1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د ځمکې له لارې د افغانستان د جلغوزو صادرات

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبه

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي چې په لومړي ځل یې د افغانستان جلغوزو یوه محموله د ځمکې له لارې المان ته صادره کړې ده.

Afghanistan | Handel mit Pinienkernen in Khost
انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد دویچه ویله ته وویل، چې په دې محموله کې د جلغوزو مغز شامل وو، چې له معیاري بسته بندۍ وروسته له هرات ولایت څخه د ځمکې له لارې المان ته ولیږل شول.

هغه وایي: «دا  ۱۲ ټنه د جلغوزو مغز وو، چې ارزښت یې ۴۰۰ زره امریکایي ډالر کیږي، د ځمکې له لارې به لومړۍ ایران، بیا ترکیې او له هغه ځای به اروپا او جرمني ته ولیږدول شي.»

له چین سره د هوايي دهلیز پیل؛ سوداګر وايي ښه عاید به ترلاسه کړي

هغه زیاته کړه، چې تېره میاشت یې هم د ۶ لکه امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۸ ټنه وچه میوه  د ځمکې له لارې ایټالیا ته لیږلې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میاشتې په پیل کې له یو کال ځنډ وروسته د هوایي دهلیز له لارې چین ته د جلغوزو صادرات پیل شول.

د سوداګرۍ وزارت مسؤلین زیاتوي چې له هند سره د تړون له مخې به یې د هوایي دهلیز له لارې د افغانستان تازه او وچه مېوه او لاسي صنایع دغه هېواد ته لیږل کیږي.

ننګرهار: د شوکاڼي کان مالکان د جلغوزو ځنګلونه پرې کوي

پخوا د افغانستان وچه مېوه او لاسي صنایع د ځمکې له لارې هند ته صادریدل. د سوداګرۍ وزارت مسؤلینو په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې یې هند ته د ځمکې له لاري د وچې او تازه مېوې او لاسي صنایعو صادرات لرلي. 

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل