1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د يوه اخراج شوي افغان کډوال د بېرته راوستلو غوښتنه

۱۳۹۹ آذر ۲۹, شنبه

په آلمان کې يو شمېر ټولنو د يوه اخراج شوي افغان د بېرته راوستلو غوښتنه کړې ده. په دغه سړي باندې ښايي يو تعصبي‌ بريد شوی وي چې اوس يې شاهدۍ ته اړتيا ليدل کيږي.

Schild Amtsgericht Tiergarten
انځور: picture-alliance/dpa/S. Braun

د برلين د تيرګارتن په محکمه کې يوه جاري قضيه دا خبره څېړي چې په دغه افغان کډوال باندې د تعصب او توکم پالنې له مخې بريد شوی دی او که نه. په روانه حقوقي قضيه کې اوس دغه افغان د اصلي شاهد او د مدعيانو له جملې څخه بلل کيږي.‌

دغه بريد د ۲۰۱۷ کال په اپريل کې د مترو له يوه تمځای سره شوی دی چې ويل کيږي يو پوليس هم پکې ښکېل وو. د دغه افغان اصلي نوم په خبرپاڼه کې نه دی ښودل شوی. دغه افغان د روان کال په مارچ مياشت کې افغانستان ته اخراج شوی دی سره له دې چې څارنوالي ورته د شاهد په توګه اړتيا لري.‌

د برلين د کډوالو شورا، د پرو آزول او ريچ آوت په نوم ټولنو او همداراز د مدافع وکيلانو يوې اتحاديې اوس غوښتنه کړې چې دغه کس چې مستعار نوم يې جميل احمدي ښودل شوی دی،‌ بايد فورا برلين ته بېرته راوستل شي.

په آلمان کې د افغان رد شویو مهاجرینو د اخراج پر ضد وخت نا وخت اعتراضونه کیږي.انځور: picture alliance/M.Balk

د کرونا په وجه له تقريبا يو کلن ځنډ وروسته ټاکل شوې دغه جزايي‌ قضيه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شلمه بېرته پيل شي. د جميل احمدي ملاتړکوونکي سربېره پر دې دا غوښتنه هم لري چې نوموړی دې د تعصبي تاوتريخوالي‌ د يوې پېښې د قرباني په توګه په آلمان کې د اقامت اجازه تر لاسه کړي.‌

داسې ويل کيږي چې نوموړي افغان د بريد له کبله سخت ټکان خوړلی او هغه «له مترو څخه شړل شوی» دی چې له دې وروسته «هغه بې سرپناه شو، مخدره مواد يې وکارول او بندي شو.»

د ډېرو جرمونو له کبله چې دی ورباندې تورن وو، نوموړی بالاخره له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شو.

اي پي دي/ن ص/خ ح

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب