1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د انتقال د نوي پروګرام له لارې د افغانانو راتګ

۱۴۰۲ مهر ۶, پنجشنبه

په لومړي ځل آلمان ته د خطر سره د مخامخ افغانانو د انتقال د آلمان د فدرالي ادارې نوې پروګرام په چوکاټ کې يو شمير افغانان دغه هېواد رسېدلي دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.

آرشيف انځور: آلمان ته د افغانانو د منلو د نوي پروګرام پېل
آرشيف انځور: آلمان ته د افغانانو د منلو د نوي پروګرام پېلانځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

 د «اي پي ډي» خبري آژانس په حواله د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر ۲۷مه) ويلي چې په دې وروستيو کې د آلمان د دغه نوي پروګرام په چوکاټ لومړي کسان دې هېواد ته رسېدلي دي. خو د وزارت له خوا په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.

د آلمان دهمجنسبازانو ټولنې هم په دې منځ کې ويلي دي چې په روانه اوونۍ کې له افغانستان څخه په لومړي ځل د بل ډول جنسي تمایلاتو لرونکي کسان په خوندي توګه آلمان ته را رسېدلي دي.

له خطر سره مخامخ افغانانو د منلو د آلمان د فدرالي حکومتدا پروګرام د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کې په رسمی توګه پېل شوی وو خو په لومړي سر کې پکې کوم پرمختګ ونه ليدل شو.

په دې ترتيب دا پروګرام په مارچ میاشت کې د امنيتي انديښنې په وجه قسماً درول شوی وو. تر هغه وخته پورې د دې پروسې په چوکاټ کې هیڅ افغان آلمان ته نه وو راغلی. د جون میاشتې په پای کې بيا له افغانستان څخه د خلکو د منلو د دې نوي پروګرام له لارې سفرونه بيرته ممکن شول.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې دغه غوښتنليکونه له ډېر محرميت سره ارزول کيږي. د بهرنيو چارو وزارت له خوا اوس ويل شوي دي چې د سپتمبر تر ۲۱ نیټې پورې یې تر ۵۷۰ څخه د زياتو کسانو د منلو په اړه مثبت تصميم نيولی دی.

له افغانستان څخه د خلکو د منلو د دې پروګرام موخه د هغو انسانانو خونديتوب دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو يا په قضايي برخه، سياست او يا رسنيو کې د فعاليت له کبله د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي. دا پروګرام به د ۲۰۲۵م کال تر سپتمبر کاله پورې دوام پيدا کړي.

د آلمان فدرالي حکومت د منلو د پروګرامترڅنګ يو بله په اصطلاح د سيمه ایز همکارانو [په افغانستان کې د آلمان د پخواني بنسټونو کارکوونکي] د منلو پروسه هم شته ده. د دغه پروګرام له لارې هغه کسانو ته آلمان ته د سفر ویزه ورکول کیږي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو د مخه یې د آلمان له پوځ، بهرنيو چارو وزارت او يا پراختيايي سازمانونو سره همکاري کړې ده.

پر دې سربيره د ډېرو جدي قضيو له پاره د آلمان يو بل ځانګړی پروګرام هم فعالیت لري. تر اوسه څه نا څه ۳۰ زره او ۳۰۰ افغان سيمه ایز کارکوونکي او نور د ځانګړو پروګرامونو له لارې آلمان ته راغلي دي. په ټوله کې کابو ۴۴ زره کسان آلمان ته د راتګ له پاره منل شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب