1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نورو په پرتله اوکرايني مهاجرو ته د آلمان بهتر ښه راغلاست»

۱۴۰۱ تیر ۱۲, یکشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزيره، نانسي فیزر، وايي هیواد ېې په ۲۰۱۵م کال کې د سوريايي مهاجرو په پرتله، سږکال له اوکراین څخه د راغلو مهاجرو ښه هرکلی کړی دی. فیزر افغان مهاجرو سره ېې د هیواد د مرستو او خدماتو یادونه هم کړې ده.

Außerordentliche Sportministerkonferenz - Nancy Faeser (SPD) - Bundesministerin für Inneres und Heimat,
انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د آلمان د کورنیو چارو وزېرې وويل، آلمان د روان کال د فبرورۍ له ۲۴مې چې روسېې پر اوکراين پوځي یرغل پیل کړی، تر اوسه اوکراین څخه راغلي له ۸۵۰ زرو ډير مهاجر اخیستي دي. په دغو مهاجرو کې اکثریت ېې ښځې او ماشومان دي.

خو له دې سره سره آلمان د مهاجرو سره د متفاوت چلند له کبله تر نیوکو لاندې راغلی دی، داسې چې گواکي دغه هیواد له اروپايي مهاجرو سره ښه چلند کوي نسبت هغو مهاجرو ته چې د منځني ختيځ یا نورو لرو جګړه ځپلو سیمو څخه مهاجر کیږي.

د آلمان داخله وزیرې د آلمان خبري آژانس (dpa) سره په یوه مرکه کې وويل: «موږ ډير کارونه په لا ډيره ښه طریقه ترسره کړل، نسبت په ۲۰۱۵م کال کې مو چې د مهاجرو د وروستۍ لوېې څپې پر وخت وکړل.» هغې زیاته کړه چې «په یو فوق العاده لوی شمیر کې آلماني اتباعو» په حکومتي پروګرامونو کې برخه واخیسته تر څو هیواد ته د داخلیدونکو خلکو سره مرسته وکړي.

هغې په دې برخه کې د ټولو اروپايي هیوادونو دغه «چټک او له بيوروکراسۍ پرته» اقدامات یوه «تاریخي بریا» وښوده. د سوسیال دموکرات ګوند دغې سياستوالې وويل چې «دا یوه ستره لاسته راوړنه وه او همدارنګه د رایو په اتفاق سره هم. او دا سخته وه چې په لاس راوړل شي.»

هغې په عین حال کې وويل چې آلمان او اروپا د نورو سیمو مهاجرو سره هم د مرستو ډير ګامونه پورته کړي دي او زیاته ېې کړه چې «موږ تر خپل بشري مسئولیت پورې ژوند کوو.»

دغۍ آلمانۍ وزیرې وويل چې په آلمان کې په دغو شوو قدامات کې د ادغام کورسونو ته د نوو مهاجرو لاسرسی هم په بر کې نیسي. هغې آلماني ارزښتنو پر اهمیت او د ژبې پر زده کړې ټينګار وکړ حتی د هغو کسانو له پاره چې یوازې په موقتي توګه آلمان کې اوسیږي.

میرمن فیزر په دې تړاو آلمان ته د راغلو نوو افغانانو یادونه وکړه، چې دغه شرایط ورته وار د مخه مهیا شوی دي.

د تيرکال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط او واک ته د طالبانو په رسيدلو سره آلمان ګڼ شمیر افغانانو ته ځای ورکړ. په دغو افغانانو کې ډيری د آلماني وزارتونو محلي کارکونکي او د هغوی د کورنیو غړي دي. لا هم له افغانستان څخه د هغو افغانانو د انتقال پروسه ادامه لري چې د آلمان حکومت ېې د محافظت وړ بولي او د انتقال ژمنه ېې کړې ده.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب