1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د راتلونکو پناه غوښتونکو شمیر کم شوی

۱۳۹۸ آبان ۱۲, یکشنبه

په آلمان کې د پناه غوښتونکو په شمیر کې کموالی لیدل کیږي. تمه کیږي چې د تیر کال په پرتله به په ۲۰۱۹م کال کې د دغو پناه غوښتونکو شمیر همداسې کم پاتې شي.

Asylbewerber BAMF Serbien
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

د آلمان حکومت د یوه تازه رپوټ پر بنسټ په روان کال کې د ۲۰۱۸ م کال په پرتله د پناه غوښتونکو شمېر کم دی. په ۲۰۱۹ م کال کې د پناه غوښتنې ډیر شمیر غوښتنلیکونه رد شوي هم دي.

د آلمان حکومت د یوه تازه رپوټ په حواله تمه کیږي چې دغه شمیرې به د تیر کال په مقابل کې همداسې کمې پاتې شي.

د یکشنبې په ورځ په «بيلډ ام زونټاګ» ورځپاڼه کې د خپاره شوي یوه رپوټ په حواله په ۲۰۱۹ م کال کې د پناه غوښتنې ډیر غوښتنلیکونه رد شوي هم دي.

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) ویلي دي چې په روان کال کې تر اوسه پورې ۱۱۰ زره د پناه غوښتنلیکونه ترلاسه شوي دي او تمه کیږي چې دغه شمیر به د کال تر پایه پورې شاوخوا ۱۴۵ زرو ته ورسیږي چې دا به د تیر کال د غوښتنلیکونو په پرتله کم وي.

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې مشر هانس ایکارد زومر، وویل: «زه تمه لرم چې د روان کال تر پایه پورې د ترلاسه کیدونکو غوښتنلیکونو مجموعي شمیر له ۱۴۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زرو پورې وي.»  د زومر په خبره په ۲۰۱۸م کال کې داسې ۱۶۰ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي وو.

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) مشر هانس ایکارد زومرانځور: picture-alliance/AP/M. Sohn

په دې وروستیو کلونو کې د آلمان حکومت د مهاجرت په خپلې پالیسۍ کې یو څه سختي راوستې ده. د نویو قوانینو له مخې د غیرقانوني مهاجرو د اخراج بهیر ګړندی شوی او ترڅنګ یي د پولیسو او مهاجرت ادارې اختیارات هم زیات کړای شوي دي.

که څه هم په آلمان کې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د وړاندې کولو کچه ټیټه شوې ده، خو ښاغلي زومر آلمان ته د راتلونکو مهاجرو په اړه اندیښنه هم څرګنده کړې ده.

هغه ویلي دي که څه هم مسئولین په آلمان کې له مخکې څخه د موجودو مهاجرو پر دوسیو کار کوي، خو له بلې خوا اوس هم ډیر شمیر خلک له مختلفو لارو څخه ځانونه آلمان ته رسوي.

زومر زیاته کړه چې د پناه غوښتنې له ۳۵ څخه تر ۳۸ سلنه پورې غوښتنلیکونه منل شوي دي چې دا د دې معنی ورکوي چې آلمان ته د راتلونکو پناه غوښتونکو دوه پر دریمه برخه پناه نه ترلاسه کوي. نوموړي په عین وخت کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د ترهګرۍ ضد هڅو ستاینه هم وکړه.

rs/kl  (dpa, KNA)/sn/ns

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل