په دې برخه کې اتريش مهم نقش لوبوي. دې سره به په لمړي قدم کې د آلمان د کورنيو چارو وزير له طرحې سره په سويل کې د اتريش او آلمان ګډه پوله اغیزمنه شي. دغه لاره آلمان ته د غيرقانوني مهاجرو د داخلیدو يوه له مهمو لارو څخه بلل کيږي. په دوهم قدم کې دا چې اتريش په راتلونکې ميلادې مياشتې (جولای) کې د اروپايي اتحاديې د شورا شپږمياشتنۍ دوره يې رياست پر غاړه اخلي. اتريش د مخه ويلي دي چې د رياست پر وخت به يې د مهاجرت پر موضوع تمرکز، له اولويتونو څخه وي.
له دې مخکې کورڅ په ويانا کې ويلي وو: «موږ په پوره پوهې سره دا غوره گڼلې چې د امنيت پر موضوع به ډير تمرکز کوو.» هغه زياته کړه ويانا غواړي « په اروپا کې د لا ډيرو همکاريو» د ليدو شاهد وګرځي.
په اروپا کې هر چا لپاره پناه نه شته
د مهاجرت د سیاست په اړه د آلمان د حکومت په دننه کې د اختلافاتو په ترځ کې، کورڅ د آلمان صدراعظمی مرکل ته د یو ډول ملاتړ وړاندیز کړی دی. د اتریش دغه ځوان صدراعظم چې ۳۱ کلن دی معمولا د منځ لارې سیاست لرونکی مرکل په پرتله دير زیات محافظه پال سیاست تعقیبوي، خو د مهاجرت په موضوع کې هغوی تر زیاتې کچې همنظره دي.
مرکل په ظاهره کې د کورڅ له له څرګندونو خوشاله ښکاريده حتې که د هغې په پرتله يې خبرې محدودې هم وې. کورڅ خبريالانو ته وويل چې دی ترجيح ورکوي چې بايد د اروپايي سرحدونو د ساتنې له پاره بوديجه لوړه او د ساحلي ساتونکو شمير دې لوړ کړای شي.
کورڅ د خپلو خبرو په دوام کې وويل: «دا امکان نه لرۍ چې د نړۍ هر تر تعقیب لاندی شخص په اروپا کې يو ښه ژوند پيدا کړي، په ځانګړې توګه په مرکزي اروپا کې.»
د اتريش صدراعظم زياته کړه چې هدف دا دی ترڅو« د هغو افرادو مخنيوی شوی وي چې اروپا ته یې مخ اړولی اوغواړي چې دلته په آلمان، اتريش او يا هم سويډن کې د پناه لپاره غوښتنه وکړي.»
د برلین په خبری کنفرانس دا کورڅ ؤ چې خبریالانو په لومړي سر کې خپلې پوښتنې ورته وړاندی کړې. هغه خبریالانو په ځواب کې دير هځه وکړه چې ښکاره کړي چې هغه د مهاجرت په سیاست کې ډير زیات له مرکل سره همنظره دی، پرته له دې چې په دې اړه په مستقیمه توګه د آلمان د کورنیو چارو د وزیر دریځ تر نیوکې لاندې ونسی او یا هغه رد کړي.
کورڅ وويل: « زه نه غواړم د آلمان په داخلي چارو کې ورګډ شم.» هغه د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: « اتريش ليوال دی چې د غيرقانونی مهاجرتونو د بهیر مخنيوي وکړي. یو پیاوړی اروپايي اتحاد زمونږ د بهرنیو سرحدونو د پیاوړتیا له لاری تر لاسه کیدای شي.»
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: