له آلمان څخه افغانستان ته یوه بله ډله رد سوي افغان مهاجر هم اخراج سول. د کابل د هوايي ډگر چارواکو ويلي دي چي په يوه الوتکه کي ۲۶ رد سوي نارینه مهاجر ور رسېدلي دي.
اعلان
افغان چارواکو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه کسان د چهارشنبې په ورځ سهار په يوه الوتکه کي د کابل هوايي ډگر ته رسېدلي دي.
د کرونا وبا له امله تر یوه ځنډ وروسته، د ۲۰۲۰م کال له مارچ مياشتي راهیسي، لومړی په دسمبر مياشت کي يوه ډله افغانان چي په آلمان کي د پناه غوښتنه نه ول منل سوې اخراج سول.
له جرمني څخه د رد سوو افغان مهاجرو اخراج له ۲۰۱۶م کال راهيسي پيل سوی دی چي دا يې ۳۵مه پرواز وو. په دغو پروازونو کي ۹۶۳ افغان نارینه مهاجر بیرته افغانستان ته استول سوي دي.
له آلمان څخه افغانستان ته د مهاجرو اخراج یوه شخړه ایزه موضوع ده. له طالبانو سره د سولې د خبرو پر دوام سربیره، په دغه هیواد کي داخلي جگړه ادامه لري.
په تیرو لسو کلونو کي څه د پاسه ۱۰۰ زره ملکي کسان وژل سوي او یا هم ټپیان سوي دي. د کرونا وبا له امله د افغانستان اقتصاد او کمزوری روغتیايي سیستم لا نور هم تر فشار لاندي راغلی.
له آلمان څخه د افغانانو د اخراج پروسه ـ انځوريزه کرونولوژي
له آلمان څخه د افغان مهاجرو ډليز اخراجونه وروسته له هغې پيل شوه چې افغانستان د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر میاشتې په سر کې د بروکسل په غونډه کې د مهاجرت پر موضوع د اروپايي اتحاديې سره يوې هوکړې ته ورسيد.
انځور: Imago/J. Heinrich
د بروکسل غونډه
د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر مياشتې په لمړيو کې د بروکسل په غونډه کې افغانستان له اروپايي اتحاديې سره د مهاجرت پر موضوع يوې هوکړې ته ورسيدل، د دغې هوکړې له مخې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو څخه افغانستان ته د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج اسانه کړل شو.
انځور: Picture alliance/Zumapress/J. K. McCann
د رد شويو افغانانو منل
د بروکسل د توافق له مخې، افغانستان دې ته حاضر شو چې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو لخوا رد شوي افغان مهاجر ومني.