1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کرونا واکسين جوړېدنه ښايي تر بل کاله وخت وغواړي»

۱۳۹۹ فروردین ۹, شنبه

د آلمان د علمي څېړنو او پلټنو وزيري ويلي دي چي کرونا ضد واکسين ښايي حد اقل د کال تر پای پوري لا وخت ونيسي.

Deutschland | Entscheidung über Exzellenzuniversitäten
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د آلمان د علمي څېړنو او پلټنو وزيري انيا کارليڅيک ويلي دي چي اټکل نه کوي چي په نژدې اونيو او مياشتو که به د کرونا ضد واکسين جوړ سي. هغې زياته کړې چي اټکل کوي چي :«يو واکسين چي د ولس زياتره برخه وساتي، ښايي حد اقل د روان کال تر پای پوري يا د نوي کال تر پېل پوري وخت وغواړي.»

آلمانۍ وزيري چي د مسيحي دموکرات ګوند سياستواله ده يادې څرګندونې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۲۸مه) د آلمان د رسنيو يوې ډلې ته کړي دي. انيا کاليڅيک د واکسين د جوړېدنې په هکله ويلي چي«موږ غواړو چي ژر تر ژره دغه کار وسي خو موږ اجازه نه لرو چي په دې ترڅ کي ناکامه يا غلطي وکړو. موږ بايد ډاډه واوسو چي زموږ واکسين کار ورکوي او هغو کسانو ته چي دغه واکسين ورکول کيږي تاوان نه رسوي.»

دغې آلمانۍ وزيري زياته کړې چي د آلمان حکومت حد اکثر هڅې او کوښښونه کوي چي د کرونا ضد واکسين د جوړېدلو په ترڅ کي اړونده شرکتونو او پوهانو ته دغه کار لا جالب او ګټور کړي. د هغې په وينا د آلمان حکومت دې ته چمتو دی چي د واکسين د جوړولو برياليو پروژو ته لا زياتي پيسې مختصې کړي. د هغې په وينا دغه موضوع به د «پيسو له اړخه ناکامه نه سي.»

dpa/awa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب