1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته راغلی افغان ژباړونکی: نيکبخته یم چې ژوندی يم

۱۴۰۰ شهریور ۷, یکشنبه

يو افغان ژباړونکی چې لس کاله يې په افغانستان کې د آلمان پوځ سره کار کړی او تازه آلمان ته انتقال شوی، وايي نیکبخته دی چې ژوندی دی. هغه د خپل سفر کیسه کړې او دا چې اوس په څه وضعیت کې قرار لري.

Deutschland, Hannover | Ankunft eines Afghanistan-Evakuierungsflugs
د آلمان هنوفر ښار ته د افغان مهاجرو یوه رسیدلې الوتکه - د آرشیف انځورانځور: localpic/imago

له کابله کالسروهه ته. دغه افغان ژباړونکی چې په رپوټ کې يې نوم نه دی ښودلی، آلمان ته د راتلو خپله کیسه کوي. د  جرمني د کالسروهه ښار څخه د آلمان خبري آژانس ليکي چې دغه افغان لس کاله په کابل، کندز او د افغانستان په نورو سیمو کې د آلمان پوځ (بوندیس ویهر) سره کار کړی دی. هغه وايي: «هرځای چې دوی ماته اړتیا درلوده.»

هغه له طالبانو ويره درلوده چې د آلمان پوځ سره د همکارۍ په خاطر به ورڅخه غچ واخلي. په وروستیو اوونيو کې د هغه د خوب نظم ګډوډ شوی او روغتيايي وضعیت ېې هم ښه نه دی خو بیا هم وايي: «زه نیکبخته یم چې ژوندی یم.»

دغه ۲۹ کلن افغان ژباړونکی اوس له خپلې ميرمنې سره د آلمان په کالسروهه ښار کې د مهاجرو په يوه موقتی هستوګنځای کې اوسیږي.

دی او په زرونو نور افغانان چې غربي ځواکونو سره يې کار کړی او له هیواده راوښکل شوي، اوس د خپل ژوندانه د جوړولو په فکر کې دي. کالسروه ته راغلی دغه افغان ژباړونکی هم وايي چې غواړي يو څه دمه وکړي: «بیا به موږ وګورو چې څه کيږي.» دغه افغان مهاجر تر اوسه درمل او یا هم د رواني درملنې په برخه کې ملاتړ نه دی ترلاسه کړی. هغه وايي چې د ژوند او مرګ له منځه اوس یو امن ځای ته رسیدلی دی.

آلمان ته رسیدلی افغان ژباړونکی وايي چې يوه شپه یې د تشنابونو مرادرو اوبو په بیاله کې په انتظار کې تيره کړه انځور: Rahmatullah Alizadah/Xinhua/picture alliance

دغه افغان ژباړونکی وايي په کابل کې يې د آلمان ويزه ترلاسه کړې وه خو کله چې طالبانو واک تر لاسه کړ هڅه يې وکړه چې د آلمان پوځ ته ځان ورسوي خو بریالی نه شو او ټيلفون يې هم کار ونکړ. دی يې لامل تخنيکي ستونزې ښيي. دی وايي چې خپله، میرمن او ملګري يې يوه شپه په دې امید په فاضله اوبو کې تیره کړه که ګوندي وشي کړای ځانونه هوايي میدان ته دننه کړي. خو هغه وايي چې لا هم ډاریده که چیرته طالبان ورسره آلماني اسناد وويني نو وبه يې وژني.

د آلمان خبري آژانس لیکي چې هغه یو ځل بیا د فاضلابو یادونه کوي: «کانال د تشنابونو د مردارو اوبو نه ډګه وه.» بلاخره یو سرتيری د هغه نوم اخلي او هغه هوايي ډګر ته دننه کیږي.هغه د کابل په هوايي ډګر کې د تروريستي بريد څخه د مخه راوتلی وو.

دی له کابله د آلمان په يوه پوځي الوتکه کې لومړی ازبکستان او بیا د آلمان فرانکفورت ته راوستل شوی او د چهارشنبې په ورځ د آلمان جنوب غربي ښار، کالسروهه کې ځای پر ځای شوی دی.

هغه وايي چې په دغه ځای کې هيڅ څوک نه پيژني. د کالسروهه ښاروال، فرانک مینتروپ ويلي دي چې دا لومړنی ساحوی کارمند دی چې له کابله کالسروهه ته رسیدلی دی.

دغه افغان ژباړونکی په یاد ښار کې يوه کوچنی اپارتمان کې اوسيږي چې یوه آشپزخانه او تشناب لري. هغه اوس په آلمان کې دی خو لا هم د افغانستان په اړه فکر کوي. پر وینا يې چې کورنۍ يې په مزار شریف کې اوسیږي او تماس ورسره لري. دی وايي فکر نه کوي چې طالبان به د هغه په عوض له کورنۍ څخه يې غچ واخلي.