1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاف شولڅ د آلمان د نوي صدراعظم په توګه انتخاب شو

۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبه

د آلمان په پارلمان کې د ۳۹۵ مثبتو رایو د ترلاسه کولو وروسته اولاف شولڅ د آلمان د صدارت څوکۍ ترلاسه کړه. په دې توګه د انګلا ميرکل د صدراعظمۍ شپاړلس کلنه دوره هم پای ته ورسيدله.

Deutschland Bundestag | Vereidigung Olaf Scholz
انځور: John MacDougall/AFP/Getty Images

د آلمان پارلمان يا «بوندستاګ» د چهار شنبې په ورځ د راېې اچونې په ترڅ کې اولاف شولڅ د آلمان د نوي صدراعظم په توګه د يوې څلور کلنې دورې له پاره انتخاب کړ. په دې ترتيب نوموړی د آلمان د صدارت تر شلمې انتخاباتي دورې وروسته دې مقام ته ورسېد.

د راېې اچونې پر ترڅ کې ۳۰۳ تنو د هغه په مخالفت کې خپله رايه وکاروله. همدا راز شپږ رايې ممنتع او درې راېې لغوه اعلان شوې. د غونډې په پېل کې د پارلمان مشر د ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير يو پېغام ولوست چې سولڅ یې د آلمان د اساسي قانون د ۶۳ مادې د لومړي بند پر اساس پارلمان ته د صدراعظم په توګه وړاندیز کړی وو.

په پارلمان کې تر ټاکنو وروسته اولاف شولڅ په «بيلويو ماڼۍ» کې چې د آلمان د ولسمشر رسمي استوګنځای دی، د صدراعظم په توګه معرفي شو.

انګلا ميرکل د ۲۰۰۵م کال راهيسې د آلمان صدراعظمه وه.

سولڅ چې د آلمان په سوسيال ديموکرات ګوند پورې تړاو لري، تر ټاکنو وروسته د زرغون او ليبرال ديموکرات ګوندونو سره تر توافق وروسته د آلمان د صدراعظم په توګه ونومول شو او اوس به د يوه ائتلافي حکومت مشري په غاړه ولري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب