1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: آیا د پسرلي د مخه به نوی حکومت جوړ شي؟

۱۳۹۶ بهمن ۲, دوشنبه

آیا د سوسيال ديموکرات گوند له خوا ائتلافي خبرو ته د لار د هواري معنا داده چې آلمان به د پسرلي دمخه نوی حکومت ولري؟ د دې پوښتنې ځواب لا روښانه نه دی، ځکه دا گوند به اوس له مسيحي اتحاد سره پر جدي مسايلو خبرې کوي.

Deutschland Berlin - Angela Merkel
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند په کنگره کې د استازو کابو ۵۶ سلنه یې د دې په پلوۍ رای ورکړه چې گوند یې د صدراعظمې میرکل له مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونو سره د ائتلافي حکومت په اړه خبري اتري کولای شي. په بن کې تر گوندي کنگرې وورسته د سوسيال ديموکراتانو مشر مارتين شولڅ وويل: «زموږ د ټولو د اوږو بار سپک شو. د رای اچونې پای ښيي چې د اکثريت د راوړولو له لاره ډير زيار ایستل شوی دی. زه په دې ډير خوښ يم چې موږ اوس د ائتلافي حکومت د رامنځته کولو په هلکه د خبرو اترو د ترسره کولو اختيار لرو.»

که چيري د سوسيال ديموکرات گوند په کنگره کې دغه خبرو اترو ته «نه» ويل شوی وای نو بيا به نوي ټاکني کيدلای او دا امکان ډير وو چې نه ميرکل او نه به هم شولڅ د خپلو گوندونو له خوا د صدراعمظۍ څوکۍ ته کانديد شوي وای.

شولڅ له فونيکس تلویزيون سره د خبرو پر مهال وويل: «زموږ بله دنده داده چې تر دې ژورو بحثونو وروسته هڅه وکړو له گوند سره يوځای وساتو. گوند اوس يوه پريکړه وکړه او زه واضح وايم چې د انتقاد کوونکو خبرو ته غوږ نيسم او دوی ته وايم چې: «موږ به د اتحادي گوندونو سره د خبرو اترو په ترڅ کې د دوی غوښتنې هم په نظر کې نيسو.»

د سوسيال ديموکرات گوند د ځوانانو د ټولنې «Jusos» استازو له مسيحي اتحاد سره د ائتلافي حکومت په اړه خبري اتري په کلکه رد کړي دي، همدا راز د نورد راين ويستفالن ايالت استازو هم همدا نظر درلود. په تيره بيا د گوند د مشرتابه او غړو ترمنځ درز ډير واضح وو او کيدای شي د دې سبب شي چې د نوي حکومت جوړښت وخت ونيسي.

«ډير څه بايد ترلاسه کړل شي»

که چيري د سوسيال گوند هغه استازي چې له مارتين شولڅ سره په شريکه په دې خبرو اترو کې برخه اخلي، مسيحي اتحاد گوند ته پر نورو امتيازاتو قايل نه شي، نو بيا کيدای شي د سوسيال ديموکرات گوند غړي ستر ائتلاف ومني. دوی به د نوي حکومت په اړه تر خبرو اترو وروسته يو وار بيا په دې اړه رای گيري کوي چې آیا گوند يې په حکومت کې شامل شي او که نه.

د آلمان سوسيال ديموکرات گوند مشر مارتين شولڅ تر رای اچونې وروسته خوښ بريښيانځور: Getty Images/L. Schulze

کارل لاوتر باخ له هغو څخه يو دی چې د سوسيال ديموکراتانو په استازیتوب به په ائتلافي خبرو کې برخه واخلي. نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې د خپل گوند تصميم «دوی ته سپارل شوې دنده او په عين حال کې تشويق» وباله. ده زياته کړه: «دا واضح ده چې موږ به د خپل گوند په گټه د نور ډير څه د لاسته راوړو هڅه وکړو. که نه نو د گوند غړي به په ائتلافي حکومت کې د شامليدو پلوي ونه کړي.

ميرکل غواړي خبري ژر پيل شي

د مسيحي ديموکرات گوند مشره او صدراعظمه انگلا ميرکل هم د سوسيال ديموکرات گوند په څير غواړي چې خبري ژر پیل شي. نوموړې د يکشنبې په ورځ په برلين کې وويل، خبرو اترو ته تر لار هواريدو وروسته اوس بايد ژر پیل وکړو. خو ميرکل يو وار بيا ټينگار وکړ چې د ازمايښتي خبرو اترو توافق ليک هغه چوکاټ دی چې  مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکراتان یې په دننه کې خبري کوي. په دې ليک کې دواړو گوندونو پر لانجمنو موضوعاتو يووالی سره ښوولی.

خو پر دې لانجمنو موضوعاتو د سوسيال ديموکرات گوند غړو سختې نيوکې وکړې. ډيري یې په دې نظر دي چې «دغه څه کافي نه دي.» خو مارتين شولڅ گوندي غړو ته په خپله وينا کې د هغو ټکو يادونه وکړه چې په ازمايښتي خبرو کې پرې توافق شوی دی.

خو نه د ازمايښتي خبرو اترو نتايج او نه هم د شولڅ وينا ټول گوندي ملگري قانع کړای شول. شولڅ تر رای اچونې وورسته وويل چې دوی به د ائتلافي حکومت د جوړولو په خبرو اترو کې د خپلو نورو غوښتنو د منل کيدو هڅه وکړي. دې ته په کتو سره به سوسيال ديموکرات گوند د ميرکل له پاره يو اسان او ساده شريک نه وي.

Peter Hille (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب