالی کيږي.
انځور: NDRابوبکر بغدادي د جسمي ستونزو په دليل له عسکرۍ څخه معاف سو. د عراق د روغتيا وزارت په اسنادو کي ښوول کيږي چي بغدادي نزديک بينه دئ.
انځور: NDRبغدادي په ۲۰۰۳م کال کي د عراق په انبار ولايت کي واده کوي او په دغه وخت کي د قرآن شريف د تفسير سند اخلي او په دې لاره کي خپله دکترا پيلوي.
انځور: NDRپه ۲۰۰۲م کال کي پر عراق باندي د امريکا تر يرغل وروسته د بغدادي يو انځور. بغدادي د ۲۰۰۴م کال په فيبرورۍ مياشت کي نيول گيږي او د عراق په جنوب «بوکا» اردوگاه کي لس مياشتي بندي کيږي. د دغه بند دليل تر اوسه پوري روښانه نه دئ.
انځور: NDRپه بوکا کمپ کي د صدام حسين پر عسکرو سربيره امنيتي مجرمان او تروريستان ساتل کيږي. بغدادي له زندانه تر راوتلو وروسته بيرته پوهنتون ته راگرځي او د بغداد په لوېديځ کي په «توبجي» سیمه کي استوگن کيږي.
انځور: picture alliance/AP Photoامريکا د داسي اطلاعاتو له پاره چي له مخي ئې بغدادي ونيول سي لس ميليونه ډالره جايزه ټاکلې ده. د گاردن د راپور له مخي، بغدادي دوې مياشتي دمخه د شمزۍ د تاوني کېدو له کبله د عراق په موصل ښار کي دوو ډاکټرانو کتلی معاينه او معالجه کړی وو. داسي ويل کیږي چي هغه د ۲۰۱۵م کال په مارچ کي د امريکايي ځواکونو په يوه هوايي بريد کي سخت ټپي سوی دئ. امریکا دغه بريد تائيد کړی خو د بغدادي په اړه ئې څه نه دي ويلي.
انځور: Department of State/USAابوبکر بغدادي ډېر لږ راڅرگنديږي. د هغه د موجوديت يوازنی عکس چي د موصل په «نوري مسجد» کي اخيستل سوی دئ په رسنيو کي کښته پورته کيږي. وروسته له هغه چي د بغدادي يوه ويديو خپره سوه د بريتانيا «تلگراف» ورځپاني د بغدادي د په لاس ساعت په اړه وليکل چي يو ډېر گران بيه ساعت ئې په لاس دئ.
انځور: picture-alliance/AP Photoد «امگا» دغه ساعت هغه ماډل دی چي له ۱۹۹۵م کال راهيسي ئې جيمزباند په فيلمونو کي په لاسه وي.
انځور: picture alliance/dpaگاردين د موصل د منابعو په حواله ليکي چي افراطي ډلي «اسلامي دولت» د ابوبکر بغدادي ځای ناستی ټاکلی دئ. هغه عبدالرحمن مصطفي قدولي نوميږي چي په ابوعلا افري مشهور دئ. افري د ابوبکر بغدادي يو نژدې ملگری دئ او امريکا متحد ايالات هغه د «اسلامي دولت» ډلي دوهم سړی بللی دئ. امريکا د هغه د نيولو له پاره ۷ ميليونه ډالره انعام ټاکلی دئ.
دغي تروريستي ډلي له ۲۰۱۳م کال راهیسي په سوريې او عراق کي جنگ پيل کړی دئ او لومړی ئې خپل نوم د «عراق او شام اسلامي دولت» (داعش) کښېښود او وروسته ئې بيا په «اسلامي دولت» بدل کړ. دغه ډله د ملگرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو له خوا په نسل وژني او د بشريت پرضد جنايتونو باندي تورنه ده.
انځور: NDR
دغه نجوني په هدفمنه توگه د داعش له ځوانو جنگيالانو سره د واده کولو له پاره په پام کي نيول کيږي. له هغه وروسته چي دغه نجوني جذب سي دوی بيا په نورو هيوادونو کي د نجونو په جذبولو پيل کوي.
ښځي په ۵۰۰ ډالره خرڅول
په لندن کي مېشت د سوريې د بشري حقونو د څارني سازمان وايي چي داعش د عراق ايزدۍ ښځي او نجوني چي د مينځو په توگه ئې نيولي دي په سوريه کي پر جنگياليو پلوري.
دغه سازمان ويلي دي چي داعش نزدې ۴۲ ښځي له ۵۰۰ څخه تر۲۰۰۰ ډالرو پوري پلورلي دي. دا هغه ايزدۍ ښځي دي چي تروريستي ډلي اسلامي دولت يو کال دمخه د عراق په شمال کي د دوی پر کليو باندي د يرغل پرمهال ونيولې او د ځانو مينځي ئې کړې.