1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: اتومي بټۍ وتړل شوې، خو بايرن غواړي دوام ورکړي

۱۴۰۲ فروردین ۲۷, یکشنبه

د رسنيو د يوه راپور له مخې د آلمان په جنوب کې د بايرن آيالت غواړي چې د ايسار ۲ په نوم اتومي برېښناکوټ بېرته فعال کړي. دا په داسې حال کې چې د شنبې په ماښام د آلمان درې وروستۍ اتومي بټۍ وتړل شوې.

Deutschland Atomkraftwerk Isar 2 wird abgeschaltet | Markus Söder
د بايرن آيالت لومړي وزير، مارکوس زودرانځور: Christine Uyanik/REUTERS

د بايرن آيالت لومړي وزير، مارکوس زودر د »بيلد آم زونتاګ« ورځپاڼې ته ويلي چې د آلمان له حکومته غواړي چې په آيالتي کچه د ايسار ۲ نومي اټومي برېښناکوټ د چلولو اجازه دې ورته ورکړل شي.

د انرژۍ آژانس په بحران کي چانسونه هم ویني

د زودر په خبره »ترڅو چې کړکېچ پای ته نه وي رسېدلی او نوي کېدونکو انرژيو ته انتقال بريالی شوی نه وي، بايد د لسيزې تر پايه پورې هر ډول انرژي وکاروو.«

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

بايرن همداراز غواړي چې د اتومي هستو په فيوژن يا يوځای کېدو کې مخکښ رول ولري چې د انرژۍ د ګټلو يوه نوې لاره ده. د زودر په خبره د بايرن آيالت بايد يوه نوې څېړنيزه بټۍ ولري چې دغه کار له نورو هېوادونو سره په همکارۍ هم تر سره کېدای شي. نوموړي زياته کړه چې د اتومي پاتې شونو د کارونې يوې ملي تحقيقاتي ستراتيژۍ ته هم اړتيا ليدل کيږي.

د هغه په خبره د راتلونکو نسلونو په وړاندې مسئوليت يوازې دا نه دی چې د اتومي پاتې شونو د يوه وروستي زېرمتون په هکله بحث وشي، بلکې د يوه تخنيکي حل په موخه بايد نوښتګرې لارې چارې ورته ولټول شي.

د فوکوس آنلاين رسنۍ سره په يوه خپره شوې مرکه کې زودر د وروستيو دريو اتومي بټيو پر تړل کېدو نيوکه کړې وه او ويلي يې وو چې دغه کار اوسمهال د عملي وجوهاتو له مخې بې مفهومه دی.

په آلمان کي بریښنا تر بل هر وخت گرانه سوې

د دې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه غواړي دغه بهير ودروي، زودر ويلي وو چې که د آلمان د »سي ډي يو« او »سي اس يو« ګوندونه راتلونکي پارلماني انتخابات وګټي به »اتومي انرژۍ ته دوام ورکړل شي.« دا په داسې حال کې ده چې په بايرن آيالت کې د اکتوبر په مياشت کې نوی آيالتي پارلمان ټاکل کيږي.

آ./ن.ص./ش.ن.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل