آلمان: د ښځو او نجونو د ختنه کولو پيښې ډيرې شوي
۱۳۹۹ تیر ۶, جمعهد آلمان د فاميلي چارو وزيرې فرانسيسکا ګيفای، د معلوماتو له مخې په آلمان کې د ښځو د تناسلي آلې د ختنه یا ناقص کولو پيښې، د تيرو کلونو په پرتله په ښکاره ډول ډيرې شوي دي.
ميرمن ګيفای چې د آلمان د سوسيال دموکراټ له ګوند څخه ده، د پنجشنبې په ورځ (د جون ۲۵مه) يې ويلي وو چې په احتمالي توګه ۶۸ زره ښځې او نجونۍ له دغه عمل څخه چې د بشري حقونو خلاف يو عمل دی، رنځ وړي.
د آلمان د فاميلي چارو وزارت په دې برخه کې چې کوم ارقام درې کاله مخکې په فبرورۍ میاشت کې خپاره کړي وو، د هغو په پرتله په اوسنيو ارقامو کې ۴۴ سلنه ډيروالی راغلی دی.
له دغه عمل څخه اغيزمنې شوې اکثره ښځې او نجونې د اريتريا، سوماليا، اندونیزيا، مصر او نايجريا هيوادونو څخه دي. ميرمن ګيفای د ارقامو د لوړيدو دليل، له دغو هيوادونو څخه د مهاجرتونو ډيريدل بولي.
دغه ارقام همدا رنګه د هغو ماشومانو په ډله کې چې لا قانوني عمر (۱۸) ته نه دي رسيدلي، هم د انديښنې وړ او لوړ دی. په آلمان کې تر ۱۴ زره او ۸۸۰ تنو پورې نجونې او هلکان د تناسلي دستګاو د ختنه کولو خطر ګواښي.
ګيفای په عين حال کې ويلي دي چې د دغه ډول ارقامو راټولول اسانه کار نه دی. هغې زياته کړې چې د رسمي ثبت شوو او مشکوکو جرمونو په منځ کې تفاوت شتون لري.
زياته شوې چې په دې برخه کې تحقيقات، د آلمان د فاميلي چارو د وزارت په سپارښتنه د اروپايي انستيتوت له خوا ترسره شوي دي. دغه تحقيقات د يو ډول روشونو په مرسته چې د جنسيتي مساوات له پاره وړاندې کيږي، ترسره شوي دي.
ميرمن ګيفاي ويلي دي: «د تناسلي غړو ناقص کول د بشري حقونو يو جدي نقض او د تيږې زمانې يو عمل دی، کوم چې ښځې او نجونې په دې کار سره خپل د روغتيايي او جنسي خپلواکۍ حقونه نقضوي.»
د هغې په خبره موخه دا ده چې دغه ښځې او نجونې له دغه کار څخه وژغورل شي او د همکارۍ وړانديز ورته وشي. ميرمن ګيفای ويلي دي چې قابلې کولی شي تر يوه حده پورې له زيانمن شوو افرادو څخه ملاتړ وکړي.
د آلمان د فاميلي چارو وزيرې همدا ډول د «ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي» ګرځنده تيلفون خدماتو ته هم اشاره وکړه، چې شپه او ورځ په ټول آلمان کې په څو ژبو د لاسرسي وړ دي.
دويچه ويله ف/ م.ک.ص/ا.خ.ح