آلمان ته په شوق راغلی افغان مهاجر ولې بیرته ځان ډیپورتوي؟
م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۱۰, یکشنبه[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.04.2016):
له یونان څخه تر ټولو زیات پاکستانیان دیپورت شوي
د اروپايي اتحادیې او ترکیې تر منځ د شوي تړون له مخې له یونان څخه ترکیې ته د استول شوو ۳۲۶ مهاجرو له ډله څخه ۲۰۱ پاکستانیان دي. پر خطرناکه لاره د خپلو سپما شوو پیسو تر مصرفولو وروسته اوس هغوی بیرته ترکیې ته استول کیږي.
په لیزبوس کې «غیرقانوني» کمپ
د لیزبوس د ښاروال د مطبوعاتي څانگې مسوول ماریو اندریوتېس، وایي چې دغه مهاجر د یونان په لیسبوس ټاپو کې په په یوه غیر قانوني کمپ کې اوسیدل. هغه زیاته کړې ده: «موږ هڅه کوو چې دغه وضعیت په سوله ییز توگه حل کړو، خو که چیرې هغوی یې خالي نه کړي نو موږ مجبوره یو چې پولیس راوغواړو.»
د کډوالو بیرته استول
د مهاجرو یو گروپ د میتیلني په بندر کې د ساحلي څارونکو له لوري تر نیول کیدو وروسته د پولیسو په سرویس موټر کې انتظار باسي. یونان له خپل هیواد څخه د هغو مهاجرو په بیرته استولو پېل کړی دی چې فکر کیږي د پناه غوښتنې په شرایطو برابر نه دي.
دیپورت شوي کسان د لارې په اوږدو کې بدرگه کیږي
د اپریل میاشتې په اتمه نېټه له یونان څخه ترکیې ته ۲۰۰ مهاجر دیپورت شول. په دغه ډله کې تر ټولو زیات پاکستانیان وو چې شمیر یې ۱۳۰ تنو ته رسیده. د استول شوو مهاجرو دوهمه ستره ډله افغانان جوړوي او همداشان لږ شمیر د بنگله دیش، کانگو، هند او ایران وگړي هم ترکیې ته استول شوي دي.
د نه خوړو اعتصاب
پاکستاني مهاجرو د لیسبوس په «موریا» کمپ کې په احتجاج لاس پورې کړی. یو ځوان بلوڅ چې له جگړې څخه راتښتیدلی د برق پای ته ووخوت او د ځان د ځړولو گواښ یې وکړ. خو د خپلو ملگرو له لوري بیرته راکښته کړی شو.
یو نا هیلی پاکستانی پلار
۳۸ کلن اعجاز چې مزدور کار دی او د کورنۍ یوازینی نفقه پیدا کوونکی دی وايي چې خپل کور یې وپلوره، څو اروپا ته د سفر لگښت پوره کړی شي. هغه وایي: «زه ډیر غریب سړی یم.» د هغه دا خوب چې له بې وزلۍ څخه به خپله کورنۍ راباسي له منځه تللی دی. هغه وایي: «ترکیې تر استولو بهتره ده چې مړ شم.»
په ویره کې ژوند کول
یو مهاجر له پولیسو څخه په لیسبوس کې نسبتا خوندي کمپ ته بیرته ورتښتي. مهاجرو ته د کمپ شا او خوا پاتې کیدو سپارښتنه شوې او پولیس یې د شپې له خوا د بندر او ښار نورو برخو ته د ننوتلو مخه نیسي.
وړیا خواړه
مهاجر په کمپ کې د ماښام ډوډۍ د تر لاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ دي، چیرې چې هغوی له فعالانو سره په گډه اوسیږي او کار کوي. دغه کمپ د مراتبو د لړۍ پرته سیستم له مخې چلیږي چیرې چې ټول خلک آزاد او برابر گڼل کیږي او د گروپي ډلو د غونډو په ترڅ کې پریکړې کیږي.
سړې شپې
پاکستاني مهاجر ماښام مهال د اور تر څنگ ځانونه گرموي. زیاترو مهاجرو ویل چې دوی په ترکیه کې د پیسو له پاره یرغمل نیول شوي وو. په دغه ډله کې یو تن حسن هم دی چې وایي په ترکیه کې څو وارې د ترور کیدو د هڅو وروسته بیرته پاکستان ته وتښتید. هغه وایي: «ترکیه یو خوندي هیواد نه دی.»