1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان بله ډله رد شوي افغان مهاجر هم اخراجوي

۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعه

له آلمان څخه کابل ته یوه بله ډله رد سوي افغان مهاجر اخراجیږي. د افغانستان د کډوالو او مهاجرو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چي دغه ډله به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ سهار ،کابل ته ورسیږي.

Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د ۲۰۱۶ م کال له دسمبر میاشتي راهیسي په ۲۸ پروازونو کي ۷۲۰ افغانان اخراج سوي دي. خو دغه اخراج ډیر شخړه ایز دی، ځکه په افغانستان کي د طالبانو او داعش پر ضد اوس هم جګړه روانه ده.

په دې وروستیو وختونو کي د ټپي سوو او وژل سوو افغانانو شمیر ډیر لوړ سوی او یو نوي ریکارډ ته رسیدلی دی. په افغانستان کي د ملگرو ملتونو دفتر یا یوناما یوازي د همدې کال له جولای څخه تر سپټمبر میاشتي پوري ۱۲۰۰ وژل سوي او تر ۳۱۰۰ اضافه ټپیان سوي ملکي افغانان ثبت کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل