آلمان ته مهاجرت، د ۳ شکمنو انساني قاچاق وړونکو محاکمه
۱۳۹۶ تیر ۶, سهشنبهد سه شنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د جون ۲۷مه) د آلمان د تراون شتاين ښار په ايالتي محکمه کي د درو سوريايانو محاکمه پېل سوه. پر دغو درو کسانو تور دی چي د مهاجرت په تړاو يې د انسانانو په قاچاق کي برخه اخيستې ده.
د دوی پر۲ اصلي تورن کسانو تور دی چي په زياتو مواردو کي يې د قاچاقبرانو په مرسته انسان قاچاق کړي دي. پر دريم تورن کس تور دی چي د کښتۍ وان په توګه يې په مديترانه کي مهاجر ترانسپورت کړي دي. د کښتۍ د سفر په يو مورد کي چي تورن کس چلوله، له يوې بلي کښتۍ سره ټکر رامنځ ته سوی چي پکښې د کښتۍ ۱۳ سپارلي وژل سوي دي.
دا چي دغه محاکمه ولي د آلمان په بايرن ايالت کي کيږي، وجه دا ده چي د اصلي تورنو کسانو يو ۲۷ کلن ئې چي د سوريې د حلب ښار اوسېدونکی وو، د بايرن ايالت په بورګ هاوزن کي اوسېدلی دی. پر دغه کس تور دی چي د بل تورن ۳۴ کلن کس سره په ملګري يې په ۶ مواردو کي د مديترانيې له لاري د ترکيې له ايزمير سيمي څخه يونان ته انسانان قاچاق کړي ول.
پر دواړو اصلي تورنو کسانو تور دی چي د انسانانو د قاچاق له پاره يې داسي کښتۍ کارولې چي په سمندر کي د سفر جوګه نه وې. پر دغو تورنو کسانو تور دی چي هغوی به له مهاجرو څخه يو کس ته د کښتۍ چلولو دنده سپارله او په بدل کي به يې له هغه څخه هغه د ۸۰۰ او ۱۲۰۰ تر منځ ډالره نه اخيستل چي له نورو مهاجرو څخه به اخيستل کيدل. په همدغه د کښتۍ چلونې په تور دريم کس تورن دی.
يو تور دا دی چي د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر مياشت کي يوه داسي ربړي کښتۍ چي پکښي ۴۶ انسانان سپاره ول، د يونان د ليسبوس پر لور روانه وه چي له يوې ترانسپورتي کښتۍ سره د ټکر په پېښه کي د ماشومانو په گډون ۱۳ سپارلي ووژل سول. پر دريم تورن کس باندي د دغې کښتۍ د چلولو تور دی.
په دغه محاکمه کي به ځيني مهاجر چي د يادو کسانو قاچاق کړي ول، شاهدۍ ادا کړي. تورن کسان د زياتو کلونو بند سزا سره مخامخ دي.
زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):