آلمان ته د مهاجرو په راتګ کي څومره کموالی راغلی؟
۱۳۹۵ دی ۲۵, شنبه
آلمان ته د مهاجرینو په راتګ کې د پام وړ کموالی
د حکومتي شمیرو له مخې د ۲۰۱۵م کال په پرتله په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته د مهاجرینو په راتګ کې د پام وړ کموالی او بل لوري ته له آلمان څخه په خپله خوښه او یا په زوره ایستلو شوو د مهاجرینو په شمیر کې ډیروالی رغلی دی.
آلمان ته د مهاجرینو په راتګ کې د پام وړ کموالی
د آلمان د کورنیو چارو د وزارت په حواله، د ۲۰۱۵م کال په پرتله په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته د مهاجرینو راتګ ډیر کم وو. د یاد وزارت د یوه خپاره شوي رپوټ په اساس په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته د راغلو سیاسي پناه غوښتونکو مهاجرینو شمیر دوه لکه او ۸۰ زره ښوول شوی دی.
د مهاجرت کړکیچ
د آلمان د حکومتي شمیرو له مخې، په ۲۰۱۵م کال کې دې هیواد ته ۸ لکه او ۹۰ زره مهاجرینو د پناه لپاره غوښتنه کړې وه. په همدې ۲۰۱۵م کال کې تر یو میلیون څخه د ډیرو مهاجرینو راتګ، اروپايي ټولنه د مهاجرینو له سخت کړکیچ سره مخ کړې وه.
په آلمان کې پارلماني ټاکنې
د چارو د کارپوهانو په حواله د مهاجرینو د راتګ کموالی به په پارلماني ټاکنو کې هم اغیزمن ثابت شي. داسې ویل کیږي چې د مهاجرت کړکیچ او د آلمان په ټولنه کې د مهاجرینو ادغام به هم د ټاکنیز بهیر یو له مهمو موضوع ګانو څخه وي.
د رد شوو مهاجرینو د شمیر ډیروالی
د آلمان د کورنیو چارو د وزیر، توماس دیمیزیر په حواله په آلمان کې د پناه غوښتونکو د رد په شمیر او بیرته خپلو هیوادونو ته د لیږل شوو کسانو په شمیر کې هم ډیروالی راغلی دی. د آلمان د چارواکو په حواله تراوسه کابو ۸۰ زره مهاجرین په خپله خوښه او یا هم په زور بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.
په خپله خوښه بیرته ستنیدونکي
د توماس دیمیزیر په حواله، په ۲۰۱۵م کال کې ۳۵ زره مهاجرینو په خپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته د تګ پریکړه کړې او دغه شمیره بیا په ۲۰۱۶م کال کې ۵۵ زرو کسانو ته لوړه شوی ده. د آلمان د کورنیو چارو وزیر د تیر کال په ترڅ کې په زور سره د ایستل شوو کسانو شمیر ۲۵ زره کسان ښوولی دی.
د مهاجرینو او پناه غوښتونکو شمیر
د حکومتي شمیرو له مخې د آلمان په حکومتي ادارو کې تیر کال د ۷ لکه او ۴۵ زره کسانو د سیاسي پناه غوښتنه ثبت شوی ده. د تیر کال په ترڅ کې ترټولو ډیر پناه غوښتونکي سوریايي مهاجرین وو او بیا په دویم او دریم ځای کې افغان او عراقي مهاجرین ځای لري.
«حکومتي اقداماتو اغېز ښودلی»
د آلمان د کورنيو چارو وزیر توماس ديميزېر د جنورۍ په دويمه اونۍ کي وويل چي و آلمان ته راتلونکو مهاجرو په شمېر کي د کمښت راتللو يو لامل هغه اقدمات دي چي د آلمان حکومت کړي ول. نوموړي د جنورۍ په مياشت کي د کډوالۍ ادارې ته امر وکړ چي د مارچ مياشتي له ۱۵مې نېټي دي نور له هغو مهاجرو څخه د پناه غوښتنه نه مني چي د يونان له لاري آلمان ته راغلي وي.
د بالقان د مسير تړل کېدل
په داسي حال کي چي مخکي زيات مهاجر له يونان څخه د بالکان هيوادونو له لاري و آلمان او شمالي اروپايي هيوادونو ته راتلل، نو کله چي د بالکان دغه مسير د مهاجرو پر مخ وتړل سو، و آلمان او شمالي اروپايي هيوادونو ته د مهاجرو په راتګ کي کمښت راغلی.
د ترکيې او اروپايي اتحاديې تړون
په مجموع کي و اروپا ته د مهاجرو په راتګ کي د هغه وروسته کموالی راغلی، کله چي اروپايي اتحاديې د ترکيې سره د مهاجرو په تړاو يو تفاهم وکړ. د دغه تفاهم له مخي ترکيې ځان مکلف کړ چي هغه مهاجر چي له ټاکلې نېټي له ترکيې څخه يونان ته ولاړ سي نو ترکيه به هغه مهاجر د شرايطو په ړنا کي بېرته له يونان څخه ومني.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (12.01.2017):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.12.2016):
آلمان ـ په ۲۰۱۶م کال په کوم ايالت کي څومره د پناه غوښتني سوي دي؟
آلمان ۱۶ ايالتونه لري. په دغو کي لس د پخواني غربي آلمان او ۶ د پخواني شرقي آلمان ايالتونه شامل دي. دا چي په دغو ۱۶ ايالتونو کي په کوم شمېر د پناه غوښتنې سوي، په دغه انځوريز راپور کي يې ولولئ:
زارلند ـ تقريبا ۷ زره د پناه غوښتني
ميکلنبورگ فور پومرن ـ تقريبا ۷ زره د پناه غوښتني
برېمن ـ تقريبا ۹ زره پناه غوښتني
تورينگن ـ تقريبا ۱۵ زره پناه غوښتني
هامبورگ ـ تقريبا ۱۷ زره پناه غوښتني
براندنبورگ ـ تقريبا ۱۸ زره پناه غوښتني
زاکسن انهالت ـ تقريبا ۱۹ زره پناه غوښتني
زاکسن ـ تقريبا ۲۳ زره پناه غوښتني
برلين ـ تقريبا ۲۶ زره پناه غوښتني
شلېسويگ هولشتاين ـ تقريبا ۲۸ زره پناه غوښتنې
راينلند فالڅ ـ تقريبا ۳۶ زره پناه غوښتني
هېسن ـ تقريبا ۶۴ زره پناه غوښتني
بايرن ـ تقريبا ۸۰ زره پناه غوښتني
کوز زاکسن ـ تقريبا ۸۱ زره پناه غوښتني
بادن وورتمبېرگ ـ تقريبا ۸۲ زره پناه غوښتني
نورد راين وېستفالن ـ تقريبا ۱۹۰ زره پناه غوښتني
جرمني غواړي مهاجر بيرته يونان ته ولېږي
د يوې ورځپاڼي د راپور له مخي ځيني مهاجر بايد له جرمني څخه بيرته يونان ته ولېږل سي. دغه پروسه په ۲۰۱۱م کال کي په يونان کي د مهاجرو له پاره د خرابو شرايطو په دليل ځنډول سوې وه. په اړه ئې انځوريز راپور.
آلمان په ډسمبر مياشت کي تر ۳۰ زيات رد سوي افغان مهاجر افغانستان ته ولېږدول چي پر دې کار پخپله د حکومتي ګوند سوسيال ديموکرات سياستوالو نيوکي وکړې. اوس آلمان غواړي چي په مجموع کي هغه مهاجر چي د يونان له لاري آلمان ته راغلي وي، بيرته يونان ته ولېږي.
د يونان له لاري په ۲۰۱۵م کال کي اروپا ته ډېر مهاجر راغلل. د معلوماتو له مخي اکثره مهاجر چي په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کي اروپا ته راداخل سوي ول، لومړی يونان ته راغلي ول.
يونان ته ډېر پناه غوښتونکي له ترکيې څخه په کوچنيو کښتيو کي اوښتل چي په دې ترڅ کي زيات انسانان ډوب هم سول. دغه انځور يوه سوريايي کورنۍ ښيي چي د اوبو له لاري په ۲۰۱۵م کال د يونان کاوس ټاپو ته رسېدلې وه.
له آلمان څخه يونان ته د مهاجرو د بېرته لېږد په پروسه کي هغه وخت محدوديتونه رامنځ ته سول چي په ۲۰۱۱م کال داسي راپورونه خپاره سول چي په يونان کي د مهاجرو وضعه ښه نه ده. داسي ويل کېده چي يونان د مهاجرو د زياتوالي له کبله تر د هغوی تر هوده نه سي وتلای.
تردې دمخه چي په ۲۰۱۱م کال کي يونان ته د مهاجرو د بېرته لېږد په پروسه کي محدوديت راسي، د دبلين تړون سره سم مهاجر له آلمان څخه بېرته هغه اروپايي هيواد ته لېږدول کېدل چي له لاري يې اروپا ته راداخل سوي ول. يونان ته د مهاجرو د داخليدو دغه پروسه تر ۲۰۱۶م کال پوري په لوړه کچه روانه وه. دغه انځور د ۲۰۱۶م کال په اپريل مياشت کي د ليسبوس ټاپو په يوه مهاجرکمپ کي اخيستل سوی.
د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ مياشتي پر۱۱مه نېټه اخيستل سوی د يونان سمندري ځواک د بېړۍ يو انځور چي و ليسبوس ټاپو ته يې په خپله وينا ۵۰۰ مهاجر ورسول. دغه مهاجر په سمندر کي له ستونزو سره مخامخ سوي ول او د دغي کښتۍ له خوا وژغورل سول.
يونان ته تر داخلېدو وروسته زياتره مهاجر، نورو اروپايي هيوادونو ته د رسېدو تلاښ کوي. خو کله چي د بالقان مسير په ۲۰۱۶م کال کي وتړل سو نو ډېر مهاجر په يونان کي بند پاته سول. د دې تر څنګ د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د مهاجرو د بېرته لېږد تړون هم لاسليک سو. دغه انځور د مقدونيا او يونان تر منځ د ايدوميني مهاجر کمپ ښيي.
د «فرانکفرتر الګيماين» ورځپاڼي د راپور له مخي د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د کډوالو پر فدرالې ادارې ږغ کړی دی چي له يونان څخه راغلو پناه غوښتونکو څخه صرف د مارچ تر ۱۵مې نېټي پناه غوښتني ومني. په دې توګه سره آلمان غواړي چي د يونان له لاري ورته راغلي مهاجر بېرته يونان ته ولېږدوي. دا په داسي حال کي چي مرستندويه ټولنو په يونان کي د سخت ژمي له کبله د مهاجرو وضعه د اندېښنې وړ بللې ده.
دا چي د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر د مارچ ۱۵مه نېټه له يونان څخه د مهاجرو د منلو وروستۍ نېټه وړانديز کړې ده، ښايي په دې وجه چي تر هغه وخته به سخت ژمی پای ته رسېدلی وي. د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ پر ۱۱مه نېټه د ليسبوس په ټاپو کي د مهاجرو کمپ دغه انځور د مهاجرو وضعه ښيي.
د اروپايي اتحاديې کميسيون د ۲۰۱۶م کال په دسمبر مياشت کي سپارښتنه کړې وه چي هغه مهاجر چي د ۲۰۱۷م کال د مارچ مياشتي تر۱۵مې نېټي وروسته يونان ته او بيا له يونان څخه «د اصولو خلاف» نورو اروپايي هيوادونو ته ولاړ سي، هغوی بايد بېرته يونان ته ولېږدول سي. ياد کميسيون دغه وړانديز په دې توجيه کړی ؤ چي په يونان کي د پناه غوښتني په پروسه کي موجودي ستونزي تر زياتي اندازې ليري سوي دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزير د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ مياشتي پر دويمه وويل چي د آلمان د حکومت اقدامات د دې سبب سوي چي په ۲۰۱۶م کال کي آلمان ته د ۲۰۱۵م کال په پرتله لږ مهاجر راسي. دا چي ديميزير اوس د دبلين تړون د بېرته عملي کولو پر لور گام اخلي او غواړي يونان ته د مهاجرو د بېرته لېږد پروسه پېل کړي، ښايي د آلمان د حکومت د هغو هڅو ادامه وي چي مهاجرو ته پيغام ولېږدوي چي آلمان ته مخه ونه کړي.
د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان «پرو ازيول» د آلمان د حکومت پر هغو پلانونو سختي نيوکي کړي دي چي غواړي مهاجر بېرته يونان ته ولېږدوي. دغه سازمان ويلي چي د مهاجرو د سرپناؤ، له سخت موسم څخه د هغوی د ساتنې او د پناه غوښتنې د پروسې په ترڅ کي نيمګړتياوي لا تر اوسه په يونان کي پر ځای پاته دي.