1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: اسرائيل دې د لويديځې غاړې د الحاق فکر له سره وباسي

۱۳۹۹ تیر ۱۲, پنجشنبه

د آلمان پارلمان د اسرائيلو د اردن سيند د لويديځې غاړې د الحاق طرحه رد کړې او ویلي یې دي چې اسرائيل بايد دا کار ونه کړي. خو پارلمان پر اسرائيلو له بندیزونو لگولو څخه هم انکار کړی دی.

Westjordanland Jordantal
انځور: DW/T. Krämer

د آلمان پارلمان د فلسطين د اردن سيند د لویديځې غاړې د سيمو په اسرائيلو کې د شاملولو طرحه د نړيوال اصولو سره په ټکر کې بللې ده. په پارلمان کې دا پريکړه ليک د انگلا ميرکل په ائتلافي حکومت کې شاملو دريو سياسي گوندونو وړاندې کړی وو او بې له مخالفته تصويب شو.

په دې ترڅ کې د بحث پر وخت د آلمان ښی اړخه گوند  «ای ايف ډي» پرته له نورو ټولو گوندونو خبرداری ورکړ چې په اسرائيلو کې د اردن سيند د لويديځې غاړې د ځينو سيمو د شاملولو طرحه د اسرائيلو امنيت او د دوو دولتونو حللاره له خطر سره مخامخ کولی شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزير هايکو ماس وويل چې اسرائيل په دې پلان سره د منځني ختیځ د ټولې سيمې امنيت په خطر کې اچوي. نوموړي وويل: «د يو اړخیزو اقداماتو له لارې سوله نه شي رامنځته کیدلی.» خو ښی اړخه گوند ای ايف ډي وویل چې د لويديځې غاړې الحاق د اسرائيلو له ملي موخو څخه دی.

د آلمان پارلمان که څه هم چې د اسرائيلو دغه طرحه رد کړه خو په دې اړوند یې د اسرائيلو پر ضد بندیزونه په دې دليل رد کړل چې دا به کومه رغنده اغیزه ونه لري. آلمان دا تگلاره په داسې حال کې خپله کړې چې د اروپايي ټولنې د کميسيون دوره يي مشري پر غاړه اخلي. دا په دې معنا ده چې په راتلونکي کې د اروپايي ټولنې له خوا پر اسرائيلو د کوم بندیز لگولو امکان لږ دی.

د اردن سيند په لويدځه غاړه کې د اسرائيلو د طرحې پر ضد احتجاجونه پيل شوي ديانځور: picture-alliance/dpa/I. Rimawi

په پريکړه ليک کې د بندیزونو په هکله ويل شوي دي چې په يوه اړخیزه توگه د بندیزونو د لگولو په اړه خبرې او يا بيا د بندیزونو گواښونه د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ د سولې پر پروسه رغنده اغیزه نه کوي.»

په پام کې وه چې اسرائيل به د جولای له لومړۍ نیټې څخه خپله دغه طرحه عملي کړي، خو د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامن نتنياهو په حکومت کې شامل نور گوندونه تر اوسه په دې اړه يو څه انديښنې لري او له همدې کبله دا پلان د ځنډ ښکار دی.

خو لومړی وزير نتنياهو هڅه کوي چې ژر تر ژره پر دې پلان عمل پيل شي. د اسرائيلو دا طرحه د ملگرو ملتونو، اروپايي ټولنې او عربي هېوادونو له سختونو انتقادونو سره مخامخ ده. خو د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د بنيامن نتنياهو د الحاق د دې يو اړخیز پلان کلک ملاتړی دی.

بل لوري ته په غزه او د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د اسرائيلو د دې پلان پر ضد خلکو په مظاهرو لاس پورې کړی دی. حماس ويلي دي چې د اسرائيلو دې ډول گام ته به «د جگړې د اعلان» په سترگه وکتل شي. د فلسطين خپلواکمنې ادارې چارواکو بيا ويلي دي چې که نتنياهو د فلسطيني سيمو د لاندې کولو له هڅو صرف نظر وکړي، نو دوی به د مذاکراتو ميز ته پر ستنيدو غور وکړي.

bs/nz (AP, AFP, Reuters, dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب