آلمان، بریتانیا او فرانسې د ایران بریدونه وغندل
۱۴۰۴ اسفند ۹, شنبه
د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ، د بریتانیا صدراعظم کير سټارمر او د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د یکشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې د منځني ختيځ پر هېوادونو چې د امریکا متحده ایالاتونو پوځي اډې په کې موجودې دي، د ایران بریدونه وغندل. دغو رهبرانو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: «موږ د سیمې پر هېوادونو د ایران حملې په کلکه غندو.»
رپوټونه وايي ایران یکشنبه د فبروري ۲۸مه په کويټ، بحرین او قطر کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل. ایران دغه بریدونه پر دغه هېواد د امریکا او اسرائیل تر شوو بریدونو وروسته وکړل.
د اسرائیل عامه تلویزیون وویل د اسرائیل او امریکا په بریدونو کې په ایران کې مختلف اهداف په نخښه شول چې په هغو کې یو هم د ایران رهبر آیت الله علي خامنه يي و.
نور ولولۍ: ایران په عربي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي
ایران د دغو بریدونو په ځواب کې د فارس خليج هېوادونو کې چې د امریکا متحده ایالاتو پوځي اډې په کې دي، د توغندیو بریدونه وکړل چې دغه اقدام په منځني ختيځ کې د جګړې اور د خپرېدو اندېښنې راولاړې کړي دي.
د آلمان، فرانسې او بریتانيا په ګډون د ناټو ټولو غړو هېوادونو په خپلو اعلامیو کې ويلي: «موږ په دغو حملو کې برخه نه ده اخیستې.»
نور ولولۍ: ایران د امریکا پوځي اډې "مشروع اهداف" اعلان کړل
خو دغو هیوادونو ويلي دي چې دوی په سیمه کې له امریکا متحده ایالاتو، اسرائیل او خپلو متحدینو سره په «نژدې اړيکه» کې دي.
یادو درو اروپايي هېوادونو ویلي دي: «ایران دې له خپلو ړندو حملو ډډه وکړي. موږ غواړو مذاکرات ادامه ولري او د ایران له رهبرۍ غواړو د مذاکراتو له لارې د یوې حل لارې کوښښ وکړي. په نهایت کې د ایران خلک باید پرېښودل شي چې خپله راتلونکې په خپله وټاکي.»
له آرشیف څخه: