د روان کال په فبرورۍ مياشت کې کله چې د آلمان د ائتلافي حکومت تړون وشو نو آلمان ته د متخصصو کسانو د مهاجرت یو قانون هم منظور شو. رسنۍ خبر ورکوي چې د دغه قانون ابتدايي سند اوس چمتو شوې ده.
د سوسیال دموکرات له ګوند څخه د آلمان د کار وزير، هوبرتوس هایلانځور: Imago/photothek/M. Gottschalk
اعلان
تر کلونو بحثونو وروسته، اوس داسې ښکاري چې په آلمان کې د مهاجرت يو نوی قانون د جوړيدو په حال کې دی. آلمانۍ ورځپانې «هندلزبلات» خبر ورکوي چې د دغه قانون د اصلي مواردو په اړه يو سند د وزيرانو له خوا چمتو شوی چې د اقتصاد او کار وزيرانو له خوا منل شوی دی. په پام کې ده چې دغه سند ډير ژر د آلمان دولت کابينې ته وړاندې شي.
د دغه قانون د هدف په هکله د آلمان د دولتي ائتلاف په قرار داد کې راغلي دي: «په هيواد کې متخصصو بشري قواوو ته مخ په ډيرودونکې اړتيا، بايد په شفافه توګه د مهاجرو د منلو له طريقه تنظيم کړل شي.»
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په جولای مياشت کې دغه موضوع د ائتلافي حکومت يوه «مهمه پروژه» اعلان کړه.
د مهاجرو د منلو معيارونه
د «هندلزبلات» د رپوټ په حواله، تخصص، عمر، له ژبې سره آشنايي، د يو مشخص کاري ځای تائيدي او د ژوند د لګښت له پاره مالي امکاناتو لرل به آلمان ته د مهاجرت کولو معيارونه وي.
آلمان به نور په راتلونکې کې د مسلکي او تخصصي کارکوونکو په استخدام کې خپلو اتباعو ته د لومړيتوب په نظر کې نه نيسي. په دغه امر کې به يوازې هغه کسبونه شامل نه وي چې د آلمان د کارموندنې عمومي ادارې يې د غوښتونکو شمير ډير لږ ښودلی دی، بلکه ټول کاري فرصتونه په کې شامل دي.
د «هندلزبلات» د رپوټ په حواله، په دغه سند کې د آلمان د کار د وزير هوبرتوس هایل درخواست په نظر کې نيول شوی دی: د آلمان دولت غواړي متخصصو کسانو ته په آلمان کې د کارموندنې په موخه حتی په داسې وخت کې آلمان ته د سفر موقتي ويزې ورکړي، چې لا ورته یو مشخص کاري فرصت پيدا شوی نه وي. په اوس وخت کې آلمان ته د نمونې په توګه د داخليدو دا ډول اجازه، د پوهنتون او ښوونځيو فارغانو ته ورکول کيږي.
د مهاجرت موضوع په تړاو له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د حکومتي شمیرو له مخې د ۲۰۱۵م کال په پرتله په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته د مهاجرینو په راتګ کې د پام وړ کموالی او بل لوري ته له آلمان څخه په خپله خوښه او یا په زوره ایستلو شوو د مهاجرینو په شمیر کې ډیروالی رغلی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst
آلمان ته د مهاجرینو په راتګ کې د پام وړ کموالی
د آلمان د کورنیو چارو د وزارت په حواله، د ۲۰۱۵م کال په پرتله په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته د مهاجرینو راتګ ډیر کم وو. د یاد وزارت د یوه خپاره شوي رپوټ په اساس په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته د راغلو سیاسي پناه غوښتونکو مهاجرینو شمیر دوه لکه او ۸۰ زره ښوول شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel
د مهاجرت کړکیچ
د آلمان د حکومتي شمیرو له مخې، په ۲۰۱۵م کال کې دې هیواد ته ۸ لکه او ۹۰ زره مهاجرینو د پناه لپاره غوښتنه کړې وه. په همدې ۲۰۱۵م کال کې تر یو میلیون څخه د ډیرو مهاجرینو راتګ، اروپايي ټولنه د مهاجرینو له سخت کړکیچ سره مخ کړې وه.
انځور: R. Atanasovski/AFP/Getty Images
په آلمان کې پارلماني ټاکنې
د چارو د کارپوهانو په حواله د مهاجرینو د راتګ کموالی به په پارلماني ټاکنو کې هم اغیزمن ثابت شي. داسې ویل کیږي چې د مهاجرت کړکیچ او د آلمان په ټولنه کې د مهاجرینو ادغام به هم د ټاکنیز بهیر یو له مهمو موضوع ګانو څخه وي.
انځور: picture-alliance/dpa
د رد شوو مهاجرینو د شمیر ډیروالی
د آلمان د کورنیو چارو د وزیر، توماس دیمیزیر په حواله په آلمان کې د پناه غوښتونکو د رد په شمیر او بیرته خپلو هیوادونو ته د لیږل شوو کسانو په شمیر کې هم ډیروالی راغلی دی. د آلمان د چارواکو په حواله تراوسه کابو ۸۰ زره مهاجرین په خپله خوښه او یا هم په زور بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.
د حکومتي شمیرو له مخې د آلمان په حکومتي ادارو کې تیر کال د ۷ لکه او ۴۵ زره کسانو د سیاسي پناه غوښتنه ثبت شوی ده. د تیر کال په ترڅ کې ترټولو ډیر پناه غوښتونکي سوریايي مهاجرین وو او بیا په دویم او دریم ځای کې افغان او عراقي مهاجرین ځای لري.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert
«حکومتي اقداماتو اغېز ښودلی»
د آلمان د کورنيو چارو وزیر توماس ديميزېر د جنورۍ په دويمه اونۍ کي وويل چي و آلمان ته راتلونکو مهاجرو په شمېر کي د کمښت راتللو يو لامل هغه اقدمات دي چي د آلمان حکومت کړي ول. نوموړي د جنورۍ په مياشت کي د کډوالۍ ادارې ته امر وکړ چي د مارچ مياشتي له ۱۵مې نېټي دي نور له هغو مهاجرو څخه د پناه غوښتنه نه مني چي د يونان له لاري آلمان ته راغلي وي.
انځور: Getty Images/AFP/O. Andersen
د بالقان د مسير تړل کېدل
په داسي حال کي چي مخکي زيات مهاجر له يونان څخه د بالکان هيوادونو له لاري و آلمان او شمالي اروپايي هيوادونو ته راتلل، نو کله چي د بالکان دغه مسير د مهاجرو پر مخ وتړل سو، و آلمان او شمالي اروپايي هيوادونو ته د مهاجرو په راتګ کي کمښت راغلی.
انځور: picture-alliance/PIXSELL
د ترکيې او اروپايي اتحاديې تړون
په مجموع کي و اروپا ته د مهاجرو په راتګ کي د هغه وروسته کموالی راغلی، کله چي اروپايي اتحاديې د ترکيې سره د مهاجرو په تړاو يو تفاهم وکړ. د دغه تفاهم له مخي ترکيې ځان مکلف کړ چي هغه مهاجر چي له ټاکلې نېټي له ترکيې څخه يونان ته ولاړ سي نو ترکيه به هغه مهاجر د شرايطو په ړنا کي بېرته له يونان څخه ومني.