1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

آلمان ته لسګونه افغان ماشومان د درملنې له پاره ولیږل شول

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبه

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې د یوه الماني بنسټ په مرسته یې لسګونه هغه افغان ماشومان المان ته د درملنې له پاره لیږلي چې سوځېدلي او یا یې هډوکې مات شوې وي.

Afghanistan | Hilfe für verwundete Kinder der Internationale Rotkreuz- und Rothalbmond-Bewegung
انځور: Habib Hussam

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص وایي، چې نن ورځ د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۱۰مه ۵۴ تنه افغان ماشومان المان ته د درمنلې له پاره ولیږل شول. ښاغلي خالص دویچه ویله ته وویل چې دا هغه ماشومان دي چې سخت سوځېدلي او یا یې هډوکي مات وي او په افغانستان کې یې درملنه امکان نه لري. د نوموړي په وینا، د دغو ماشومانو عمرونه له یو څخه تر دولسو کلونو دي، چې المان یې د دوو کلونو له پاره د درملنې مسؤلیت پر غاړه لري.

اړوند: د آلمان د سولي په کلي کي د افغان ماشومانو درملنه

د افغاني سرې میاشتې د نړیوالو اړیکو رئیس حبیب حسام دویچه ویله ته وویل، نن ورځ  هغه ۶۸ ماشومان هم بېرته هېواد ته راوستل شول، چې څو میاشتې وړاندې د درملنې لپاره المان ته لیږل شوې و، خو وايي چې درملنه به یې دوام ولري.

د المان د سولې کلي بنسټ د ۱۹۸۸ کال راهیسې د افغاني سرې میاشتې سره د هغو افغان ماشومان په درملنه کې مرسته کوي، چې په افغانستان کې د هغوی درملنه ممکنه نه وي. د افغاني سرې میاشتې ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۴۷۰۰ څخه ډېر افغان ماشومان المان ته د درملنې له پاره لیږل شوي دي.

څلورڅلویښت افغان ماشومان تر درملنې وروسته کابل ته ورسیدل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب