1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: اورلګېدنې درې کسان وژلي او ۱۶ یې ټپيان کړي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۸, جمعه

د آلمان د دوسلدورف ښار چارواکو ويلي دي چې اورلګېدنې علت چې د استوګنې يوه ودانۍ زيانمنه کړې، په سملاسي توګه روښانه نه دی. په دې پېښه کې دريو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ ټپیان شوي چې د دوو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د آلمان په دوسلدورف ښار کې اورلګېدنه
د آلمان په دوسلدورف ښار کې اورلګېدنهانځور: Thilo Schmuelgen/REUTERS

د اطفایې عملې او د پوليسو چارواکو ويلي دی چې تر اوسه روښانه نه ده چې د آلمان د دوسلدورف ښار د پنجشنبې د سهار وختي دې چاودنې او اورلګيدنې علت څه دی.

خو چارواکو ويلي دي چې په لومړي سر کې د جنايت او يا په قصدی توګه د اور اچولو کومې نخښې نه ليدل کيږي.

اور تر هغه وروسته ولګېد چې د يوې شپږ پوړيز ودانۍ په لومړي پوړ کې د خوراکي موادو او نوشابو په يوه هټۍ کې چاودنه وشوه او د ګاونډ د کورونو ښيښې یې ولړزولې.

د اور لمبې ډېر ژر خپرې شوې او په ودانۍ کې میشتو خلکو د بيړنيو خدماتو ادارې ته احوال ورکړ. د ودانۍ د ټيټنو پوړو اوسيدونکو د خپلو براندو له لارې په ټوپ کولو سره د خپل ژوند د ژغورلو هڅه وکړه.

د اطفایې يو شمیر کارکوونکو د اور د خاموشه کولو هڅه وکړه او په کورونو کې بند پاتې کسان یې وژغورل.

د دوسلدورف د اور وژنې ادارې وويل چې په دې عملياتو کې چې نهه ساعته دوام یې وکړ، له ۷۰ کسانو سره مرسته وشوه.

په پېښه کې د دريو نارینه وو د مړېنې خبر ورکړل شوی دی چې د يوه جسد په خپل اپارتمان کې او دوو نورو کسانو مړي په زينه کې موندل شوي.

چارواکو ويلي دي چې ۱۶ کسان روغتون ته انتقال شوي دي چې له دوی څخه د دوو روغتيایي وضعيت ښه نه دی.

تر هغه وروسته چې ساختماني انجينرانو ته ساحې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوه، د پېښې د علت په اړه پلټنې پېل شوي دي.

د ښاروالۍ کارکوونکو ودانۍ ته د ګازو ليږد درولی ځکه تر اوسه معلومه نه ده چې آیا دا پېښه د تخنيکي نقض نتيجه، يوه حادثه او که قصدي اورلګېدنه وه.

د آلماند نورد راین ويستفالن ایالت چې دوسلدورف ښار یې مرکز دی، د کورنيو چارو وزير هابيرت ريرول، وويل چې «د هیڅ شي په اړه کومې نخښې نشته.»

ښاروال شتيفان کيلر، چې د اورلګېدنې له ساحې څخه یې ليدنه کوله، وويل چې قربانيانو او د هغوی کورنیو ته فکر کوی چې دا «بې حسابه کړاو یې تجربه» کړې.

ب. ص/ ن. ز (AP, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل