آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتګ» په خپل يوه رپوټ کې د « غيرقانوني مهاجرو په اړه د ارزونې او استراتيژۍ ګډ مرکز» ګاسيم، په حواله ليکلي دي چې ليبيا له لارې د « مهاجرتونو څپې» نه قطع کيدونکې دي. دا په داسې حال کې ده چې مهاجر د خپلو سفرونو څخه د مخه، دغه هيواد کې د کمپونو بد وضعيت په اړه خبر وي.
د «ګاسيم» د کارپوهانو په وینا، په اکثرو مواردو کې کله چې مهاجر له ختيځې افريقا څخه د اروپا پر لور حرکت کوي، په ليبيا کې نيول کيږي چې بيا د انساني قاچبرانو لخوا په کمپونو کې بنديانيږي او کار ورڅخه اخلي.
آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتګ» د روان ميلادي کال په سر کې يو رپوټ خپور کړی وو چې هغې کې يې د آلماني ديپلوماتانو په قول په ليبيا کې د مهاجرو کمپونه د «نازي آلمان اجباري کمپونو ته» ورته تشبیه کړې وو.
په رپوټ کې راغلي دي چې په دغو کمپونو کې د « بشري حقونو معيارونه د امکان تر حده په تر ټولو بد او سيستماتيک ډول نقضيږي...د بې پیسو مهاجرو وژنې، شکنجې، جنسي تيري، باج اخیستل او په صحرا کې خوشې کول هغه اعمال دې چې هره ورځ ترسره کيږي».
په دې منځ کې آلمان حکومت هڅې کوي تر څو په دغو کمپونو کې د مهاجرو د وضعيت د ښه کيدو په موخه کار وکړي. تر اوسه شاوخوا ۹۰ زره مهاجر د مديترانې سمندرګې له لارې ايټاليا ته رسيدلي دي. له دې ډلې څخه نژدې ۹۵ سلنې يې خپل سفرونه د ليبيا او شاوخوا درې سلنې ېې د ترکيې له لارې ايتاليا ته ترسره کړي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.04.2017):
په سویلي آسیا کې د سمندري بیړیو هدیره
په هند او بنگله دیش کې سمندري کښتۍ او بېړۍ پرزه کيږي. د بیړیو د پرزه کولو پر مهال کارگرو ته نه کوم حفاظتي تدابیر په پام کې نیول کیږي او نه چاپیریال ساتنې ته پام اړول کیږي. انځورونه ئې دلته کتلای سئ. انځور: Tomaso Clavarino دغه انځور د بنگله دیش د چټاگونگ ښار کې د سمندري کښتیو د پرزه کولو د یوه مرکزی دی. په دغه برخه کې یو پر څلورمه برخه کارکوونکو عمرونه تر اتلسو کلونو کم دي. په دغه ځای کې نه کارگرو ته کوم خونديتوب ورکول کیږي او نه د چاپیریال ساتنې په هکله فکر کیږي. د بنگله دیش حکومت هم دې ته خپل پام نه اړوي.
انځور: Tomaso Clavarino د ځوانانو او کم عمره ماشومانو څخه زیات کار اخیستل کیږي او د نورو په پرتله ورته معاش یا ورځنی مزد هم کم ورکول کیږي.
انځور: Tomaso Clavarino د خرابه شوو سمندري بیړیو او کښتیو د ټوټه کولو له پاره سختو حفاظتي تدابیرو ته اړتیا وي. کارگرو ته ځانگړې خولۍ، عینکې او بوټان باید ورکړل شي، خو دغه کار په هند او بنگله دیش کې نه تر سره کیږي. د کښتیو د ټوټه کولو په مرکزونو کې د کارگرو ټپي کیدل ورځنی معمول دی.
انځور: Tomaso Clavarino شیخو، د چټاگانگ په یوه روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی. دی هغه مهال وسوځید، چې د یوې سمندري بیړۍ د ټوټه کولو په وخت اور ولگید.
انځور: Tomaso Clavarino ادریس یو وخت د کښتیو د ټوټه کولو صنعت سره تړلی وو. په یوه پیښه کې هغه خپله پښه د تل له پاره له لاسه ورکړه.
انځور: Tomaso Clavarino د بیړیو د ټوټه کولو له صنعت څخه یوازې کارگر نه اغیزمنیږي، بلکې د شا او خوا سیمو اوسیدونکي هم له ستونزو سره لاس او گریوان دي. له کاره لویدلو بیړیو څخه بهیدونکي تیل تر ځمکې لاندې د اوبو زیرمې ککړې کړي دي. د ویلډنگ یا فلز کارۍ لوگی هوا هم ډیره ککړه کړې ده.
انځور: Tomaso Clavarino په کومو سیمو کې چې د بیړیو هدیرې دي، د هغو سیمو د چاپیریال نظام گډ وډ شوی دی. نه اوس هلته کر کیله کیږي او نه پکښې کبان نیول کیدای شي.
انځور: Tomaso Clavarino د هند په گجرات ایالت کې د «آلنگ» شپ بریکینگ یارډ یا د کښتیو د ټوټه کولو ځای ته د نړۍ په کچه د سمندري بیړیو ستره هدیره ویل کیږي. په دغه ځای کې کابو ټول کارکوونکي د هند له شمال سره تړاو لري. دغه خلک په ډیر عادي ځایونو کې اوسیږي. ویل کیږي چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې په آلنگ کې له ۲۶۰۰ څخه زیاتې سمندري کښتۍ ټوټه کړی شوي دي.
انځور: Tomaso Clavarino په آلنگ کې د دغو کارگرو کورونه ډیر کوچني دي. په دغه کورونو کې نه د اوبو بندوبست شته او نه د بریښنا.
انځور: Tomaso Clavarino د سخت باران په صورت کې کارگر کار پریږدي. د کوم حفاظتي تدابیرو پرته دغه کسان د یوې زړې کښتۍ یوه څنډه کې راغونډيږي.
انځور: Tomaso Clavarino د سمندري بیړیو دغو هدیرو ته خلک یوازې د کار کولو له پاره نه ورځي، بلکې ډیر شمیر سیلانیان هم له دې سره لیوالتیا لري چې د کښتیو د ټوټه کیدو صحنې وویني او د هر پړاو انځورونه واخلي.
انځور: Tomaso Clavarino