د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن په ګډه اعلامیه کې ويلي چې اوکراین ته پوځي پرسونل ليږدونکو زرهي وسایط ورکوي. آلمان پر دې سربېره کیف ته د پيټرويت دافع هوا سیستم د ورکړې ژمنه هم کړې ده.
د آرشیف انځور - په پولند کې د آلمان ساخت لیوپارډ ۲ ټانکونهانځور: STR/NurPhoto/picture alliance
اعلان
دغه ګډه اعلاميه د پنجشنبې په ورځ د شولڅ او بایدن تر منځ تر ېوې تليفوني اړيکې وروسته خپره شوې ده.
په اعلاميه کې ويل شوي چې آلمان به همدارنګه اوکراین ته د هوايي دفاع له پاره د جنګي الوتکو ضد پيټرویټ سیستم هم برابر کړي. دغه تصمیم وروسته له هغې اعلانیږي، چې واشنګټن تېره میاشت کيف ته د جنګي الوتکو ضد، پيټرويټ سیستم د اکمال ژمنه کړې وه.
د آلمان خبري آژانس د رپوت پر اساس، د وسایطو په برخه کې بحث د ماردر ټانکونو باندې دی کوم چې آلمان څه باندې ۵۰ کاله مخکې خپل پوځ ته جوړ کړي دي. دا چې برلين به اوکراین ته له دغو ټانکونو څخه په څه شمیر کې او يا څه وخت ورکوي، روښانه نه ده.
امریکا متحده ایالات اوکراین ته د برادلي په نوم ټانګونو د لیږد په حال کې دي. دا په لويديځ کې د پياده جنګ له پاره لومړني ډيزاين شوي وسایط دي چې اوکراین به ېې ترلاسه کړي. تر اوسه د غربي اروپا هيوادونو څخه اوکراين ته د پخواني شوروي اتحاد ماډل وسايط استول شوي دي.
د آلمان او امریکا تر دغه اعلان وروسته، په امريکا متحده ایالاتو کې د روسېې سفير پر واشنګټن نېوکه کړې او متحده ایالات ېې تورن کړی چې په اوکراین کې د جنګ پای ته لږ علاقه لري، کوم چې روسې څه باندې لس میاشتې مخکې پيل کړی دی.
اوکراین په کراتو له آلمان څخه د ليوپارډ ۲ او ماردر مهمو جنګي ټانکونو د انتقال غوښتنه کړې ده. د آلمان صدراعظم پخوا دغې موضوع ته په اشارې سره ويلي ول چې د ناټو نورو غړو هم دغه ډول درانه تجهیزات نه دي سپارلي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزيرې، انالینا بېربوک او مرستيال صدراعظم، روبرت هابیک، د پنجشنبې په ورځ اوکراین ته د نوو تجهیزاتو د ورکړې احتمال څرګند کړ.
هابیک ناروې ته د یو سفر پر مهال د حکومت له خوا د یو چټک تصمیم ژمنه وکړه. هغه وويل چې د وسلو سپارنه به «د جګړې په مېدان کې د اړتیاو مطابق کيږي.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزېرې په لندن کې له خپل بريتانوي سیال سره په یو خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې آلمان او د هغه د نور متحدینو په اړه له کیف څخه د ملاتړ په تړاو باید هيڅ شک پاتې نه وي.
زيلنسکي اوکراین ته د فرانسې له خوا د (AMX-10 RC) ډوله ټانکونو د ورکړې تصمیم، د نورو غربي هیوادونو له پاره یو «ښکاره زیګنال» ښودلی دی. هغه وويل: «دا چې ولې تر اوسه پورې اوکراین ته د غرب ساخت ټانکونه نه دي ورکړل شوي، [په اړه ېې] هيڅ منطقي دلیل شتون نه لري.»
(dpa)mks/nz
له آرشیف څخه يو انځوریز البوم:
اوکراین کې جګړه او د روسیې ویجاړ شوي ټانکونه
پر اوکراين د روسيې له یرغل وروسته خپاره شوي انځورونه د "ټي ۷۲" په نوم روسي ټانکونو د ویجاړۍ کيسې لري. کله چې دغه ټانکونه تر بريد لاندي راځي، پورتني بورجونه يې ترينه جلا کيږي. نور حال په دي انځوريز رپوټ کې:
انځور: Rodrigo Abd/dpa/AP/picture alliance
زيات ټانکونه
د روسيې "تی ۷۲" ټانکونو شمير په ټوله نړۍ کي زيات دی او د ۳۸ هيوادونو په پوځ کې ترينه ګټه اخيستل کيږي. لسو نورو هيوادونو هم تر ۲۰۱۸م کال پوري ترينه کار اخیسته.
انځور: picture-alliance/dpa
سری "تی"
د روسې پوځ سری "تی" يرغليز ټانکونه د سړې جګړې پر مهال له "تی ۶۴" څخه پيل شو او تر "تی ۷۲" "تی ۸۴" پوري يې دوام وکړ. البته په (عکس )کې "تی ۱۴ آرماتا" چې هغې ته "تی ۹۹" هم ويل کيږي د روسې پوځ تر ټولو نوي ټانکونه دي چې په ۲۰۱۵م کال کي ترينه کار اخيستل پيل شوی دی.
انځور: Alexander Zemlianichenko/AP Photo/picture alliance/dpa
د تي ۷۲ تخنيکي مشخصات
د "تی ۷۲" ټانکونه د خپلو لويديځو سیالانو په پرتله کوچني او له لږ لوړوالي څخه برخه من دي، د کار اخیستني پر مهال کم پرسونل ته اړتيا لري. تي ۷۲ ټانکونه ۶ متره او ۹۰ سانتي متره اوږودوالي،۳ متره او ۶۰ سانتي متره بر يا پلنوالي لري. دغه ټانک له خپلو مهماتو سره ۴۱ ټن او ۵۰۰ کيلو وزن لري. د ۱۲ سليندره ماشين په لرلو سره په ساعت کي ۶۰ کيلو متره واټن وهي.
انځور: Reuters/M. Shemetov
د ۷۲ مجموعه
ټی ۷۲ ټانک ډېر اضافي ډولونه لري چې ځینې یې په ۱۹۷۴ کې جوړ شوي. همدارنګه د دې ټانک بل ماډل په الجزایر، رومانیا او عراق کې جوړ شوی دی.
انځور: AFP/Getty Images
د تی ۷۲ وسلې
ټي ۷۲ ټانک ۱۲۵ ميليمتره توپ او ۴۴ ګولۍ لري، چې ۲۲ دانې يې په پورته برخه کي نصب شوي او په اتومات ډول ډزې کوي.
انځور: Alexander Ermochenko/Reuters
په جګړه کي
ټي ۷۲ ټانکونه د ايران او عراق، قره باغ، پر کويټ د عراق يرغل، د فارس خليج په دويمه جګړه، د ليبیا او سوريې په داخلي جګړه کې او په روان وخت کې د روسې له خوا پر اوکراين باندي په جګړه کې کارول شوي يا کاريږي.
انځور: Daniel Leal-Olivas/AFP/Getty Images
د ټي ۷۲ ټانک قيمت
د "ټي ۷۲ ام يو" ټانک قيمت په ۱۹۹۲م کال کي يو ميليون او ۲۰۰ زره ډالر وو چې د نورو مهماتو او اضافي توکو سره يو ميليون او ۸۰۰ ډالر کيږي.
انځور: Vladyslav Musiienko/REUTERS
د چاودنې ځواک
ټي ۷۲ ټانک د مهماتو د چاودني ځواک دومره ډېر دی چې د ټانک د سر برخه يې له بدن څخه جلا او د يوي دوه پوړيزي ودانۍ په اندازه يې پورته غورځوي.
انځور: Zohra Bensemra/REUTERS
په ټانک کي د عملې برخ ليک
د ټانک تاويدونکي ميلي مهمات او په اتومات ډول ډزې د دي سبب سوي چې په روسې ټاتنکونو کي د چلونکو شمير کم شي. ټول روسې ټانکونه يو مشر، يو توپچي يا نخښه ويشتونکي او يو چلونکې لري. د ټانک په نخښه کولو سره بيا دغه دري کسان د تيښتې له پاره هيڅ چانس نه لري او ځای پر ځای وژل کيږی.
انځور: Rodrigo Abd/dpa/AP/picture alliance
هغه تاوان چې لري نه شو
د روسې ټانکونو مرګوني کمزوري او د برجک جلا کيدل يې د فارس خليج له دويمي جګړې په ۱۹۹۱م کال د صدام حسین د پوځ له ټانکونو سره د امريکايي ځواکونو مخامخ کيدلو کې راڅرګند شو. خو د دريو لسیزو په تيريدلو سره دغه کمزورتیا لا هماغسی پر خپل ځاي پاتې ده.
انځور: Marko Djurica /REUTERS
په اوکراين کي درانه تلفات
د بريتانيا د دفاع وزارت د رپوټ له مخې د اپريل مياشت تر وروستيو پوري پر اوکراين د روسي پوځ په تيري کي ۵۸۰ روسې ټانکونه له منځه تللي دي.