1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته په روان کال کې د ډېرو مهاجرو د راتګ انتظار کیږي

۱۴۰۱ آذر ۱۴, دوشنبه

داسي انتظار کیږي چې آلمان به سږکال د مهاجرت تر ټولو ډېر شمير ثبت کړي. دا به د ۲۰۱۵م کال راهیسې د مهاجرو تر ټولو لوی شمیر وي، کله چې په دغه کال کي په میلیونونو سوریایي مهاجر آلمان ته را ورسیدل.

Ukraine-Krieg I Kiew
انځور: Evgeniy Maloletka/AP/picture alliance

آلمان ته د ډير شمیر پناه غوښتونکو راتگ ته په کتو سره، ویل کیږي چې دغه هېواد به  سږکال د مهاجرت تر ټولو ډېر شمير ثبت کړي. دا به د ۲۰۱۵م کال راهیسې د مهاجرو تر ټولو لوی شمیر وي، کله چې په دغه کال کي په میلیونونو سوریایي مهاجر آلمان ته را ورسیدل. د آلمان د «ويلت ام زونتاگ » ورځپاڼې د رپوټ له مخې په آلمان کې د نویو مهاجرو شمیر به د ۲۰۲۲ م  کال په پاي کې ۱،۲ میلیونو ته ورسیږي. دا شمېر د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۳۵ سلنه لوړ دی. سږکال د مهاجرت زیاتوالي لامل له یو ملیون څخه ډیر اوکرایني کډوال دي، چې پر اوکراین د روسیې له پوځي  یرغل راهیسې آلمان ته راغلي دي. تمه ده چې د روان کال تر پایه به نور ۲۰۰ زره پناه غوښتونکي آلمان ته راشي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل