1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان تر لسو زرو زیاتو افغانانو ته ویزې ورکړي

۱۴۰۰ بهمن ۱۳, چهارشنبه

له هغه وخت راهيسي چي طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي په سیمه کې د آلمان سفارتونو تر لسو زرو ډېرو افغانانو ته د آلمان ويزې ورکړي دي.

Symbolfoto Visum
انځور: imago images/blickwinkel

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې دا ویزې د آلمان د پوځ سيمه ایزو افغان کارکوونکو او همدا راز هغو افغانانو ته ورکړل شوي دي چې له ځانګړي خطر يا ګواښ سره مخ ول.

د دغه وزارت يوه وياند وويل چې له دغو لس زرو او سلو ويزو څخه څه نا څه ۴۵۰۰ دسمبر مياشتې له نيمايي راهيسې ورکړل شوي دي.

زياته شوې ده چې سيمه ایزو همکارانو او له خطر سره مخامخ کسانو ته د دې ویزو ستره برخه یې په پاکستان کې د آلمان د سفارت له خوا جاري کړل شوې ده.

د آلمان د پوځ يوه وياند وويل چې د اټکلونو پر اساس د آلمان د پوځ د پخوانيو کارکوونکو څخه یې کابو يو زر او۱۶۰ کسان آلمان ته رسېدلي دي. د نورو ۶۴۰ کسانو ممکنه سفر ته هم انتظار کيږي.

همدا راز د دغو کسانو د کورنيو کابو ۳۵۰۰ غړي به هم آلمان ته سفر وکړي.

انځور: Yonhap/picture alliance

د آلمان حکومت په دې وروستیو کې ويلي ول چې د ۲۰۲۱م کال د می مياشتي له ۱۵ نېټي راهيسي په ټوليزه توگه ۹۳۰۰ افغان ځايي همکاران، د هغوی د کورنۍ نژدې غړي، تر گواښ لاندي کسان لکه ژورناليستان او د بشري حقونو فعالين او د هغوی د کورنۍ غړي آلمان ته رارسېدلي دي.

په زرونو افغانان په آلمان کي له خپلو کورنيو سره د يوځای کيدو په تمه دي

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي يو شمير افغانان چي له آلمان څخه يې د راتلو هوکړه ترلاسه کړې، په خپله له افغانستان څخه دباندي نورو هيوادونو لکه پاکستان ته تللي دي او لا تر اوسه هلته آلمان ته د راتلو په انتظار دي.

ب.ص/ ن.ز (KNA)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب