1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې اروپایي هیوادونه د ایران د اټومي تړون د ژغورنې هڅه کوي

۱۳۹۸ خرداد ۲۹, چهارشنبه

آلمان، بریتانیا او فرانسه د ایران د اټومي موافقې د ژغورنې له پاره په یوه نوي عملي ابتکار لاس پورې کوي. ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ به د دغو دريو هیوادونو استازي د امریکا له ځانګړي استازي سره په پاریس کې وويني.

Flagge EU Iran
انځور: Getty Images/AFP/E. Dunand

د رویټرز خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۱۹) د دیپلوماتیکو کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د آلمان، بریتانیي او فرانسې هیوادونه په دې اند دي چې د عملي ابتکار په ترڅ کې د ایران اټومي موافقه وژغوري.

د دیپلوماتانو په حواله ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې په بروکسل کې د اروپایي اتحادیي د مشرانو د غونډې په څنډه کې د ټیټې کچې خبرې اترې ترسره شي.

په راتلونکې اونۍ کې هم ټاکل شوې ده چې د اروپایي اتحادیي د استازو او د ایران له پاره د امریکا د ځانګړي استازي برایان هوک، تر منځ په پاريس کې خبرې اترې ترسره شي.

د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اترو له پاره د جون ۲۷ نیټه ټاکل شوې ده. په همدې ورځ هغه مهلت هم پای ته رسیږي چې ایران اروپایي اتحادیي ته ورکړی وو.

ایران همدارنګه د اروپایي اتحادیي د دیپلوماتیکو مقاماتو په حواله رپوټ ورکړی دی چې تهران ته د آلمان، بریتانیي او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو سفر هم کیدای شي یو له انتخابونو څخه وي.

نوموړي خبري آژانس د یوه لوړپوړي ديپلومات څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي دي: «د ایران په برخه کې د اروپایي اتحادیي صبر هم ممکن په کراره کراره پای ته رسیږي.»

نوموړي دیپلومات همدارنګه له رویټرز سره په خبرو کې تشریح کړې ده «که ایران د یورانیمو غني کول تر هغې اندازې ډیرول له سره پیل کړې چې په اټومي موافقه کې ذکر شوی دی، دغه لوبه به د اروپایي اتحادیي له پاره هم پای ته رسیدلې وي.»

د دغه دیپلومات په خبره آلمان، بریتانیا او فرانسه به بی له دې بله لار ونه لري چې هغه بندیزونه چې امریکا وضعه کړي دي له هغې څخه پيروي وکړي.

دغه لوړپوړې دیپلومات زیاته کړې ده چې د روان وضعیت په پام کې نیولو سره روسیه او چين چې د اټومي موافقتنامې له لاسلیک کونکو څخه دي د دې موافقتنامې د ژغورنې له پاره خپلې هڅې ډیرې کړي.

د اروپایي اتحادیي د بهرني سیاست همغږې کونکۍ فدریکا موګريني، د تیرې دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د هغو ګواښونو او ضرب الاجل چې ایران ټاکلی دی په پام کې نیولو سره به اروپایي اتحادیه تصميم ونه نیسي، بلکې د ایران راتلونکو ګامونو او د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس رپوټ ته به منتظر پاتې شي.

موګیريني، په لوکزامبورګ کې د اروپایي اتحادیي د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ورځنۍ غونډې په پای کې یو وار بیا ټینګار وکړ چې اروپایي اتحادیه به تر هغه وخته پورې موافقې ته ژمن پاتې شي او د ژغورنې هڅه به یي وکړي.

میرکل ویلي د ایران له خوا د اټومي تړون نقضول به بی پایلو پاتې نه شي.انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل غبرګون

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل ګواښ وکړ چې د ایران له خوا د اټومي موافقتنامې نقض کول به بی ځوابه پاتې نه شي. نوموړۍ چې د اوکراین له ولسمشر سره یي یوځای یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وینا کوله هیله څرګنده کړه چې ایران به خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي،«په بل صورت کې به ایران اغیزمن شي.»

میرکل دغه څرګندونې د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د ویاند بهروز کمالوند، تر مرکې یوه ورځ وروسته کړي دي. کمالوند، ویلي وو چې د اروپایانو د ۶۰ ورځني مهلت یوازې ۱۰ ورځې پاتې دي. که دوی د امریکا د بندیزونو د کمولو له پاره کوم اقدام ونه کړي، ایران به د اټومي موافقې په هکله د خپلو ژمنو یوه بله برخه هم کمه کړي.

میرکل د عمان سمندر د وروستیو تحولاتو په هکله د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: «د ایران د تحولاتو اړوند موضوع ډیره جدي تلقې کیږي او ډیر شواهد شتون لري.» د آلمان صدراعظمې زیاته کړه چې په دې هکله دریځ نه نیسي« ځکه باید ټول اړخونه په نظر کې ونیول شي، څو له ایران سره تشنج په سوله ایزې طریقه پای ته ورسیږي.»

دویچه ویله فارسي/ ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب